د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۵۰

افغان حکومت د جینوا کنفرانس لپاره څه چمتووالی لري؟


د جينوا د کنفرانس په درشل کې افغان حکومت وايي، دوی له نړیوالې ټولنې سره کړې ژمنې ۶۰ سلنه عملي کړي دي.

افغان حکومت له بشپړ چمتووالي سره د جينوا په کنفرانس کې د ګډون خبر ورکوي، هغه غونډه چې ټاکل شوې، تر دوو نورو ورځو د سويس په جینوا ښار کې جوړه شي.

د افغان ولسمشر ویاند هارون چخانسوري د شنبې په ورځ په کابل کې خبري غونډې ته وویل، افغان پلاوی له ډکو لاسونو سره دغې ناستې ته ځي او له ډېرو ښو خبرونو سره به بېرته هېواد ته راستون شي.

هارون چخانسوري
هارون چخانسوري

دی وایي:

"هغه ژمنې چې افغان حکومت له خپلو خلکو او نړیوالې ټولنې لپاره لرلې، ډېرې يې له څلورو تر پنځو کلونو وخت اخلي چې په بېلابېلو برخو کې دي، د ماليي په وزارت کې زمونږ همکارانو هغه څېړلي چې له ټولو يې له ۵۰ څخه تر ۶۰ فیصدو پورې عملي شوي دي او ځينې هغه چې له ۵۰ سلنې کمې عملي شوي، په ستونزو یې خبرې شوي او ورته بدیلې لارې سنجول شوي دي، تر څو هغې ته ورسېږو."

له بروکسل او وارسا غونډو څخه وروسته د جینوا کنفرانس د افغانستان لپاره یو ډېر مهم کنفرانس بلل شوی دی.

دا غونډه د روانې نومبر میاشتې په ۲۷مه او ۲۸مه نېټه د سويس په جينوا ښار کې د افغان حکومت او ملګرو ملتونو په کوربه توب جوړېږي.

په یاده غونډه کې چې د افغانستان په استازیتوب پکې ولسمشر محمد اشرف غني ګډون کوي، د ۶۲ هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو او د ۳۵ نړیوالو مرسته کوونکو بنسټونو استازو هم د ګډون ویلي دي.

د جینوا د کنفرانس په څنډه کې د نړیوالو مرستو، سیمه ییزې پراختیا، خصوصي سکټور، د پوهنې په کیفیت، د مخدره موادو او اداري فساد سره د مبارزې، د ښځو د ګډون او د سولې په اړه بېلابېلې نورې غونډې هم په پلان کې دي.

د ولسمشر ویاند وايي، په یاده ناسته کې له افغانستان سره د نویو مالي مرستو ژمنه نه کېږي، بلکې په غونډه کې د خلکو پر وړاندې د حکومت ژمنې او د افغانستان پر وړاندې د نړیوالې ټولنې ژمنې څېړل کېږي.

افغان دولت به په دغه ناسته کې راپور ورکړي چې د ځان بسیاینې لپاره به د بدلون له لسیزې وروسته تر کومې کچې پورې کار وکړي.

د هارون چخانسوري په خبره، په تېرو پنځه کلونو کې په دې برخه کې ډېر کارونه شوي او تمه ده چې د دغې لسیزې په دوهمه نیمايي یعنې په راتلونکو پنځو کلونو کې په دې برخه کې اغېزمن پروګرامونه پلي شي.

خو پوښتنه دا ده چې ایا په رښتیا سره افغان حکومت توانېدلی چې د نړیوالې ټولنې او خلکو پروړاندې کړې ژمنې عملي کړي؟

داود کلکاني
داود کلکاني

د ولسي جرګې د نړیوالو اړیکو د کمېسیون مرستیال داود کلکاني يې په اړه ازادي راډیو ته وویل:

"اوس په دولتي ادارو کې مالي فساد ډېر زیات شوی او اختلافات او فساد له منځه نه دي تللي، همدارنګه د اقتصادي ودې او د بېوزلۍ او بېکارۍ د له منځه وړلو په برخو کې یې ژمنې په لازمه توګه نه دي عملي کړي."

خو د ولسمشر ویاند هارون چخانسوري د شنبې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته وویل، د فساد پر وړاندې د مبارزې، د بېکاري د کمولو او د اقتصادي ودې د لوړولو لپاره اغېزمن پروګرامونه پلي شوي دي.

د اداري فساد پرضد د مبارزې لپاره د عدلي او قضايي مرکز جوړېدل یو له هغو پروګرامونو څخه دي چې د دولتي چارواکو په خبره، تراوسه پکې ډېری حکومتي مسؤلین چې جنرالان هم پکې شامل وو، په اداري فساد کې د لاس لرلو له امله محاکمه شوي دي.

راپور: یوسف ځدراڼ

XS
SM
MD
LG