د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۳۱

ګرانډي: د جنیوا غونډه کې به ووایم چې لاهم میلیونونه افغانان بشري مرستو ته اړ دي


د جوزجان بې ځایه شوي کورنۍ
د جوزجان بې ځایه شوي کورنۍ

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو سازمان د عالي کمېسارۍ رئیس افغانستان ته د سفر پر څلورمه ورځ په دغه هېواد کې د تاوتریخوالي په زیاتېدو اندېښنه وښوده او ویې ویل چې افغانستان اوس هم د نړۍ په کچه زیات کورني بې ځایه شوي کډوال لري.

فیلیپو ګراندي د سې شنبې (د لړم ۲۷مه) په ورځ کابل کې خبریالانو ته وویل چې په دوحه کې د سولې خبرو د انسانانو ژوند ژغورنې او بې ځایه شوېو بدبختي له منځه تلو لپاره یو تاریخي فرصت رامنځ ته کړی.

نوموړي وویل چې د میلیونونو افغانانو راتلونکی او د افغانستان د بیارغونې او پراختیا لپاره د نړیوالې ټولنې ژمنې د سولې په خبرو پورې اړه لري.

ښاغلي ګرانډي زیاته کړه، دی به د جنیوا په غونډه کې چې په راتلونکو څو ورځو کې جوړه شي، خبرې وکړي او نړیوالو ته به دا ووايي چې د کورنیو بې ځایه شوېو په ګډون میلیونونه افغانان بشري مرستو ته اړتیا لري.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو سازمان د عالي کمېسارۍ رئیس فیلیپو ګرانډي
د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو سازمان د عالي کمېسارۍ رئیس فیلیپو ګرانډي

دی وايي: "زه فکر کوم، هغه پیغام چې زه به یې د جنیوا غونډې ته له ځان سره یوسم، دا ده چې په لنډ مهال کې د کورنیو بې ځایه شوېو په ګډون میلیونونه افغانان بشري مرستو ته اړتیا لري چې خوراکي توکي، پاکې اوبه، روغتیايي خدمتونه او سرپنا په کې شامل دي."

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ رئیس له پاکستان او ایران څخه وغوښتل چې د افغان کډوالو د اېستلو په برخه کې له زغمه کار واخلي، خکه د ده په خبره دا چې دوی په داوطلبانه ډول نه راستنېږي بیا به کډوال شي.

ښاغلي ګرانډي د افغانستان له خلکو سره د ملګرو ملتونو د سازمان د مرستو د لړۍ له غځېدو خبر ورکړ او ویې ویل چې د دولت او د دغه سازمان له نورو شریکانو سره د کار د دوام هدف افغان کډوالو او په دغه هېواد کې میلیونونو کورنیو بې ځایه شویو ته د بنسټیزو حل لارو رایستل دي چې په هغو سیمو کې چې لومړیتوب لري پایښتي پانګونه او له ټولنې سره د دوی یوځای کول دي.

ده وویل چې ډېری بې ځایه شوي کورنۍ نه شي کولای چې خپلو اصلي مېنو ته ستانه شي چې په کار ده د استوګن ځایونو په جوړولو او نورو د پام وړ اړتیاوو په برابرولو کې ورسره مرسته وشي.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د ادارې د شمېرو له مخې دا مهال افغانستان څلور میلیونه بې ځایه شوي کورنۍ لري چې یوازې په روان میلادي کال کې دوه لکه او اویا زرو زیات کسان د بېلابېلو ستونزو له امله له خپلو سیمو بې ځایه شوي دي.

د ملګرو ملتونو د سازمان دا چارواکی وايي چې له ولسمشر غني د ده له لومړي مرستیال، د یو شمېر وزیرانو او ډیپلوماتانو او د ملي مصالحې د عالي شورا له رئیس سره یې هم کتلي او د افغان کډوالو او بې ځایه شوېو د ستونزو په اړه یې دوی سره خبرې کړي دي.

XS
SM
MD
LG