د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۵۴

برازیل کې په 'کوویډـ۱۹' ناروغۍ د مړو شمېر تر ۵۰۰۰۰ واوښت


ارشیف
ارشیف

په برازیل کې نن یکشنبه په کرونا ویروس یا 'کوویډـ۱۹' ناروغۍ د مړو شمېر تر ۵۰۰۰۰ واوښت.

د سویلي امریکا دغه هېواد چې هڅه کوي دغه وبا کنټرول کړي، په کرونا ویروس د څه باندې یو میلیون کسانو اخته کېدل تأیید کړي دي.

د برازیل روغتیا وزارت وايي، په دغه هېواد کې یوازې پرون شنبه یوزر او ۲۲ کسان په کرونا ویروس مړه شوي دي.

برازیل د لاتینې امریکا ډېر نفروس لرونکی هېواد دی، چې ۲۱۱ میلیونه وګړي په ژوند کوي او د کرونا ویروس لومړۍ پېښه په کې د فبرورۍ پر ۲۶ مه ثبت شوې وه.

ځینې متخصصان وايي چې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر ښايي تر دې زیات وي.

XS
SM
MD
LG