افغانستان
هلمند کې ایمرجنسي روغتون د نورو ټپيانو او ناروغانو د منلو وړتیا نهلري

یوې روغتیايي ادارې خبرداری ورکړی چې د هلمند ولایت په مرکز لښکرګاه کې د ایمرجنسي روغتون د نورو ټپيانو او ناروغانو د منلو وړتیا نهلري.
په هلمند کې د ایمرجنسي پروګرام هماهنګ کوونکي مارکو پونتین اسوشیټډ پرس خبري اژانس ته ویلي چې په هلمند ولایت کې وضعیت تر اوسه ډېر خراب دی.
هغه زیاته کړه: "په وضعیت کې هېڅ ډول پرمختګ نهوینو. جګړه دوام لري او لارې بندې دي. ماینونه ځای پر ځای شوي دي. د خپلو همکارانو د ملاتړ لپاره راغلی یم."
له هلمنده وېډیوګانې او عکسونه ښکاروي چې ټپيان او ناروغان د هلمند د ایمرجنسي روغتون انګړ ته ایستل شوي ځکه د ودانۍ دننه کافي ځای نهشته.
طالبانو ۱۰ ورځې مخکې د لښکرګاه ښار پر څو ولسوالیو بریدونه پيل کړل. د دغو حملو په نتيجه کې زرګونه کسان بېځایه شول او د ښار مرکز تهیې پناه یووړه.
طالبان وايي، یوازې يې پر هغو سیمو حمله کړې چې مخکې افغان ځواکونو له دوی نیولې وې.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
په لغمان کې د ترافیکي له کبله دوه کسان مړه او ۷ نور ټپیان دي

د کابل- جلال اباد پر لویه لار د ترافیکي پېښه له کبله دوه کسان وژل شوي او ۷ نور ټپیان دي.
د لغمان د امنیې قومندانۍ په یوې خبرپاڼه کې کې ویلي، "پېښه تیره شپه د لغمان د اووم نمبر شهرا سیمه کې رامنځته شوې ده".
په خبرپاڼه کې ویل، ټپیان د ننګرهار ولایتي روغتیا ته انتقال شوي او روغتیايي وضعیت يې د ډاډ وړ دی .
له دې وړاندې د کب په دریمه د کابل-کندهار پر لویه لاره د باروړونکې ټیلر او یو کوچني موټر د ټکر له کبله ۷ کسان مړه او څلور نور ټپیان شوي وو.
ویجاړ سړکونه، د موټر چلوونکو له خوا د ترافیکو اصولو نه رعایت او په لویو لارو کې د ترافیکي نښو نه شتون په دې وروستیو کې د ډیرو ترافیکو پېښو لاملونه دي.
د روغتیا نړیوال سازمان: د امریکا د مرستو بندیدل د روغتیا په برخه کې یونیم میلیون افغانان اغیزمن کړي دي

د روغتیا نړیوال سازمان (ډبلیو اچ او) او هیلټ کلسټر وايي، د امریکا د مرستو په بندیدو سره په افغانستان کې د ۱۶۷ روغتیايي مرکزونو فعالیتونه ځنډلي او یا هم دا مرکزونه تړل شوي دي.
دې ادارو په هغه راپور کې چې پرون پنجشنبې پر ریلف ویب خپور کړی ویلي،" د افغانستان په ۲۵ولایتونو کې د دې روغتیايي مرکزونو په تړل کیدو سره یونیم میلیون کسان اغیزمن شوي دي".
په راپور کې تر ټولو زیانمنې سیمې د افغانستان خیتځ یاد شوی چې تر پنځوس سلنه ډیر روغتیايي مرکزونه په کې تړل شوي دي.
د دغو ادارو په ټکو، تړل شویو روغتیايي مرکزونو د بیړینو بشري پروژو مرستې ترلاسه کولې.
ډبلیو اچ او او هیلټ کلسټر په داسې حال د دې روغتیايي مرکزونو د تړل کیدو خبره کوي چې لا د مخه د افغانستان په لیرو پرتو سیمو کې خلکو روغتیايي امکاناتو ته د نه لاسرسي څخه شکایت درلوده.
اوچا: د ملګروملتونو د بیړني غبرګون صندوق ۱۹ میلیونه ډالر د افغانستان لپاره ځانګړي کړي دي

د ملګروملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره اوچا وايي، د دې سازمان د مرکزي بیړني غبرګون صندوق ۱۹میلیونه ډالر افغانستان سره د مرستې لپاره ځانګړي کړي دي.
په هغې ویډيو کې چې اوچا پرون پنجشنبې پر خپلې ایکس پاڼې/پخواني ټویټر خپره کړې د یوناما مرستیال انډریکا رټواټه ویلي،" په ۲۰۲۵کال کې نژدې ۲۳میلیونه افغانان د ژوندۍ پاتې کیدو لپاره بشري مرستو ته اړتیا لري".
رټواټه وړاندې د ملګرو ملتونو د مرکزي بیړۍ غبرګون صندوق څخه مننه کړې او ویلي دي دغه پیسې به افغانستان کې اړمنو خلکو ته د لومړنیو مرستو په رسولو ولګوي.
له دې وړاندې د اوچا په ګډون یو شمیر نورو نړیوالو سازمانونو ویلي وو، د افغانستان سم نیمي نفوس بشري مرستو ته اړمن دی چې د دې سازمانونو په ټکو اړمنو افغانانو ته د بشري مرستو رسولو لپاره د کافي بودیجې له کمښت سره مخ دي.
یونسکو په پاریس کې د افغانو ښځو د وضعیت په اړه ناسته جوړوي

یونسکو نن جمعه په پاریس کې د افغانو ښځو او نجونو د وضعیت په اړه ناسته جوړوي.
د ملګروملتونو تعلیمي، علمي او کلتوري ادارې (یونسکو) په هغې بیان کې چې د دې ادارې پر ویب پاڼې خپور شوی ویلي، "د ناستې موخه د افغانو ښځو او نجونو د حقونو په ځانګړې توګه د زده کړې حق او هغوو ازادیوو په اړه د نړیوالو خبرول او ملاتړ ترسره کول دي چې افغاني ښځې او نجونې ترې محرومې شوي دي".
یونسکو ویلي، د دې ناستې په جوړولو سره غواړي د نړۍ پام د افغانو ښځو او نجونو وضعیت ته راوړوي.
که څه هم د یونسکو په بیان کې د ناستې د ګډونوالو په اړه څه ویل شوي نه دی، خو دا ناسته په داسې حال کې جوړیږي چې سبا شنبې د مارچ اتمه د ښځو نړیواله ورځ ده.
د دې ورځي په مناسبت له افغانستانه د باندې د ښځو د حقونو یو شمیر ملاتړي سازمانونه او ادارې د افغان ښځو د حقونو د فعالانو په ګډون ناستې جوړوي چې موخه يې په افغانستان کې د طالبانو له خوا پر ښځو او نجونو د محدویتونو لیرې کیدل او نړیوالو ته د افغان ښځو غږ رسول وي.
پاکستاني پوځیانو څلور افغانانو د ترهګرۍ بریدونو په تور نیولي

د راپورونو په اساس دا کسان پرون په یو لړ عملیاتو کې د بلوچستان په توبه کاکړي سیمه کې له کلاشینکوفونو، لاسي بمونو او نورو مهماتو سره یوځای نیول شوي.
دغو کسانو اعتراف کړی چې ګواکې په پاکستان کې یې د ترهګرۍ بریدونو پلان درلود.
نه دي ویل شوي چې دغو کسانو په څه ډول شرایطو کې اعتراف کړی.
پاکستاني چارواکو مخکې هم په دغه هېواد کې په ترهګرۍ پېښو کې د افغان اتباعو د ښکېلتیا په اړه تورونه لګولي.
طالب چارواکو د دې وروستۍ پېښې په تړاو څه نه دي ویلي خو مخکې يې دا رد کړې چې ګواکې د پاکستان په نا امنیو کې افغان اتباع ښکېل دي یا له افغانستانه څوک د بریدونو لپاره ور اوښتي دي.
د ملګرو ملتونو سرمنشي د افغانستان د وضعیت په اړه راپور وړاندې کوي

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریش د افغانستان د وضعیت او پر نړیوالې سولې او امنیت د هغو د اغېزو په اړه راپور ورکوي. ښاغلی ګوتیریش په هرو دریو میاشتو کې د افغانستان د وضعیت او په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) د ماموریت په اړه راپور وړاندې کوي.
اوسنی راپور چې ملګرو ملتونو نن په خپله پاڼه خپور کړی له سیاسي تحولاتو نیولې تر امنیت، بشري حقونو، مرستو او د یوناما په ملاتړ باندې څرخیږي.
په راپور کې ویل شوي چې اوسنیو افغان چارواکو طبي زده کړو ته د ښځو د لاسرسي په اړه نوي محدودیتونه لګولي او د "امرباالمعروف او نهی عن المنکر" قانون په پلي کولو سره یې د ښځو ژوند لا محدود کړی.
په ۲۰۲۱ کال کې، وروسته له هغه چې طالبانو د افغانستان کنټرول واخیست، دوی د شپږم ټولګي څخه پورته نجونې له زده کړو منع کړې.
طالبانو همداراز ښځې په غیر دولتي موسسو کې له کاره منع کړې او په دولتي ادارو کې یې هم پر کارونو ګڼ بندیزونه ولګول. دوی تر هغه مخکې ښځې له پارکونو، عمومي حمامونو، تفریح ځایونو او له محرم پرته د اوږده واټن له سفر منع کړې.
د طالبانو محدودیتونه که څه هم نړیوالې ټولنې په پراخه کچه غندلي خو د دوی چارواکو لا د خپلو پالیسیو په بدلولو کې کوم نرمښت نه دی ښوولی.
ایف.بي.آی د کابل هوایي ډګر خونړي برید د طراح تازه انځور خپور کړی دی

د امریکا د فدرالي څیړنو د ادارې ( ایف.بي.آی) مشر کش پټېل تېره شپه ناوخته د داعش خراسان څانګې د غړي، چې د دوی د ادعا له مخې د کابل د هوایي ډګر د برید یو طراح دی، انځور خپور کړی.
پټيل پر خپله ایکس پاڼه/ پخواني ټویټر له دغه انځور سره لیکلي چې محمد شریف الله تېره شپه امریکا ته رسیدلی او د عدالت منګولو ته سپارل کیږي.
د کابل هوایي ډګر په ابي دروازه کې د ۲۰۲۱ کال د اګست په شپږویشته، له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د تخلیې پر مهال، خونړی برید وشو چې ۱۳ امریکایي سرتیري او ۱۷۰ افغانان یې ووژل.
د برید مسولیت هغه مهال داعش وسله والې ډلې ومانه.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وړمه شپه ګانګرس ته د وینا پر مهال له پاکستانه مننه وکړه چې د داعش دغه غړی یې نیولی دی.
که څه هم ښاغلي ټرمپ د داعش د دغه غړي هویت په ډاګه نه کړ، خو تېره ورځ د پاکستان صدر اعظم شهباز شریف وویل چې دغه کس د افغانستان تبع دی.
د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد بیا وویل، په پاکستان کې د داعش د غړي نیول، د دې ښکارندویي کوي چې داعش پاکستان ته پنا وړې او هلته یې ځالې جوړې کړې دي.
د بښنې نړیوال سازمان د زده کړو د فعال وزیر خان د سملاسي خلاصېدو غوښتنه وکړه

د بښنې نړیوال سازمان په کابل کې د زده کړو د فعال وزیر خان د نیولو په اړه اندیښنه ښودلې او د هغه د سملاسي خوشې کېدو غوښتنه یې کړې ده.
دغه سازمان د چهارشنبې په ورځ ( د کب ۱۵مه) پر خپله ایکس پاڼه/ پخواني ټویټر لیکلي، یوه اونۍ کیږي چې د طالبانو استخباراتو دغه فعال نیولی، خو زیاته کړې ده چې کورنۍ یې د هغوی د ځای ځایږي په اړه معلومات نه لري.
وزیرخان په افغانستان کې د نجونو او هلکانو د زده کړو لپاره کمپاینونه کول او د خپلو فعالیتونو انځورونه یې پر خپلو ټولنیزو پاڼو خپرول.
سازمان د طالبانو له حکومته غوښتي چې دغه فعال سملاسي او له کوم شرط پرته خوشې کړي.
طالبانو تراوسه د هغه د نیولو په اړه رسمي تبصره نه ده کړې.
د هغه د کورنۍ غړو دوه ورځې وړاندې ازادي راډیو ته ویلي وو چې د وزیر خان د وضعیت په اړه اندیښنه لري او هیڅوک یې د حال په اړه معلومات نه ورکوي.
د اتلانو جام دویمه نیمه پایلوبه، نیوزلنډ جنوبي افریقا ته ۳۶۳ هدف ورکړ

د کریکټ د اتلانو جام ( چمپینز ترافۍ) دویمه نیمه پایلوبه کې نیوزلنډ د جنوبي افریقا لوبډلې ته د ۳۶۳ منډو هدف ورکړ.
د لوبې پچه نیوزیلند وګټله او د ټولو اورونو په لوبېدو او د شپږو لوبغاړو په سوځېدو یې دومره منډې وکړې.
د نیوزلنډ لوبډله به وروسته خپل بیټینګ پيلوي، خو د دومره لوی هدف پوره کول به ورته ګران پریوزي.
د نن ورځې بریالۍ لوبډله به د راتلونکې یکشنبې په ورځ ( د مارچ په نهمه) له هند سره پایلوبه ولري.
هند پرون استرالیا ته په څلورو ویکټو ماته ورکړه او پایلوبې ته یې لاره پيدا کړه.
د تورخم په نننۍ نښته کې دوه افغان خبریالان ټپیان شوي

د تورخم په نننۍ جګړه کې دوه افغان خبریالان ټپیان شوي دي.
په تورخم کې یو سیمه ییز خبریال نن چهارشنبه ازادي راډیو ته وویل، په نننۍ جګړه کې د ټپي شویو خبریالانو وضعیت نازک دی.
دوی کې یو د پژواک خبریال محمد شینواری او بل د حریت په نوم د یوې ویب پاڼې خبریال عزیزالحسن نعماني دی.
دوی هلته له سیمې راپور چمتو کاوه چې د هاوان مرمۍ باندې ټپیان شول.
په تورخم کې نن غرمه مهال یو ځل بیا د پاکستاني او طالب د پوله ساتو ځواکونو ترمنځ جګړه پیل شوې وه.
د فبرورۍ له ۲۱مې راهیسې له کله چې په تورخم کې د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ د مورچلو د جوړولو پر سر شخړه جوړه شوې، دا دریم ځل دی چې یو پر بل د سپکو او درنو وسلو بریدونه کوي.
د جګړې په لومړۍ ورځ پاکستان خواته د ځینو ملیشه سرتیرو د ټپي کېدو راپورونه خپاره شول.
طالبانو ویلي، د دوی یو سرتیری جګړه کې وژل شوی او یوشمېر نور برسیرن ټپیان دي.