په جنیوا کنفرانس کې د افغانستان د سولې پر موضوع د نړیوالو په ټینګار سره د افغانستان هنر سالار ډله وايي، دوی غواړي په ۵ ولایتونو کې دغه پیغام د هنر، انځورګرۍ او پیغامونو له لارې خلکو ته ورسوي.
د ازادي راډیو خبریال اجمل تورمان د دغې دلې له مشر، محمد رازق مهرپور سره غږېدلی.
ښاغلی مهرپور په دغه مرکه کې وايي چې خلک د دوی کارونه خوښوي او ورسره همکاري کوي، دا مرکه د لاندې تړوني په کېکاږلو سره اورېدلی شئ: