د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۱۹

خلیلزاد د طالبانو وروستۍ اعلامیې او د تاوتریخوالو دوام ته غبرګون ښودلی


د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد
د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد

د افغانستان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي خبرداری ورکړی چې د تاوتریخوالي د لوړې کچې دوام کولای شي د سولې بهیر ته ګواښ پېښ کړي.

زلمي خلیلزاد نن په یو لړ ټویټونو کې د طالبانو وروستۍ اعلامیې ته هم غبرګون ښودلی دی.

طالبانو په هلمند او فراه کې پر دوی د امریکا هوایي بریدونه د دوحې له تړونه سرغړونه بللې او خبرداری یې ورکړی چې د عواقبو پړه به‌یې پر امریکایانو وي.

زلمي خلیلزاد ویلي، د سرغړونو په اړه بې بنسټه تورونه او تحریک کوونکې څرګندونې د سولې د پرمختګ لامل نه کېږي.

ده ویلي، د دغو خبرو پر ځای باید د امریکا او طالبانو د تړون او دغه راز د امریکا او افغان حکومت د ګډې اعلامیې عملي کولو ته پام وشي.

خلیلزاد لیکلي، تاوتریخوالي له ډېر وخته افغانانو ته عذاب ورکړی او د ده په ټکو "د غور غميزه" یې وروستۍ بېلګه ده.

غور کې پرون د امنیه قومنداني ودانۍ ته نږدې موټر بم چاودنې لږترلږه ۱۵ ملکیان ووژل او له سلو زیات نور یې ټپیان کړل.

خلیلزاد خبرداری ورکړی چې د زیاتېدونکي تاوتریخوالي دوام کولای شي د سولې بهیر او په دې اړه هوکړه له ګواښ سره مخامخ کړي.

ده ویلي، وروستیو کې د تاوتریخوالي په کمښت ټینګار وشو، خو په خبره یې افغانستان کې د تاوتریخوالي کچه خواشینونکې ده.

خلیلزاد لیکلي، دا باور ډېر خطرناک دی چې طالبان دې په تاوتریخوالي سره د سولې خبرو کې د ډېر امتیاز په لټه کې وي.

XS
SM
MD
LG