د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۵۷

ارګ کې پر سوله او د ملي مصالحې عالي شورا جوړښت په اړه خبرې شوي


ارګ د ولسمشر غني په مشرۍ د سياستوالو د غونډې انځور
ارګ د ولسمشر غني په مشرۍ د سياستوالو د غونډې انځور

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا د تشکیلاتو د جوړښت پرسر له ځنیو سیاسي مشرانو کتلي دي.

وروسته له هغه چې اروپايي ټولنې او امریکا د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا د تشکیلاتو د جوړېدو غوښتنه وکړه ولسمشر غني تازه په دې اړه له ځنیو سیاسي مشرانو کتلي دي.

د جمهوري ریاست مرستیال ویاند دواخان مینه پال د یکشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل، چې په دغه کتنه کې د سولې پروسې په ګډون پر بېلابېلو مسایلو خبرې شوي دي.

دوا خان مينه پال
دوا خان مينه پال

هغه زياتوي:" د افغانستان جمهور رئیس له مخکیني جمهوررئیس حامدکرزي، د ملي روغې جوړې عالي شورا رئیس ډاکټر صیب عبدالله عبدالله او د هېواد جهادي رهبر فضیلتماب استاد عبدرب الرسول سیاف سره وکتل، په دغه کتنه کې د سولې پروسې او د ملي روغې جوړې عالي شورا پر جوړښت ،د هغه پر څرنګوالي او لومړني غونډې د جوړېدو په اړه ډېر مثبت بحثونه وشول."

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د ملي مصالحې د عالي شورا د جوړښت څخه څه باندې شپږ میاشتې کېږي خو لا هم دغې شورا په رسمي ډول کار نه دی پیل کړی او نه یې هم د غړو تشکیل معلوم دی.

تردې وړاندې اروپایې ټولنې د دغې شورا د تشکیلاتو د جوړېدو غوښتنه کړې وه او کابل کې امریکا سفارت هم د اروپایې ټولنې د غوښتنې ننګه کړې وه.

په افغانستان کې د اروپایي ټولنې غړو دوه ورځې وړاندې د یوې اعلامیې په خپرولو سره د افغانستان له حکومت څخه غوښتي وو چې ژر تر ژره دې د ملي مصالحې عالي شورا غړي دې معلوم کړي څو عملي کارونه پیل کړي او د سولې په روان بهیر کې ونډه واخلي.

په ورته وخت کې په کابل کې د امریکا او بریتانیا سفارتونو هم د اروپایي تولنې د یادې اعلامیې هرکلی کړی و او زیاته کړې وه چې افغان حکومت دې د ملي مصالحې د عالي شورا په جوړښت کې کوټلي ګامونه پورته کړي.

له بلې خوا د بین‌الافغاني مذاکرو د کړنلارې پر نهايي کېدو، په قطر کې د افغان دولت او طالبانو د مذاکره کوونکو له ‌خوا ضد و نقيض څرګندونې شوې دي.

که څه هم په قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر وايي، د افغانانو د خپلمنځي مذاکرو پر ټوله کړنلار موافقه شوې ده، خو افغان دولت وايي، اختلافي ټکي لا هم حل شوي نه‌دي.

د دولت مذاکره کوونکي وايي د مذاکرو د کړنلارې پر ۲۱ مادو «په اصولو کې» موافقه شوې، خو د مقدمې متن نور وضاحت ته اړتیا لري.

خو په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند ډاکټر محمد نعیم وايي، اصلي مذاکرو کې پر کړنلارو د دواړه مذاکره کوونکو ډلو له ‌خوا موافقه شوې ده.

د دولت او طالبانو مذاکره کوونکي د سپټمبر له ۱۲مې په قطر کې په مذاکرو بوخت دي چې د افغانانو اصلي خپلمنځي مذاکرو ته زمینه برابره کړي.

خو د ځینو اختلافي ټکو د اصلي مذاکرو د کړنلارې او اجنډا مخه ډب کړې وه چې یوه موضوع د امریکا او طالبانو پر موافقې او حنفي فقهې د طالبانو ټینګار بلل شوی دی.

XS
SM
MD
LG