د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۰۹

برازیل کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر تر یو میلیون واوښت


نړیوال روغتیايي سازمان خبرداری ورکړی چې د کرونا ویروس وبا یو نوې او خطرناک پړاو ته رسيدلې ده.
نړیوال روغتیايي سازمان خبرداری ورکړی چې د کرونا ویروس وبا یو نوې او خطرناک پړاو ته رسيدلې ده.

په برازیل کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمير له یو میلیون څخه اوښتی دی.

نړیوال روغتیايي سازمان خبرداری ورکړی چې د کرونا ویروس وبا یو نوې او خطرناک پړاو ته رسيدلې ده.

د برازیل د عامې روغتیا وزارت هغه شميرې خپرې کړي چې ښيي په دې هېواد کې په کویډ۱۹ ویروس د اخته کسانو شمېر له یو میلیون او دېرش زرو اوښتی دی.

یوازې د جمعې په ورځ د سویلي امریکا په دې هېواد کې د کرونا ویروس له کبله تر ۱۲۰۰ زیاتې د مړینې پېښې ثبت شوې دي.

اوس په برازیل کې په کرونا د مړو شویو کسانو شمېر ۴۹ زرو تنو ته نژدې شوی دی.

له امریکا وروسته چې په کې دوه میلیونه او دوه سوه زره په کرونا اخته کسان ثبت شوي، برازیل په نړۍ کې د دې ویروس د لوړې کچې له کبله دویم ځای لري.

XS
SM
MD
LG