د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۳۳

ځينې مېرمنې: نړیواله ټولنه دې د افغان مېرمنو ملاتړ ته دوام ورکړي


فوزیه کوفي
فوزیه کوفي

نړیواله ټولنه دې د افغان مېرمنو او نجونو ملاتړ ته دوام ورکړي، دا هغه غوښتنه ده، چې نن یو شمېر افغان ښځو د جینوا کنفرانس له ګډنوالو وکړه.

د جینوا کنفرانس د لومړۍ ورخې یوه برخه د سولې د خبرو او په افغانستان کې د ښځو او نجونو په راتلونکې راټوله وه.

د افغان مرکچي پلاوي غړې فوزیه کوفي د قطر له پلازمېنې دوحې دغه کنفرانس ته غږېده، چېرې چې طالبان سیاسي دفتر لري.

اغلې کوفي وویل، د سولې په خبرو کې به د افغان ښځو پر حقونو معامله ونه شي.

هغې زياته کړه: "طالبان ادعا کوي، چې د ښځو پر وړاندې یې لید لوری بدل شوی دی، که څه هم دوی نه دي حاضر شوي، چې په ټوله کې د افغانستان خلکو په ځانګړي ډول ښځو ته ډاډ ورکړي چې افغانستان به د سولې تر هوکړې ورسته د یوې جوړې شوې خونې په ډول له خپلې رنګا رنګۍ سره پاتې شي."

د اغلې کوفي په وینا، زمونږ د خبرو د پیل راهیسې، په افغانستان کې تاوتریخوالی په بې ساري ډول زیات شوی دی.

د نوموړې په خبره، د سولې له پروسې د خلکو د ملاتړ لپاره باید تاوتریخوال ودرول شي.

د افغانستان د بشر د حقونو د خپلواک کمېسیون ریيسې شهرزاد اکبر بیا په دغه کنفرانس کې د سولې په خبرو کې د قربانیانو د کورنیو د غوښتونو په پام کې نیولو ټینګار وکړ.

شهرزاد اکبر
شهرزاد اکبر

اکبر زياتوي: "د افغانستان د بشر د حقونو کمېسیون په دغه پروسه ( سولې ) کې د خلکو په پراخ او مانا دار ګډون ټینګار کوي، د خلکو او قربانیانو غوښتنې باید په بحثونو کې شاملې شي، د قربانیانو غږ باید واورېدل شي. اندېښنې یې ومنل شي او بشري اړتیاوو ته یې رسېدنه وشي."

افغانستان، فنلنډ او د ملګرو ملتونو سازمان په ګ‌ډه د جینوا د دغه دوه ورځني کنفرانس کوربه دی.

د افغانستان د ښځو چارو سرپرستې وزیرې حسينې ساپۍ هم په نړیوالې ټولنې غږ وکړ، چې له افغان مېرمنو ملاتړ وکړي.

حسينه ساپۍ
حسينه ساپۍ

ساپۍ وويل: "موږ افغان ښځې د خپل هېواد، سیمې او نړۍ لپاره د سولې، سوکالۍ، او ځان بساینې محلي نوښتونه څېړو، پلانوو او عملي کوو یې، له نړیوالې ټولنې غواړو چې زموږ ملاتړ وکړي."

په جينوا کې د افغانستان لپاره دا نړیوال کنفرانس په داسې حال کې جوړ شوی، چې دغه هېواد له دوو جدي ستونزو سره مخ دی.

نا امني او د کرونا ویروس پراختیا، چې په ترڅ کې خوراکي موادو ته د اړمنو خلکو شمېر مخ په زیاتېدو ښودل شوی دی.

د دغه کنفرانس موخه د پراختیايي هدفونو تاکل او له ۲۱۲۱ نه تر ۲۰۲۴ زېږدیز کاله پورې دغه هېواد سره د نړیوالو مرستو راټولول ښودل شوي دي.

XS
SM
MD
LG