د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۲۰

اروپايي ټولنه: جنیوا غونډه له جمهوریت او د ملګرو ملتونو له ارزښتونو د ملاتړ نښه وه


د افغانستان په اړه د جنیوا ۲۰۲۰ کنفرانس
د افغانستان په اړه د جنیوا ۲۰۲۰ کنفرانس

اروپایي ټولنې په افغانستان کې د سمدستي اوربند غوښتنه وکړه.

دا هغه غوښتنه ده چې د سې شنبې په ورځ د افغانستان لپاره د جنیوا نړیوال کنفرانس په پای کې نړیوالې ټولنې ټینګار پرې وکړ.

د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې استازی رولاند کوبیا وایي، د جنیوا کنفرانس له جمهوریت څخه د ملاتړ یوه ښکاره او پیاوړې نښه وه، همداراز په دې غونډه کې د ملګرو ملتو د ارزښتونو ملاتړ وشو، ټینګار وشو چې د ټولو حقونه رعایت شي او سمدستي اوربند وشي.

ښاغلي کوبیا په ټویټر کې لیکي دي چې د کنفرانس د پای اعلامیه د افغانستان په اړه د نړیوالو دریځ روښانه کوي.

په دې اعلامیه کې د افغانستان حکومت او نړیوالې ټولنې ژمنه وکړه چې د یوه پیاوړي، متحد، سوله‌ییز او ډیموکرات افغانستان لپاره خپل مشارکت نوی کوي، داسې افغانستان چې پرمختګ وکړي، په ځان بسیا شي او د افغانانو ګټې په‌کې خوندي شي.

د جنیوا په نړیوال کنفرانس کې د راتلونکو څلورو کلونو لپاره له افغانستان سره د ۱۳،۲ میلیاردو ډالرو مرستو ژمنه وشوه چې په دې کې ۱،۲ میلیارده ډالر د اروپایي ټولنې وې، همداراز د جنیوا کنفرانس په اعلامیه کې د هغه سند ملاتړ وشو چې د ملي مصالحې او انکشاف لپاره د افغانستان دولت چمتو کړی و.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر وویل چې دا کنفرانس په بریالیتوب ترسره شو او اهداف ترلاسه شول.

ښاغلي اتمر زیاته کړه: "لومړی موږ پر یوه سیاسي پروګرام او توسعې توافق وکړ چې په یوه سند کې توضېح شوی، د افغانستان د ملي توسعې او سولې چوکاټ، موږ د مشارکت پر چوکاټ توافق وکړ چې په‌کې دوه اړخیز مکلفیتونه او ژمنې توضېح شوې دي او اخري دا چې موږ د پام وړ ژمنې ترلاسه کړې چې زموږ د نړیوالو شریکانو سخاوت او ګډ ملاتړ څرګندوي."

محمد حنیف اتمر
محمد حنیف اتمر

په دې کنفرانس کې د اکثرو مرسته کوونکو هېوادونو استازو په سمدستي اوربند، د سولې د مذاکراتو په دوام، د دوو لسیزو د لاسته راوړنو په ځانګړې توګه د بشري حقونو په برخه کې د ښځو او ماشومانو د حقونو په ساتنه، د فساد پر ضد جدي مبارزې او د قانون پر حاکمیت ټینګار وکړ.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې دیبرا لاینز د نړیوالې ټولنې او افغانستان د مشارکت او همکارۍ نوي کېدو ته په اشارې سره پر ډېرې حساب ورکونې ټینګار وکړ او د امریکا د بهرنیو چارو وزیر هم له فساد سره پر مبارزې ټینګار وکړ.

مایک پومپيو وویل چې د سولې خبرو نتیجه به په راتلونکې کې له افغانستان څخه د نړیوالو پر ملاتړ اغېز وکړي.

د جنیوا دوه ورځنی کنفرانس د ۶۶ هېوادونو او د ۳۲ نړیوالو سازمانونو د استازو په ګډون د افغانستان، فنلند او ملګرو ملتونو په کوربه‌توب ترسره شو.

XS
SM
MD
LG