د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۳

کابل کې د امریکا سفارت د افغانستان په اړه د اروپایي ټولنې د اعلامیې هرکلی کړی


ارشیف، عکس تئزيني بڼه لري
ارشیف، عکس تئزيني بڼه لري

په افغانستان کې د امریکا د سفارت شارژدافیر او سرپرست وایي، د اروپایي ټولنې د دې اعلامیې هرکلی کوي چې د مصالحې د عالي شورا د کار د پیلېدو، د اوربند او تلپاتې سولې غوښتنه یې کړې ده.

په کابل کې د امریکا د سفارت شارژدافیر راس ویلسن تیره شپه په ټویټر کې ولیکل، دا شورا به د افغانستان د سولې مرکچیانو ته ښه لارښوده شي او د سولې په لور به نور ګامونه واخېستل شي.

د اروپایي ټولنې استازیو د پنجشنبې په ورځ په کابل کې د ملي مصالحې د عالي شورا د کارونو د پیلیدو غوښتنه کړې وه.

د مصالحې د عالي شورا ویاند فریدون خوځون
د مصالحې د عالي شورا ویاند فریدون خوځون

د مصالحې د عالي شورا ویاند فریدون خوځون ازادي راډیو ته وویل چې هڅې یې ګړندۍ کړي دي: "ملي مصالحې د عالي شورا د مشرتابه شورا او عمومي غونډې په اړه بحثونه شوي او کار شوی دی، ډېر ژر به خپله لومړنۍ ناسته وکړي."

د مصالحي عالي شورا شاوخوا شپږ میاشتې مخکې جوړه شوه خو داسې ښکاري چې د دې شورا د مشر عبدالله عبدالله او ولسمشر اشرف غني تر منځ لا هم د دې شورا د تشکیلاتو پر سر موافقه نه ده شوې.

XS
SM
MD
LG