د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۴

اروپايي ټولنه او پاکستان: افغانستان کې د شخړو دوام د سیمې له غوښتنو سره ټکر کې دی


ارشیف
ارشیف

اروپایي ټولنې او پاکستان په افغانستان کې اوربند د سولې د خبرو په ترڅ کې د اعتماد پيدا کېدو لپاره مهم وباله.

د اروپایي ټولنې او پاکستان د ستراتېژیکو مذاکراتو په پای کې په ګډ بیان کې ټینګار وشو چې په افغانستان کې د شخړو دوام د سولې لپاره د سیمې له غوښتنو سره په ټکر کې دی.

د اروپایي ټولنې د بهرني سیاست او امنیتي تګلارې د برخې جګپوړي استازي جوزف بورېل د پاکستان له بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي سره د وېډیو کنفرانس له لارې د اروپایي ټولنې او پاکستان ترمنځ پر ستراتېژیکو مذاکراتو خبرې وکړې.

تر دې خبرو وروسته دواړو لورو په ګډ بیان کې ټینګار وکړ چې په افغانستان کې بشري اوربند ضروري دی او دا د ملګرو ملتونو د سرمنشي انتونیو ګوترش غوښتنه هم ده.

انتونیو ګوترش
انتونیو ګوترش

په دې بیان کې د اختر په ورځو کې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ اوربند ستایل شوی دی او ویل شوي چې شخړې له کرونا ویروس سره د افغانستان او سیمې مبارزه پېچلې کوي.

افغان حکومت هم پر اوربند ټینګار کوي، خو طالبانو تر اوسه اوربند نه‌دی منلی.

د طالبانو د فرهنګي کمېسیون مرستیال احمدالله وثیق ازادي راډیو ته وویل: "د اوربند موضوع ته به هغه وخت رسېږو چې موږ خپلو اهدافو ته ورسېږو، د جګړې عمده لامل په تمامه معنی له‌منځه ولاړ شي، د اعتماد او باور فضا رامنځته شي او په مذاکراتو کې د پرمختګ څرک ولګېږي."

ښاغلي وثیق زیاته کړه چې طالبانو د پخوا په نسبت جګړه ډېره کمه کړې ده، پر لویو ښارونو او مرکزونو بریدونه نه‌دي ترسره شوي او په لیرې پرتو سیمو کې چې کومې جګړې شته هغه هم عکس‌العمل دی.

د اروپایي ټولنې او پاکستان په ګډ بیان کې چې د چهارشنبې په ورځ ناوخته خپور شو، ټینګار وشو چې له ترهګرۍ سره مبارزه، د مخدره موادو د قاچاق په ګډون د غیر قانوني اقتصاد، د ترهګرو د مالي سرچینو او د انسان د قاچاق مخنیوی به د افغانستان د سولې له بهیر سره مرسته وکړي او ټولې سیمې ته به‌یې ګټه ورسېږي.

قطر کې د سولې خبرې
قطر کې د سولې خبرې

اروپایي ټولنې او پاکستان د بین‌الافغاني مذاکراتو د پيل هڅې وستایلې او دا یې یو نوی فصل وباله، خو ټینګار یې وکړ چې د سولې خبرې باید په دې هدف وشي چې په اقتصادي، اجتماعي، بشري حقونو او د بیان ازادۍ په برخه کې چې افغانانو په تېرو ۱۹ کلونو کې څه ترلاسه کړي دي، خوندي شي، په ځانګړې توګه د ښځو او ځوانانو په برخه کې لاسته راوړنې حفظ شي ترڅو په یوه ډیموکراتیکه ټولنه کې افغانستان باثباته شي او پرمختګ وکړي.

XS
SM
MD
LG