افغانستان
دفاع وزارت: پر امام صاحب ولسوالۍ حمله شنډه او تر ۲۰ ډېر طالبان ووژل شول
د افغانستان دفاع وزارت وايي، تېره شپهیې د کندز پر امام صاحب ولسوالۍ د طالبانو حمله شنډه کړه او تر ۲۰ ډېرو طالبانو تهیې مرګژوبله واړوله.
دې وزارت نن په یوه خبرپاڼه کې ویلي، طالبانو غوښتل چې د امام صاحب ولسوالۍ پر ځینو سیمو بریدونه وکړي، خو افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د هوايي ځواک په مرسته د دوی پلان ناکام کړ او درنه مرګژوبله یې ورواړوله.
وسلهوالو طالبانو په دې اړه تر دې دمه څه نهدي ویلي.
له بلې خوا راپورونه وايي چې دفاع وزارت کندز ته یو شمېر کمانډو ځواکونه لېږلي چې په دې ولایت کې د طالبانو د تحرکاتو مخه ونیسي.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
د خبریالانو دساتنې کمیټه افغانستان کې له چارواکو غواړي چې د خبریالانو له ځپنې لاس واخلي
د خبریالانو دساتنې کمیټه،(CPJ)، افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ د پنځمې کالیزې په مناسبت د رسنیو او په ځانګړې توګه د ښځینه خبریالانو د ځپنې د پای ته رسولو غوښتنه کوي.
په نیویارک کې دغه کمیټه له طالبانو دا هم غواړي چې هغه پراخ محدودیتونه دې لرې کړي چې خپلواکو معلوماتو ته د لاسرسي مخه یې نیولې او د تبلیغاتي فضا د پراخېدو زمینه یې برابره کړې ده.
طالبانو دخبریالانو د ساتنې د کمیټې اعلامیې ته غبرګون نه دی ښودلی خو مخکې یې ویلي چې د اسلامي شریعت او ملي ګټو په چوکاټ کې د رسنیو او د خبریالانو د فعالیت ملاتړ ته ژمن دي.
تاجیکستان ددغه هیواد په هوايي حریم د تیري له امله کابل ته احتجاج لیک سپارلی دی
تاجیکستان د بدخشان په سرحدي سیمو کې د نښتو په ترځ کې ددغه هیواد په هوايي حریم د تیري ، د پولې پورې غاړه کورونو ته دزیان اوښتو او دیوه ولسي وګړي د وژل کیدو له امله کابل ته احتجاج لیک سپارلی دی.
د تاجیکستان د بهرنیو چارو وزارت اعلامیه وايی د تاجیکستان پولو ته نږدې وسله والو نښتو ددغه هیواد امنیت ګواښلی او نړیوال قوانین مات کړي دي.
دوشنبه افغانستان کې د طالبانو له حکومت غوښتي چې د پولو درناوی وکړي او د تیریو مخه ونیسي.
په عین حال کې ،د اسیا – پلاس رسنۍ د جمعې په ورځ رپوټ ورکړ چې په ډزو کې په یوه سرحدي کلي کې یوه امیندواره ښځه لګیدلې او مړه شوې ده.
رپوټونه وايي د بدخشان نسی ولسوالۍ کې د طالب ځواکونو او ددوی دیو ناراضي قوماندان جمعه خان فاتح د پلویانو ترمینځ نښتې درې ورځې مخکې پیل شوي دي چې په ترځ کې یې د پنجشنبې په ورځ د طالبانو یوه هیلي کوپټر هم نسکوره شوې ده.
افغانستان کې د طالبانو د حکومت دفاع وزارت تاییدوي چې یوه هیلي کوپټر یې بدخشان کې نسکوره شوې
افغانستان کې د طالبانو د حکومت دفاع وزارت تایید کړه چې یوه هیلي کوپټر یې بدخشان کې نسکوره شوې ده.
ددفاع وزارت څو ساعته مخکې په خپله ایکسپاڼه ولیکل چې دغه الوتکه د ناستې په مهال دیوې تخنیکي تیروتنې له امله نسکوره شوې خو پیښه کې چاته زیان نه دی رسیدلی.
تر دې مخکې سرچینو د ازادي راډیو تاجیکستاني څانګې ته ویلي وو چې هیلي کوپټر په نسی ولسوالۍ کې د طالبانو د ناراضي قوماندان جمعه خان فاتح د پلویانو د ډزو په نتیجه کې نسکوره شوې ده.
سرچینو داهم ویلي وو چې هیلي کوپټر د ټپیانو د انتقال په حال کې وه چې په یوه کور را پریوتله او په پیښه کې د هیلي کوپټر د اوه کسه سپرلیو سربیره په ځمکه هم یو ماشوم مړه شوی او څلور کسه نور ټپيان شوي دي.
د جمعه خان فاتح او طالب ځواکونو ترمینځ نښتې درې ورځې مخکې پیل شوي دي.
په یو بل خبر کې پرون د فیض اباد لپاره د طالبانو د حکومت ښاروال حبیب الرحمن منصور په یوه چاودنه کې چې مسئولیت یې د «افغانستان د ملي مقاومت جبهې» په نامه د طالبانو یوې مخالفې ډلې په غاړه واخیست ووژل شو .
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله د شنبې په ورځ له ایرلنډ سره وروستۍ لوبه لري
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله د شنبې په ورځ د (اګست۱۵مه) له ایرلنډ سره لوبه لري.
لوبه د افغانستان په وخت د ماسپښین په ۳ بجو او ۱۵ دقیقو پیلږي.
دا لوبه د افغانستان او ایرلنډ د کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د یو ورځنیو پنځوس اوریزو لوبو د لړۍ وروستۍ سیالۍ ده.
لوبه د ایرلنډ په سټورمونټ لوبغالي کې ترسره کیږي.
د روانې لوبلړۍ لومړی لوبه د باران له کبله لغوه شوه خو پاتې درې نورې لوبې افغانستان په لوی توپیر وګټلې.
تمه ده د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله د سپټمبر په میاشت کې د هند پر وړاندې د دریو شل اوریزو سیالیو کوربتوب وکړي.
یوناما: طالبان دې د افغانستان د پرمختګ لپاره پر ښځو او نجونو لګیدلي بندیزونه لیرې کړي
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستنیدوی ماموریت یوناما وايي، پر افغانو ښځو او نجونو د لګیدلو بندیزونو لیرې کیدل د افغانستان د سولې او ثبات لپاره مهم اقدام دی.
یوناما نن پنجشنبه د (اګست۱۳مه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي،" پر ښځو او نجونو د طالبانو بندیزونو په نړیواله کچه د افغانستان د پرمختګ او له نورو هېوادونو سره د تعامل مخه نیولې او د هېواد دننه يې د ترهګرۍ د پراخیدو په اړه اندېښنې راپورته کړي دي".
یوناما له طالبانو غوښتي چې پر ښځو لګیدلي بندیزونه لغوه کړي.
د یوناما په بیان راغلي، په وروستیو کلونو کې د امنیت له ښه کیدو سره د بیارغونې او اقتصادي همکاریو زمینه برابره شوې ده.
خو په افغانستان کې د یوناما سرپرسته مرسیتاله جورجیت ګانیون وايي،" سوله یوازې د جګړې د نشتون په مانا نه ده، د افغانستان راتلونکې د داسې ټولنې له رامنځته کیدو سره تړلې ده چې په کې د ټولو افغانانو ظرفیتونه او حقونه خوندي او ادارې ځواب ویونکې او مسولیت منونکې وي".
هغې تاکید وکړ چې پر ښځو او نجونو د بندیزونو دوام به د افغانستان اقتصاد ته سخت زیان ورسوي او په اوږد مهال کې به د افغانانو لپاره نه جبرانیدونکې پایلې ولري.
د طالبانو حکومت تراوسه د یوناما د دې اعلامیې ته غبرګون ښودلی نه دی.
د ماشومانو د ژغورنې سازمان: په هر لسو افغان ماشومانو کې یو تنه يې په شدیدې خوارځواکۍ اخته دی
د ماشومانو د ژغورنې سازمان (Save the Children) وايي،"په افغانستان کې له پنځو کلونو کم عمره په هرو لسو ماشومانو کې یو يې په شدیدې خوارځواکۍ اخته دی".
دغه سازمان نن پنجشنبه پر خپلې ویب پاڼې په یو راپور کې ویلي،" په تیرو څلورو کلونو کې له پنځو کلونو کم عمره ماشومانو کې ۱۴سلنه خوارځواکي زیاته شوې ده".
د دې سازمان په ټکو،" ۳.۷میلیونه له پنځو کلونو کم عمره ماشومان په شدیدې خوارځواکۍ اخته دي".
دغه سازمان د مرستو کمیدل، د روغتیايي کلینیکونو تړل کیدل، لوږه او بې وزلي، د کډوالو راستنیدل او وچکالي په ماشومانو کې د خوارځواکي لوی لاملونه یاد کړې دي.
له دې وړاندې د خوړو نړیوال پروګرام خبرداری ورکړی و چې په افغانستان کې د ماشومانو خوارځواکي بحراني کچې ته رسیدلې ده.
دې سازمان ویلي و،" روغتیایي کارکوونکي له هرو اوو ماشومانو او میندو چې مرستو ته اړتیا لري یوازې یوه کس ته مرستې رسولای شي".
د ملګروملتونو د ښځو څانګه: له هرو لسو افغانو ښځو ۷ تنه يې په رواني ناروغیو اخته دي
د ملګرو ملتونو د ښځو څانګه وايي،"د طالبانو بندیزونو افغاني ښځې او نجونې په رواني ناروغیو اخته کړي".
دغې څانګې پرون چهارشنبې د طالبانو د پنځه کلنۍ په مناسبت په یو راپور کې ویلي،" له هرو لسو ښځو ۷ تنه يې په رواني ناروغیو اخته دي".
په راپور کې وړاندې راغلي،" زده کړو، کار، روغتیايي خدمتونو، په کورنیو کې تاوتریخوالی، له ټولنې لیرې کیدل او نورو اسانتیاو ته نه لاسرسی د ښځو او نجونو د رواني نارغیو لوی لاملونه دي".
د راپور په ټکو،" په افغانستان کې نژدې یولس میلیونه ښځې او نجونې بشري مرستو ته اړمنې دي".
په ۲۰۲۱کال کې واک ته د طالبانو له بیا ستنیدو وروسته نجونې او ښځې له زده کړو او کاره راګرځول شوي دي.
طالبانو په تیرو پنځو کلونو کې د ښځو او نجونو د ژوند پر ډیرو برخو بندیزونه ولګول.
حامد کرزی: خوشحاله یم چې په افغانستان کې پاتې شوی یم
د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي یوې ایټالوۍ ورځپاڼې سره مرکه کې ویلي چې په دې خوشحاله دی چې په افغانستان کې پاتې شوی څو د وضعیت د بهتروالي لپاره کار وکړي.
هغه ویلي چې اوس د پښېمانۍ او پخلاینې وخت دی او هڅه کوي چې مسایلو ته د جمهوریت یا امارت له زاویې ونهګوري.
هغه وړاندې ویلي چې غواړي چې د ګډ ژوند لپاره زمینه برابره شي څو د هېواد د خیر ښېګڼې لپاره کار وشي.
ښاغلی کرزی په دې مرکه کې د ولسواکۍ او په ښځو باندې د محدودیتونو په ارتباط د یوې پوښتنې په ځواب کې وايی: "زدهکړې یوه سیاسي موضوع نهده. که انتخابات وي او که نهوي، ښوونځي باید پرانیستي وي."
حامد کرزی زیاتوي چې په افغانستان کې ټول خلک د ښځو او نجونو د تعلیم مخالف نهدي او په تعلیم او ادبیاتو کې د رابعه بلخي، ګوهرشاد بېګم، نازو انا او عایشه دراني په تاریخي ونډو استدلال کوي.
کوریر دوله سیرا ورځپاڼه وايي چې حامد کرزی د طالبانو تر واک لاندې کابل کې عملاً نظربند اوسي او له میلان څخهیې دغه انلاین مرکه ورسره له ۶ میاشتې انتظار وروسته ترسره کړې ده.
په تالهوبرفک کې د اوبو پر سر شخړه؛ څلور کسان وژل شوي
بغلان کې د طالبانو پولیس وايي، تالهوبرفک ولسوالۍ کې د کرنیزو اوبو د کارولو پر سر د دوو کورنیو ترمنځ په وسلهواله نښته کې څلور کسان وژل شوي او یو بل ټپي شوی دی.
د بغلان امنیه قوماندانۍ د چهارشنبې په ورځ، د زمري په ۲۱مه، پر خپله اېکسپاڼه ویلي چې دا پېښه د تالهوبرفک په دیوالک سیمه کې شوې ده.
په خبرپاڼه کې د نښتې د رامنځته کېدو د وخت په اړه جزئیات نهدي ورکړل شوي.
دا په داسې حال کې ده چې ملګرو ملتونو تر دې مخکې خبرداری ورکړی و چې افغانستان له هغو هېوادونو څخه دی چې د اوږدې وچکالۍ له اغېزو سخت زیانمن شوي دي.
افغانستان د هند پر وړاندې د شلاوریزو لوبو کوربهتوب کوي
افغانستان به د سپټمبر په میاشت کې د هند پر وړاندې د درې شلاوریزو (ټي۲۰) سیالیو کوربه وي، خو دغه لوبې به د هند په ډهلي ښار کې د ارون جېټلي لوبغالي کې ترسره شي.
افغانستان په وروستیو کلونو کې خپلې ډېری کورنۍ لوبې په متحده عربي اماراتو کې ترسره کړې دي.
په ۲۰۲۱ کال کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د امنیتي اندېښنو له امله لا هم په افغانستان کې نړیوالې کرکټ لوبې نهدي پیل شوي.
د افغانستان د کرکټ بورډ مشر میرویس اشرف هند د دغو سیالیو لپاره مناسب ځای بللی دی.
د هند د کرکټ بورډ مشر هم د افغانستان د کرکټ د ملاتړ پر دوام ټینګار کړی دی.
هند او افغانستان وروستی ځل د جون په میاشت کې مخامخ شوي وو.
هند په ټېسټ لوبه کې او وروسته په یو ورځنیو سیالیو کې بریا خپله کړه، په ټېسټ کې یې د ۳۰۰ منډو په توپیر او په یو ورځنۍ لوبلړۍ کې یې ۳-۰ بریا ترلاسه کړه.