د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۲۳

د ولسي جرګې ۲۰ غړي په کرونا ویروس اخته شوي


ولسي جرګه
ولسي جرګه

په داسې حال کې چې ټاکل شوې تر راتلونکو څو ورځو پوري حکومت د باور رایې اخیستلو لپاره نوماند وزیران ولسي جرګې ته معرفي کړي، د دغې جرګې نږدې شل غړي په کرونا ویروس اخته شوي دي.

په داسې حال کې چې حکومت ټینګار کوي چې د سرپرستۍ فرهنګ به ختموي او ډېر ژر به نوماند وزیران د باور رایې اخیستلو لپاره ولسي جرګې ته معرفي کړي، ویل کېږي چې د دغې جرګې نږدې شل غړې په کرونا ویروس اخته شوي دي.

د ولسي جرګې یو شمېر غړي وايي، د جرګې د یو شمېر غړو ناروغي او غیر حاضري د مجلس په نصاب هم خپل اغیز لري .

د دغې جرګې غړې نیلوفر جلالي کوفي د جمعې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، له تېرو ۱۸ ورځو راهیسې 'کوویډ-۱۹' ناروغۍ اخته شوې او لاهم نښې نښانې لري.

ولسي جرګه
ولسي جرګه

هغه زیاته کړه: "د جرګې یو شمېر غړي لاهم په دې ناروغۍ اخته دي، او قرطین کې دي، یو شمېر هم غیرحاضر دي،دا دقیقه خبره ده چې دا په نصاب باندې جدې اغیز لري، خو بیاهم موږ قوانینو کار کوو او درې اوونۍ وړاندې مونږ نصاب درلود چې ځني قوانین تصویب شول."

د جرګې بلې غړې شینکۍ کړوخیل بیا و وايي، چې اکثره وکیلان د کرونا ویروس له ویرې مجلس ته نه حاضري.

هغه زیاته کړه: "دا دقیقه معلومه نه‌ده چې په څه شمېر وکیلان په کرونا ویروس اخته شوي، خو له یو شمېر کسانو خبره شوې وم چې ناروغان دي او اوس بېرته روغ شوي، البته یو شمېر وکیلان له دې امله جلسو کې ګډون نه کوي چې ممکن په دې ویروس اخته شي خو که د رایو مسله وي ټول به حاضر شي."

د ولسي جرګې د دارلانشا مشر قادر ځاځي په یو ليکلي پیغام کې ازادي راډیو ته وویل، چې مخکې د جرګې نږدې سل کسان په کرونا ویروس اخته شوي وو خو اوس ټول بېرته ښه شوي دي.

په کرونا ویروس د ولسي جرګې د یو شمېر وکیلانو د اخته کېدو خبر داسې مهال خپرېږي چې د ملي مصالحې عالي شورا رئیس ته نږدې باوري سرچینو ازادي راډیو ته تأییده کړې چې ښاغلي عبدالله کابینه کې د خپلې ونډې د نوماندانو لېست ارګ ته سپارلی دی.

د ولسمشر محمد اشرف غني له لوري یو شمېر نوماند وزیران لا له وړاندې معرفي شوي دي.

د ولسمشر مرستیال ویاند دواخان مینه‌پال هم ازادي راډیو ته ویلي، چې نوماند وزیران به ډېر ژر ولسي جرګې ته د باور رایې اخیستلو لپاره معرفي شي.

د ولسمشر ویاند مینه‌پال
د ولسمشر ویاند مینه‌پال

د ولسي جرګې لومړی مرستیال میرزا محمد کټوازی بیا وايي، چې د جرګې له ۱۵ تر شلو پوري غړي په کرونا ویروس اخته دي او عمومي تالا د نصاب له نه‌شتون سره مخ دی.

هغه زیاته کړه: "په خواشینۍ سره چې د ولسي جرګې ۱۵ تر ۲۰ پوري غړي په کرونا اخته دي، له دې امله د کمېسیونونو نصاب نه پوره کېږي، او حتی عمومي تالار هم د نصاب له نشتون سره مخ دی.

د جرګې غړي اندېښنه ښيی وایي،که چېري نصاب پوره نه‌شي دوی به ونه‌شي کړی چې نوماند وزیرانو ته د باور رایې لپاره صندوقونه کېږدي.

دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۲۸۶ کسان په دغه ویروس اخته شوي ۱۴ کسان ترې مړه شوي او ۴۱ نور روغ شوي دي.

په افغانستان کې په 'کوويډ-۱۹' ناروغۍ د ټولو اخته کسانو شمېر له ۳۴ اوښتی چې له دې شمېر ۹۷۱ کسان مړه شوي او نېږدې ۲۱ زره ترې روغ شوي دي.

XS
SM
MD
LG