د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۳۷

دوحه کې د بین‌الافغاني مذاکرو د کړنلارې د نهايي کېدو په اړه ضد و نقیضې څرګندونې


قطر کې یو شمېر طالب مرکچيان
قطر کې یو شمېر طالب مرکچيان

د بین‌الافغاني مذاکرو د کړنلارې پر نهايي کېدو، په قطر کې د افغان دولت او طالبانو د مذاکره کوونکو له‌خوا ضد و نقیض څرګندونې شوې دي.

که څه هم په قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر وايي، د افغانانو د خپلمنځي مذاکرو پر ټوله کړنلار موافقه شوې ده، خو افغان دولت وايي اختلافي ټکي لا هم حل شوي نه‌دي.

د دولت مذاکره کوونکي وايي د مذاکرو د کړنلارې پر ۲۱ مادو «په اصولو کې» موافقه شوې، خو د مقدمې متن نور وضاحت ته اړتیا لري.

خو په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند وايي، اصلي مذاکرو کې پر کړنلارو د دواړه مذاکره کوونکو ډلو له‌خوا موافقه شوې ده.

ناجیه انوري
ناجیه انوري

د سولې په چارو کې د دولت وزارت ویاندې ناجیې انوري تېره شپه ازادي راډیو ته وویل، د کړنلارې مقدمه نور وضاحت او بحث ته اړتیا لري: "دواړه مذاکره کوونکي پلاوي د مقدمې په استثنا یوازې د مذاکراتو د مجالسو د طرزالعمل پر ۲۱ مادو په اصولو کې توافق ته رسېدلي دي، خو څنګه چې د دغه طرزالعمل د مقدمې متن د پلاویو لا نور وضاحت او بحث ته اړتیا لري، ځکه نو د نومبر میاشتې د ۱۷مې نېټې په مشترکې جلسه کې چې کوربه هم په‌کې حضور درلود، پرېکړه وشوه چې طرزالعمل به عمومي جلسې ته وړاندې او یوازې د دواړو هیئتونو له تصویب څخه وروسته به نهايي شمېرل کېږي."

خو په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر د ویاند په څرګندونو کې ویل شوي، پر دې کړنلار له وړاندې موافقه شوې او کوربه هېواد قطر ته هم یوه نسخه سپارل شوې ده.

محمد نعیم برايي په یوه وېډیويي پیغام کې چې رسنیو ته‌یې لېږلی ویلي، دغه کړنلار د مقدمې په ګډون په ۲۱ مادو کې د نومبر پر ۱۵مه تصویب او د نومبر پر ۱۷مه له کوربه هېواد قطر سره هم شریکه شوې.

ښاغلی نعیم زیاتوي: "نوموړی طرزالعمل د کوربه یا مسهل په حضور کې د ۲۰۲۰م کال د نومبر پر ۱۷مه نېټه په پښتو او دري ژبه ولوستل شو، د دواړه مذاکراتي خواوو له تأیید وروسته یوه نسخه‌یې کوربه یا مسهل ته هم ورکړل شوې ده."

محمد نعیم
محمد نعیم

ځینو سرچینو بي بي سي ته ویلي، د دولت او طالبانو مذاکره کوونکو پر څلورو ټکو موافقه کړې وه، خو ولسمشر محمد اشرف غني یې مخالفت کړی ځکه نو د کړنلارې یا طرزالعمل لاسلیک ځنډول شوی دی.

په همدې حال کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو تېره شپه د جنیوا د دوه ورځني کنفرانس په مناسبت په یوه وېډيويي پیغام کې د افغانستان سولې ته هم اشاره وکړه.

ښاغلي پومپیو زیاته کړه: "د امریکا متحده ایالات له نړیوالو شریکانو په ځانګړي ډول د افغانستان له ګاونډیو هېوادونو او په سیمه کې له نورو غواړي چې له دغه هېواد سره د یوه سوله‌ییز او پایداره راتلونکي پر لوري په وړاندې تګ کې مرسته وکړي."

مایک پومپیو
مایک پومپیو

د دولت او طالبانو مذاکره کوونکي د سپټمبر له ۱۲مې په قطر کې په مذاکرو بوخت دي چې د افغانانو اصلي خپلمنځي مذاکرو ته زمینه برابره کړي.

خو ځینو اختلافي ټکو د اصلي مذاکرو د کړنلارې او اجنډا مخه ډب کړې وه چې یوه موضوع د امریکا او طالبانو پر موافقې او حنفي فقهې د طالبانو ټینګار بلل شوی دی.

XS
SM
MD
LG