د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۵۴

روغتیا سازمان: لاتینه امریکا کې د کرونا تازه پېښې خورا زیاتې دي


د برازیل په روغتون کې په کرونا اخته کس
د برازیل په روغتون کې په کرونا اخته کس

په داسې حال کې چې په نړۍ کې په کرونا ویروس د خلکو د اخته کېدو او مړه کېدو پېښې په زیاتېدو دي، د روغتیا نړیوال سازمان وايي تازه پېښې په لاتینه امریکا کې خورا زیاتې دي.

د لوېدیځې اروپا په ګڼو برخو کې د کرونا د وبا خپرېدل ورو شوي او په تدریجي ډول‌یې د محدودیتونو لیرې کېدو ته زمینه برابره کړې ده.

په دغو سیمو کې تر اقتصادي رکود وروسته، ځیني کار و بارونه بېرته په پرانیستل کېدو دي.

خو په لاتینه امریکا، افریقا او د اسیا په ځینو برخو کې کرونا ویروس په خپرېدو دی.

کرونا ویروس د نړۍ په سطحه د امریکا په متحده ایالاتو کې زیات کسان اخته کړي او مړه کړي دي.

د روغتیا نړیوال سازمان کې د امریکا لپاره د ساري ناروغیو د برخې مشر مارکوس ایسپینال، پرون سې شنبه په یوه انلاین کنفرانس کې وویل: "وضعیت داسې دی چې لاتینې امریکا د دې وبا په وړاندې د چمتووالي لپاره زیات وخت درلود، اوس ډېر وخت غواړي چې د دې وبا د خپرېدو ورو کېدل یقیني کړي. د دې وبا د جریان ورور کول نور وخت هم نیسي."

د روغتیا نړیوال سازمان وايي په مکسیکو، پانامه، کوستاریکا، برازیل، پیرو، چیلي، ونزوئلا، هیتي او سورینام کې د کرونا ویروس تازه پېښې په زیاتېدو دي.

د ورلدومیټرز وېب‌سایټ په حواله یوازې په برازیل کې د کرونا مثبتې پېښې ۷ لکه ۱۹ زره او ۴۴۹ ته رسېږي چې تر امریکا وروسته په دوهم کتار کې راغلی دی.

د امریکا د جانز هاپکنز پوهنتون د شمېرو له مخې په نړۍ کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر تر ۷ میلیونو او ۱،۶۰۰۰ اوښتی او د مړو شمېر هم تر څلورو لکو او ۸،۰۰۰ زیات شوی دی.

XS
SM
MD
LG