د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۶

سولې وزارت: له قطره د سولې مرکچي پلاوي ۴ غړي بېرته هېواد ته راغلي


قطر کې د بین الافغاني خبرو پرانیستغونډې یو انځور - 12.9.2020
قطر کې د بین الافغاني خبرو پرانیستغونډې یو انځور - 12.9.2020

د سولې په چارو کې د افغان دولت وزارت وايي، د سولې مرکچي پلاوي ۴ غړي بېرته هېواد ته راغلي.

د سولې په چارو کې د دولت وزارت وايي، د افغان حکومت مرکچي پلاوي څلور غړي سید سادات منصور نادري، فوزیه کوفي، حکیم الله نقیبي او متین بیګ د شخصي ستونزو له امله د لنډې مودې لپاره افغانستان ته راغلي.

د دې وزارت سلاکار ازادي راډیو ته وویل، دسولې د مرکچي پلاوي راغلي غړي د خپلو شخصي او کاري ستونزو له امله افغانستان ته راغلي او ممکن د څو ورځو په تېریدو سره بېرته قطر ته ستانه شي.

عزیز الله فضلي
عزیز الله فضلي

عزیز الله فضلي وویل: "څلور کسه، ښاغلی نقیبي هم راستون شوی دی، متین بیګ په تخار کې د وروستیو پېښو له امله چې د دوی ځینې دوستان په کې زیانمن شوي د هغو لپاره راغلی دی، د اغلې کوفي د راتګ لامل په هکله معلومات نه لرم او د سولې په چارو کې د دولت وزارت مشر سید سادات منصور نادري ممکن د وزارت نیمګړو کارونو د بشپړولو لپاره راغلی وي."

نوموړی زیاتوي، د افغان حکومت مرکچي پلاوي ترڅنګ افغانستان کې د وروستیو جګړو له امله د طالب جنګیالیو هغه خپلوان چې مذاکراتو کې و، هغوي هم رخصتي کړې.

خو په قطر کې د طالبانو د فرهنګي کمېسیون مرستیال احمدالله وثيق د ښاغلي فضلي دا خبره ردوي او وايي، چې د دوی له لوري هیڅ یو غړی هم خپل کور ته نه دی تللی.

په ورته وخت کې د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا غړی هم د افغان حکومت مرکچي پلاوي د راتګ خبره تاییدوي.

خو ښاغلی دین محمد وايي، د دې څلورو غړو راتګ د بین الافغاني خبرو پر بهېر اغېز نه لري، ځکه چې اصلي څېرې لا هم په قطر کې د خبرو بهیر پر مخ بیایي.

حاجي دین محمد
حاجي دین محمد

هغه زیاته کړه: "خبرو ته زیان نه رسوي، ځکه هلته په بنسټیز توګه نادر نادري، ستانکزی صیب خبرې کوي، دا خلک یو څه نور کسان دي چې هغوی په مذاکراتو کې اغېز لري، دا خلک چې راغلي زه یقین لرم چې پر مذاکراتو به خاص تاثیر و نه کړي."

دا په داسې حال کې ده چې نږدې دوه میاشتې وړاندې، د افغان حکومت مرکچي پلاوی قطر ته له طالبانو سره د بین الافغاني خبرو د پیل په موخه ولاړ، خو لا تر اوسه د دواړو لوریو ترمنځ د مذاکراتو پر لومړنیو خبرو هوکړه نه ده شوې.

XS
SM
MD
LG