د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۰۰

کابل ورځپاڼو د روانې جګړې او پر افغانستان د امریکا د انتخاباتو اغېزو په اړه لیکنې کړي


کابل ورځپاڼې
کابل ورځپاڼې

کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې په کابل پوهنتون د وړمې ورځې حملې، د روانې جګړې او پر افغانستان د امریکا د انتخاباتو اغېزو په اړه لیکنې او تبصرې کړې دي.

  • هشت صبح

هشت صبح ورځپاڼې لیکلي، په کابل پوهنتون حمله د ۴۲ هېوادونو له‌خوا وغندل شوه، کابل کې امریکا، بریتانیا، اروپايي اتحادیې ځینو نورو سفارتونو د غمرازۍ لپاره خپل بیرغونه نیمه ځوړند کړل.

په سرمقاله کې راغلي، که څه هم د دغې حملې مسؤلیت داعش ډلې منلی، خو افغانستان حکومت د پړې ګوته طالبانو ته نیسي، نو طالبانو ته په‌کار ده چې له دې توره ځان پاک کړي.

د لیکوال په اند په قطر کې د افغانستان د دولت او طالبانو پلاوو د تماس ډلې په نږدې دوه میاشتني خبرو کې هر ځل له طالبانو د اوربند غوښتنه شوې، ښه به دا وي چې طالبان له داسې حملو د ځان سپیناوي او د مسؤلیت د لیرې کولو لپاره اوربند ته غاړه کېږدي.

  • ملي ارمان

ملي ارمان ورځپاڼې لیکلي، د امریکا او طالبانو ترمنځ له هوکړې وروسته طالبان داسې فکر کوي چې امریکا حکومت دوی ته سپاري، نو ځکه هم طالبانو په افغانستان کې له ټولو امکاناتو سره جګړه تنده کړې، څو اوسنی نظام رانسکور کړي.

د سرمقالې د لیکوال د معلوماتو له مخې طالبان د افغان ځواکونو له پیاوړي او کلک مقاومت سره مخ شول او طالبان نه‌دي توانېدلي چې په جګړه کې کومه ملموسه او ښکاره لاسته راوړنه ولري.

  • دنیا

دنیا ورځپاڼې لیکلي چې د امریکا انتخابات به په ټوله نړۍ په ځانګړې توګه په هغو هېوادونو مستقیم اغېز ولري چې له متحده ایالاتو سره ستراتېژیک او نور بېلابېل تړونونه لري.

په سرمقاله کې راغلي، نو له همدې امله ده چې د افغانستان په ګډون ډېری هېوادونه د امریکا انتخابات څاري او ورته‌یې سترګې دي.

د لیکوال په باور د امریکا اوسنی ولسمشر ډونالد ټرمپ او د هغه سیال کاندید جوبایډن د افغانستان په اړه متفاوت دریځونه لري.

په سرمقاله کې یادونه شوې، ځیني افغانان فکر کوي چې که ډیموکرات کاندید جوبایډن انتخابات وګټي، د افغانستان سیاسي او د سولې مسئله به یوې خواته شي، خو یو شمېر بیا په دې نظر دي چې که اوسني ولسمشر ډونالد ټرمپ انتخابات وګټل، نو د سولې روان اوسنی بهیر به همداسې دوام وکړي.

د سرمقالې په پای کې راغلي، که څه هم ډیموکراتان چې جوبایډن‌یې کاندید دی، له افغانستان د امریکايي ځواکونو د وتلو پلوي دي، خو فدرالي نظام د افغان کشالې د هواري لپاره مناسب بولي، د لیکوال په باور دا هغه څه دي چې ډېری افغانان ورسره مخالفت لري.

XS
SM
MD
LG