د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۰۷

د ناامنیو پر زیاتوالي اندېښنې؛ د ملي شورا 'کاکس' ډلې اوربند وغوښت


د افغانستان ولسي جرګه
د افغانستان ولسي جرګه

د افغانستان د ملي شورا د ښځنیه غړیو ډله یا "کاکس" په دې هېواد کې د وروستیو ناامنیو او سولې د مذاکراتو په اړه خپلې اندېښنې له نړیوالو سره شریکې کړې.

د افغانستان ملي شورا د ولسي جرګې او مشرانو جرګې د ښځینه غړیو ډله یا کاکس او د ښځو بشري حقونو کمېسیونونه اندېښمن دي او له طالبانو د اوربند غوښتونکي دي.

دوی د امریکا متحده ایالتو ګانګرس، د اروپایي ټولنې پارلمان او د قطر حکومت ته یو لیک استولی او خپلې اندېښنې او غوښتنې یې په کې شریکې کړي دي.

محبوبه رحمت
محبوبه رحمت

د ولسي جرګې د ښځو کمېسیون منشي او د دغه کاکس غړې محبوبې رحمت په دې اړه ازادي راډيو ته وویل: "د کاکس او پارلمان د ښځو غوښتنه دا ده چې د ټولو غوښتنې په ځانګړې توګه د مظلومو افغان ښځو چې په دې دومره کلونو کې یې زیات زحمتونه ګاللي دي پوره شي، نو د همدې لپاره مو له امریکا او اروپایي ټولنې او ټولنه نړیواله ټولنه دې د افغان ښځو غوښتنو ته لومړیتوب ورکړي."

په دغه لیک کې لیکل شوي چې د سولې خبرې داسې مهال روانې دي چې افغانان د جګړو او تاوتریخوالي شاهدان دي، همدارنګه ویل شوي چې ټول افغانان اوربند غواړي.

په دې لیک کې راغلی چې په هلمند ولایت کې جګړې ۳۵ زره خلک بې کوره کړل او د ننګرهار په غني خېلو ولسوالۍ کې برید ۴۰۰۰ ماشومان له زده کړو بې برخې کړل.

هلمند کې د وروستیو جګړې له امله بې ځایه شويو خلکو یو انځور
هلمند کې د وروستیو جګړې له امله بې ځایه شويو خلکو یو انځور

په یاد کې لیک کې اضافه شوي چې د امریکا او طالبانو د توافق له مخې چې د فبرورۍ په ۲۹ نېټه شوی باید په افغانستان کې تاوتریخوالي کم شي.

په دغه لیک کې د ملي شورا د ښځو کاکس غړو د سولې د مذاکراتو په لړ کې د افغان ښځو د حقونو په اړه هم اندېښنه مطرح کړې او ټينګار یې کړی چې حقونه او لاسته راوړنې دې بابېزه ونه ګڼل شي.

په قطر کې د افغان دولت د سولې مرکچي پلاوي غړې فوزیه کوفي وایي په کار ده چې د نړیوالو د ملاتړ تر څنګ په هېواد دننه هم د ښځو له حقونو دفاع وشي.

فوزیه کوفي
فوزیه کوفي

هغې زیاته کړه: "مهمه ده چې د نړیوالو ملاتړ اوسي، هغه هېوادونه چې د افغانستان د سولې په پروسه کې ښکېل دي د ښځو له حقونو دفاع وکړي، د دې تر څنګ مهمه ده چې ملي ملاتړ هم واوسي، د حکومت، سیاسي مشرانو له لوري د ښځو د حقونو مسلې ته لومړیتوب ورکړل شي او منحصر په دې نه وي چې یوازې ښځې دې د ښځو له حقونو دفاع وکړي، بلکې ټول هغه کسان چې په افغانستان کې ژوند کوي دا مسئله دې له دې اړخه وګوري چې د ښځو پرمختګ د ټولو ارزښتونو پرمختګ دی."

تر دې مخکې هم د ملي شورا د ښځو دغې ټولنې د امریکا ګانګرس ته ورته لیک استولی و او له طالبانو سره د افغان دولت د سولې د مذاکراتو کې د ښځو د ونډې او د نولس کلونو لاسته راوړنو په اړه یې خپلې اندېښنې شریکې کړې وې، هغه لیک چې ځواب شوی و او په کې د افغان سولې په بهیر کې د دوی د حقونو د ټینګښت په برخه کې د همکارۍ ژمنه شوې وه.

بلخوا طالبان وایي د اسلام په رڼا کې د ښځو حقونو ته ژمن دي.

د دغې ډلې ویاند ذبیح الله مجاهد ازادي راډيو ته د ملي شورا د ښځو دغې ټولنې د لیک په اړه وویل چې د اسلام احکامو په رڼا کې او د یوې خوندي فضا رامنځته کول د افغان ټولنې او ښځو لپاره یوه اړتیا ده او دوی ورته ژمن دي.

خو دوی نه ده واضح کړې چې له اسلامي احکامو په رڼا کې د ښځو له حقونو کوم تعریف کړي.

تر اوسه د افغان ښځو دغه لیک ته د امریکا ګانګرس د اروپایي ټولنې پارلمان او د قطر دولت څه نه دي ویلي خو وړاندې دغو هېوادونو په ځانګړې توګه امریکا د افغان سولې بهیر کې د لاسته راوړنو او ټولو اتباعو د حقونو پر ساتنه ټينګار کړی دی.

XS
SM
MD
LG