د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۱

"له افغانستانه د ځواکونو ایستل جوبایډن ته له ولسمشر ټرمپه ورپاتې ډالۍ ده"


ارشیف، عکس تئزیني بڼه لري
ارشیف، عکس تئزیني بڼه لري
  • نيشنل انټرسټ

نيشنل انټرسټ خپرونې په دې موضوع چې له افغانستانه د ځواکونو ایستل جوبایډن ته له ولسمشر ټرمپه ورپاتې ډالۍ ده، لیکنه خپره کړې ده.

په دې لیکنه کې د هغه مهال یادونه شوې چې بایډن د بارک اوباما مرستیال ولسمشر و او افغانستان ته یې سفر وکړ چې په دغه هېواد کې د امریکايي پوځیانو ماموریت وارزوي.

د نيشنل انټرسټ له لیکنې سره سم بایډن په هغه وخت کې د افغانستان د هماغه مهال له ولسمشر حامد کرزي سره په ترینګلې فضا کې وکتل او کله چې یې له امریکايي قوماندانانو سره ولیدل او له هغوی یې د افغانستان د ماموریت د هدف په اړه پوښتنې وکړې، قوماندانانو متفاوت ځوابونه ورکړل.

خو د بایډن په اړه ویل کېږي چې په افغانستان کې د پوځیانو د شمېر له کمولو سره موافق دی، مګر فکر کوي چې کم شمېر یعنې شاوخوا دوه نیم زره پوځیان باید په دغه هېواد کې پاتې شي چې دا هېواد یو وار بیا د ترورېزم پر ځالې بدل نه شي.

نیشنل انټرسټ هم وايي چې بایډن د اوباما په اداره کې لومړنی چارواکی و چې د افغانستان د ماموریت په اړه یې شکونه لرل او دې هېواد ته د نورو ځواکونو له لېږلو سره موافق نه و.

  • واشنکټن پوسټ

واشنکټن پوسټ ورځپاڼې بیا لیکلي چې د فبرورۍ په ۲۹مه نېټه په دوحه کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د موافقې له لاسلیکه وروسته د امریکا متحدو ایالتونو په افغانستان کې خپلې لږ تر لږه ۱۰ اډې بندې کړي دي.

ورځپاڼه په عین حال کې لیکي:

سره له دې چې امریکا لس اډې بندې کړي له دې هېواده د ځواکونو د ایستلو جزئیات ناڅرګند دي.

واشنګټن پوسټ لیکلي، په داسې حال کې چې له افغانستانه د امریکايي پوځیانو د وتلو لپاره ټاکل شوې نېټه په را رسېدو ده، اوس د ځواکونو د ایستلو پروسه مبهمه ده او معلومه نه ده چې څه به کېږي؟

د امریکا تمه وه چې له طالبانو سره د موافقې له لاسلیکه وروسته په ۱۴ میاشتو کې به د افغانستان دولت او طالبان د سولې موافقې ته ورسېږي او په افغانستان کې به سوله او ثبات ټینګ شي، خو که داسې ونه شي د افغانستان له درکه د امریکا او نورو لوېدیځوالو اندېښنه پای ته نه رسېږي.

د قطر د موافقې پر اساس، امریکايي پوځیان په هغه صورت کې چې د موافقې شرطونه عملي شي د ۲۰۲۱ تر مې میاشتې له افغانستانه وځي.

XS
SM
MD
LG