د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۵۵

د بشري حقونو څار سازمان: افغانستان کې ملکي وګړي د روانو شخړو اصلي قربانیان دي


د هلمند په جګړه کې بې‌ځایه شوي خلک
د هلمند په جګړه کې بې‌ځایه شوي خلک

د بشري حقونو څار سازمان یوه چارواکې وایي، ملکي وګړي په افغانستان د روانو شخړو اصلي قربانیان دي.

د اسیا په چارو کې د بشري حقونو د څار سازمان مرستیاله پاترېشیا ګاسمن وایي، په افغانستان کې د شخړو دوام په قطر کې د سولې خبرې له ګواښ سره مخ کړې دي.

مېرمن ګاسمن تېر ماښام ازادي راډیو ته وویل، په قطر کې د سولې د خبرو له پیلېدو سره د دې هیلې زیاتې شوې وې چې شخړې به کمې او یو اوربند به وشي.

دې زیاته کړه: "د شخړو مخ په زیاتېدونکی زیاتوالی، د سولې خبرې، بریالیتوب یا هم په‌کې حداقل پرمختګ‌یې له جدي خطر سره مخامخ کوي. موږ د ملکي وګړو په وړاندې د حملو او ګواښونو د زیاتوالي شاهد یو چې البته دغه وضعیت افغانان ډېر اندېښمن کوي."

د اسیا په چارو کې د بشري حقونو د څارسازمان مرستیاله پاترېشیا ګاسمن
د اسیا په چارو کې د بشري حقونو د څارسازمان مرستیاله پاترېشیا ګاسمن

په دې وروستیو کې د هلمند، بدخشان، غور او فراه په ګډون د افغانستان یو شمېر سیمې د خونړیو حملو شاهدې وې چې ملکي وګړو ته د مرګ‌ژوبلې د اوښتو ترڅنګ په زرګونه کسان له خپلو کورونو بې‌ځایه شول.

مېرمن ګاسمن د جګړې له ښکېلو لورو غواړي چې د ولسي خلکو د ژوند د خوندیتوب هڅې وکړي.

مېرمن ګاسمن زیاتوي: "له هلمنده په راپورونو کې موږ نه‌یوازې د طالبانو له‌خوا، بلکې د حکومتي ځواکونو له لوري د ناسنجول شویو بریدونو په اړه د اندېښنې وړ خبرونه لرو چې ډېر ملکي وګړي یو د بل په ډزو کې وژل شوي یا ټپیان شوي دي. د دې لپاره دا یوه بېلګه ده چې د جګړې لوري د ملکي وګړو د ژوند د خوندیتوب لپاره لازم احتیاطي اقدامات نه‌کوي. که طالبان ادعا کوي چې د ولسي خلکو ساتنه کوي، خو موږ تر اوسه په عمل کې له هغوی په دې اړه څه نه‌دي لیدلي."

اوچا: افغانستان کې په ۲۰۲۰ کال کې تر ۲ لکه زیات کسان بې‌ځایه شوي

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه مأموریت یوناما ویلي چې د روان ۲۰۲۰ کال په لومړیو شپږو میاشتو کې له ۲،۲۰۰ زیات ملکي وګړي د طالبانو او افغان ځواکونو ترمنځ جګړو او نښتو کې وژل شوي دي.

د افغانستان حکومت او طالبان یو بل ملکي وګړو ته پر زیان اړولو تورنوي.

د افغانستان د دولت مرکچي پلاوی وایي، د طالبانو له مرکچي پلاوي سره په کتنو کې یې له هغوی د شخړو د کمېدو او د یوه اوربند د ټینګېدو غوښتنه کړې ده، خو طالبانو تر اوسه په دې اړه پرله‌پسې غوښتنې نه‌دي منلي.

زلمی خلیلزاد
زلمی خلیلزاد

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د تېرې دوشنبې په ورځ خبرداری ورکړ چې په دې کچه د شخړو زیاتوالی به د افغان دولت او طالبانو ترمنځ خبرې تر پوښتنې لاندې راولي.

د دواړو لورو مرکچیانو د تېرې سپټمبر میاشتې له ۱۲مې راهیسې په قطر کې غیر منظمې غونډې کوي، خو تر اوسه په دې نه‌دي توانېدلي چې د سولې د خبرو لپاره پر یوې کړنلارې موافقې ته ورسېږي.

XS
SM
MD
LG