د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱۲ کب ۱۳۹۹ کابل ۰۶:۱۰

افغانستان سره د ۱۳ میلیاردو ډالرو مرستو اعلان؛ لګښت يې پوښتنې پیدا کړي


د جنیوا غونډه

د افغانستان مالیې وزارت وایي، په تېرو ۱۹ کلونو کې له دغه هېواد سره د نړیوالې ټولنې له ۱۳۵ میلیارده ډالره شوېو ‌‌‌‌‌‌مرستو ۳۵‌ ‌‌‌میلیارده ‌‌‌‌‌‌ډالره یې حکومت ته ورکړل شوي چې حکومت یې د لګولو د څرنګوالي په اړه ځواب ویلو ته چمتو دی.

‎د دغه وزارت ویاند شمروز خان مسجدي ازادي را‌‌‌‌‌‌ډیو ته وویل چې لسګونه میلیارده ‌‌‌‌‌‌ډالره نور په خپله مرستندویه هېوادونو په افغانستان کې لګولي دي.

‎اصلي پوښتنه د دغو مرستو د اغېزمن لګښت په اړه ده.

‎ځینو دغه مرستې له دوهمې نړیوالې جګړې وروسته اروپا سره د امریکا مرستې د مارشال له طرحې سره پرتله کړی دی.

د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د پلټنې ځانګړی ادارې یا سیګار ‎د مارشال د طرحې ۱۳ میلیارد ‌‌‌‌‌‌ډالرو لګښت له ۱۲۰ میلیارد ‌‌‌‌‌‌ډالرو تورم سره پرتله کړی دی.

د افغانستان مالیې وزارت ویاند شمروز خان مسجدي
د افغانستان مالیې وزارت ویاند شمروز خان مسجدي

‎دغه شمېر په ۱۹۴۸ کال کې د امریکا د بهرنیو چارو د پخواني وزیر جورج مارشال د طرحې پر بنسټ له دویمې نړیوالې جګړې وروسته د لویدیځې اروپا د اقتصاد د چټکې پراختیا زمینه برابره کړه، ‎خو په افغانستان کې دا نیوکې شوي چې د نړیوالې ټولنې لسګونو میلیاردو ‌‌‌‌‌‌ډالرو مرستو له دویمې نړیوالې جګړې وروسته د لوېدیځې اروپا په شان د چټک پرمختګ او پراختیا زمینه نه ده برابره کړې.

‎منتقدین د دغه هېواد ۶۰ سلنه بې وزلۍ ته اشاره کوي.

‎د نړیوالو اړیکو پوه محمد اکرم عارفي وایي چې له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې مرستې په یو لاس نه دي لګول شوي او ‌‌‌‌‌‌ډېری دغه مرستې خپله مرستندویه هېوادونو پورې د تړلو سازمانونو له خوا د لومړیتوبونو په پام کې نه نیولو سره، په یو شمېر بې اغېزو خدماتي پروژو لګېدلې دي.

‎ښاغلی عارفي وايي: "د مارشال په طرحه کې د بیارغونې لپاره بېلابېلو طرحې موجودې وې، دا ‌‌‌‌‌‌ډول سردرګمۍ په کې نه وې، ‌‌‌‌‌‌ډېری پیسې په بنسټیزو برخو کې چې زیانمنې وې، مصرف شوې وې، خو په افغانستان کې بیا له اوله سره د بیا رغونې او جوړولو لپاره له وړاندې مشخصې پلانونه او طرحې نه وې، لومړیتوبونه مشخص نه شول، د مرسته شوېو پیسو ‌‌‌‌‌‌ډېری برخه د بنستیزو برخو پرځای پر ورځنیو پروګرامونو ولګول شوې."

صدیق صدیقي ویلي، د دغو مرستو ‌‌‌‌‌‌ډېری برخه به په راتلونکو څلورو کلونو کې په بېلابېلو نورو برخو کې د اصلاحاتو په راوستلو ولګول شي.

‎د اقتصاد استاد تاج محمد اکبر هم وایي چې له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې مرستې په بنسټیزو پروژو ونه لګول شوې، بلکې حیف او میل شوې: "د مرستو ‌‌‌‌‌‌ډېری برخه د هغو موخو لپاره چې دغه هېواد یې له بدمرغیو ژغوره، ونه لګول شوې، د افغانستان له طبیعي او ارزانو بشري سرچینو په سمه توګه ګټه وانه خېستل شوه، ‌‌‌‌‌‌ډېرې پیسې حیف و میل شوې، دا هغه جفاوې وې چې د دغه هېواد له خلکو سره وشوې."

‎تر دې وړاندې هم ملي او نړیوالو څارونکو بنسټونو او دغه‌شان له فساد سره د مبارزې ځینې بنسټونو له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې د میلیاردونو ‌‌‌‌‌‌ډالرو مرستو د بې ځایو لګښت په اړه اندېښنې مطرح کړي دي.

‎د افغانستان د اقتصاد وزارت ویاند صبور نریمان بیا د دغو نیوکو په ځواب کې وايي، که څه هم فساد د بهرنیو مرستو د یو برخې د بې ځایه لګښت لامل بولي، خو ټینګار کوي چې دغه مرستو په اغېزمن ډول د افغانستان بیارغونې ته زمینه برابره کړه.

دی وايي: "کېدای شي ځینو برخو کې ستونزې وي خو په ټوله کې زموږ څېړنې ښیي چې دغو مرستو تر ‌‌‌‌‌‌ډېره د خلکو ستونزې حل کړي، د ښځو، پوهنې، فرهنګي چارو او زېر بناوو وضعیت وګورئ چې ‌‌‌‌‌‌ډېر ښه شوی، یعنې دغو مرستو وکړای شول زموږ د ستونزو ‌‌‌‌‌‌ډېرې غوټې خلاصې کړي."

‎دا اندېښنې داسې مهال مطرح کېږي چې تازه ۶۶ هېوادونو او ۳۲ سازمانونو د جنیوا په کنفرانس کې تر ۲۰۲۴ میلادي کال پورې د ۱۳.۲ میلیارد ‌‌‌‌‌‌ډالرو مرستو اعلان کړی دی.

‎د افغان ولسمشر ویاند صدیق صدیقي ویلي، د دغو مرستو ‌‌‌‌‌‌ډېری برخه به په راتلونکو څلورو کلونو کې د سولې د ټینګښت، له فساد سره د مبارزې، ښې حکومتوالۍ، بشري حقونو په ځانګړي ‌‌‌‌‌‌ډول د ښځو د حقونو او په بېلابېلو نورو برخو کې د اصلاحاتو په راوستلو ولګول شي.

XS
SM
MD
LG