د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۶

'افغانستان کې تاوتریخوالی او د المصري وژل د سولې خبرې له ګواښ سره مخامخوي'


بهرنۍ ورځپاڼې
بهرنۍ ورځپاڼې
  • لاس انجلس ټایمز

لاس انجلس ټایمز ورځپاڼې د ملي امنیت له‌خوا د القاعده شبکې د یوه کلیدي کس پر وژلو یو مطلب خپور کړی او لیکلي یې دي، حسام عبدالروف د هغو کسانو په نوملړ کې و چې د امریکا د فدرالي پولیسو تر تعقیب لاندې دي.

حسام عبدالروف چې جګړه‌ییزو فعالیتونو کې په ابو محسن المصري مشهور و، د ملي امنیت د معلوماتو له مخې په غزني کې د ځانګړو ځواکونو په عملیاتو کې وژل شوی دی.

لاس انجلس ټایمز لیکلي، افغانستان کې تاوتریخوالی او د المصري د وژلو ادعا د سولې مخامخ خبرې له ګواښ سره مخامخوي.

ورځپاڼې دا اندېښنه دې ته په کتو ښودلې چې د غزني د ولایتي شورا مرستیال امان‌الله کامراني له کومو ښکاره شواهدو پرته ورته ویلي چې د القاعده شبکې دغه غړي ته طالبانو پټن ځای ورکړی و.

که چېرې طالبانو رېښتیا هم داسې کار کړی وي، دا یې له هغې ژمنې خلاف دی چې د دوحې په تړون کې یې امریکا ته ورکړې ده.

په مطلب کې راغلي، سم لاسي القاعده شبکې، ناټو او د امریکا فدرالي پولیسو د المصري د وژلو د ادعا په اړه تبصره نه‌ده کړې.

لاس انجلس ټایمز لیکلي چې د امریکا فدرالي څارنوالانو ۲۰۱۸ کال کې د المصري د نیولو حکم ورکړ او له هماغه وخته د پولیسو د تعقیب لاندې کسانو په لست کې شامل شو.

دغه لست کې دا مهال ۲۷ نور کسان هم شامل دي.

ورځپاڼې د المصري لنډې بیوګرافي ته کتنه کړې او لیکلي یې دي، دغه کس ۱۹۵۸ کال کې مصر کې زیږیدلی او ۱۹۸۶ کال کې هغه مهال له مجاهدینو سره یوځای شو چې دغه ډله د پخواني شوروي اتحاد په وړاندې جنګېده.

  • واشنګټن پوست

واشنګټن پوست ورځپاڼې بیا په افغانستان کې د جګړې پر تودېدو یوه لیکنه خپره کړې او لیکلي یې دي چې طالبانو د افغانستان په ۲۴ ولایتونو کې جګړې او ماین چاودنې زیاتې کړې دي.

په مطلب کې راغلي، داسې حال کې چې قطر کې د سولې خبرې روانې دي، د طالبانو بریدونه دا معنا ورکوي چې دغه ډله وښيي هر ځای کې جګړه کولای شي.

ورځپاڼې د افغان دولت د مرکچي پلاوي د یوه غړي په حواله چې نوم یې نه‌دی اخیستی ویلي، طالبان د دوحې په خبرو کې د جګړې پای ته هېڅ بېړه نه‌لري، بلکې د ده په خبره طالبان د وخت ضایع کولو او وژلو ته دوام ورکوي.

په مطلب کې راغلي، ټول خلک او ان دیني علما د طالبانو بریدونه غندي، خو واشنګټن پوست د طالبانو د ویاند ذبیح‌الله مجاهد وروستۍ مرکې ته اشاره کړې او لیکلي دي، دغه ډله د افغانستان حکومت د بهرنیو لاسپوڅی ګڼي او په وړاندې یې جګړه روا بولي.

واشنګټن پوست لیکلي، افغانان د ډونالډ ټرمپ وروستی هغه ټویټ اندېښمن کړي چې ویلې یې دي، د همدې کال تر پایه خپل ټول ځواکونه له افغانستانه باسي.

د ورځپاڼې په وینا، د ځایي چارواکو او ولسي خلکو یوه وېره دا ده چې د امریکایانو په وتلو سره به طالبان ډېرې سیمې لاندې کړي او جګړه به لا توده شي.

XS
SM
MD
LG