خبرونه
امریکا کې افغان مبصرینو د طالبانو سیاسي مشرانو سره د سولې اړوند خبرې وکړې
امریکا کې میشت افغان مبصرینو په قطر کې د طالبانو سیاسي مشرانو سره د ویډیو کنفرانس له لارې د افغانستان د سولې د اړوند خبرې وکړې.
هاشم وحدتیار چې د دې غونډې نوښت یې کړی وو، ازادي رادیو ته د دې خبرو په هکله داسې وویل:"دا د ټولو افغانانو مسؤلیت دی چې هېواد د کورنیو جګړو څخه وژغوري او تلپاتې سولې لپاره کار وکړي. موږ هم دلته په امریکا کې میشت مبصرینو وغوښتل چي د طالبانو سیاسي مشرانو ته د افغانستان انځور د نړیوال لینز څخه وروښایو او په افغانستان کې د تلپاتې سولې لپاره د دوی مسولیتونه روښانه کړو."
وحدتیار زیاته کړه چې د طالبانو له سیاسي مشرانو يې وغوښتل چې اوربند وکړي:"موږ دا وړاندیز هم وکړ چې که طالبان په ټول هېواد کې اوربند نه کوي، حد اقل په ښارونو کې او چیرته چې د خلکو ګڼه ګوڼه وي، هلته دې اوربند وشي تر څو د ملکي تلفاتو مخنیوی وشي.موږ د طالبانو سیاسې مشرتابه باندې غږ وکړ چې په جدیت سره غواړي چې افغانستان کې د تلپاتې سولې لپاره کار وشي، دا فرصت به تل نه وي او راتلونکې کې به دومره آسانه هم نه وي. طالبان دې له دې فرصت څخه ګټه پورته او سوله شونې کړي."
په دې ناسته کې افغان مبصرینو هر یو هاشم وحدتیار، ډاکټر روښان نورزی، ډاکټر ادریس رحماني او حسین مهرمي هېواد کې د تلپاتې سولې لپاره ویناوې او څرګندونې وکړې.
په دې غونډه کې، د طالبانو سیاسي مشرانو ځینو پوښتونو ځوابونه وویل او د دوی په اصطلاح د اشغال ختم، اسلامي نظام حاکمول، بین الافغاني خبرې او تلپاتې سولې اړوند خبرې وکړې.
د طالبانو سیاسي مشرانو دا راز مجالس او له بھرمېشتو افغان مبصرینو سرہ د افغانستان اړوند او تلپاتې سولې اړوند بحثونه ګټور وبلل.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
د پاکستان د پوځ ادعا: د تحریک طالبان پاکستان هغه ۱۵غړي مو وژلي چې غوښتل يې د افغانستان له خاورې پاکستان ته واوړي
د پاکستان پوځ ادعا کوي چې د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) هغه ۱۵غړي يې وژلي چې هڅه يې کوله د افغانستان له خاورې پاکستان ته واوړي.
د پاکستان پوځ نن پنجشنبې (د سپټمبر۳مه) په هغه اعلامیه کې چې پر خپلې فیسبوک پاڼه يې خپره کړې ویلي چې دغو کسانو د تیرې سه شنبې په ورځ غوښتل شمالي وزیرستان ته ځانونه ورسوي.
د اعلامیه په ټکو، د دغو وسله والو او پوځ ترمنځ نښتې ۳۶دقیقې دوام وکړ او د ټي ټي پي ټول ۱۵غړي په کې ووژل شول.
د اعلامیې په اساس، د پاکستان پوځ د عملیاتو په جریان کې یو شمیر وسلې او مهمات ترلاسه کړي دي.
پاکستان یوځل بیا له افغانستان سره پر پوله د امنیت پر ټنګښت ټینګار کړی او پر افغانستان له واکمنو طالبانو يې غوښتي چې پرنیږي افغان خاوره د پاکستان پرضد وکارول شي.
تراوسه د طالبانو حکومت د پاکستان د نوي ادعا په اړه څه نه دي ويلي، خو له دې وړاندې يې د پاکستان ورته ادعاوې په ځلونو رد کړې دي.
د یوه بریټانوي غرختونکي جسد په پاکستان کې وموندل شو
د یوه بریټانوي غرختونکي جسد په پاکستان کې وموندل شو.
بي بي سي انګلیسي پرون چهارشنبې د پاکستاني چارواکو په حواله راپور ورکړی چې د الکساندر هریس جسد په خیبرپښتونخوا کې موندل شوی دی.
هریس چې د انګلستان د برمنګهم ښار اصلی اوسیدنکی دی، د تیرې شنبې په ورځ هغه مهال ورک شو چې غوښتل يې د خیبرپښتونخوا "موسي کا مصلی" غره ته پورته شي.
په سیمه کې یو چارواکي خالد اقبال ویلي، " د لټون په عملیاتو کې تر ۳۰ ډیر کسان ښکیل وو او د هریس جسد په ځنګل کې موندل شوی".
د اقبال په ټکو،" احتمال لري چې غره ته د ختو پرمهال د هریس پښه ښوییدلي وي او لویدلی وی".
هریس په اسلام اباد کې د ادم سمیټ په نوم یو نړیوال مشورتي شرکت سره کار کاوه.
هریس د ایرلنډ تابعیت هم درلود.
د اوکراین ولسمشر په کیف کې د دوو امنیتي ادارو ترمنځ وسله واله نښته د شرم وړ بللې ده
د اوکراین ولسمشر ولودمیر زلنسکي په کیف کې د دوو امنیتي ادارو ترمنځ وسله واله نښته د شرم وړ بللې ده.
پرون چهارشنبې د اوکراین په پلازمینه کیف کې د دې هېواد د امنیتي ځواکونو ادارې (اسبيیو) او استخباراتي ادارې کارکوونکو ترمنځ وسله واله نښته رامنځته شوه.
عیني شاهدانو ویلي چې په سیمه کې يې څو ټپي کسان لیدلي دي.
تراوسه د نښتې لامل معلوم نه دی.
د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زلنسکي دا نښته د "شرم وړ" کار بللی دی.
د هغه په ټکو، اوکرایني سرتیري یوازې پر "روسي یرغلګرو" ډزې کولی شي.
چارواکو ویلي، د نښتې په اړه څیړنې روانې دي.
د کډوالو لویه کمیشنري: افغانستان ته د شپږ میلیونو کډوالو اخراج په معاصر تاریخ کې د کډوالو بې سارې راستنیدله ده
د ملګرو ملتونو د کډوالو لویه کمیشنري وايي، په نژدې دریو کلونو کې شپږمیلیونه افغان کډوال بیرته افغانستان ته راستانه شوي چې دا په معاصر تاریخ کې د کډوالو بې سارې راستنیدنه ده.
دې کمیشنري پرون چهارشنبې پر خپلې فیسبوک پاڼې لیکي،" د کډوالو راستنیدل باید په خپله خوښه، خوندي او با عزته وي".
د ملګرو ملتونو دې ادارې له نړیوالو غوښتي چې افغانستان او افغان کډوال هیر نه کړي.
بل پلو، د طالبانو د حکومت د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت وايي، په روانه اونۍ کې نژدې څلور سوه افغان کډوال د پاکستان له زندانانو ازاد او بیرته افغانستان ته راستانه شوي دي.
پاکستان او ایران په تیرو دریو کلونو کې پر افغان کډوالو فشارونه زیات کړي او له هغو هېوادونو یې راباسي.
ډونالډ ټرمپ: هر کله چې وغواړو پر ایران برید کولای شو
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي، هر کله چې وغواړي پر ایران برید کولای شي.
ټرمپ پرون چهارشنبې په سپینه ماڼې کې خبریالانو ته وویل،" د ایران خلاف به پوځي عملیات ډیر دوام ونه کړي، خو هرکله چې وغواړو بیا پر ایران برید کولی شو".
د هغه په ټکو،"د ایران حکومت ورځ تر بلې کمروزی کیږي".
ولسمشر ټرمپ وړاندې وویل،" د ایران ټول پوځي او دفاعي تجهیزات مو له منځه یوړل".
د امریکا پوځ د تیرې سه شنبې په ورځ د ایران پر یو شمیر جنوبي ولایتونو هوايي بریدونه وکړل.
ایراني چارواکو ویلي و چې په دغو بریدونو کې په لسګونه ملکیانو ته مرګژوبله اوښتې ده.
خو د امریکا پوځ بیا پر ملکیانو هر ډول بریدونه رد کړي دي.
د امریکا پوځ ایران کې پر یوه واده د برید ادعا رد کړه
وروسته له دې چې ایراني رسنیو راپور ورکړ چې د سې شنبې په ماښام د ایران په جنوب کې د یوه واده په مراسمو بریدونو کې لږ تر لږه څلور کسان وژل شوي، د امریکا پوځ پر ملکي وګړو د برید ادعا رد کړه.
د امریکا د پوځ د مرکزي قوماندانۍ (سنټکام) ویاند ټیم هاوکینز، د ازادي راډیو ایراني څانګې، راډیو فردا ته ویلي: "موږ له هغو راپورونو خبر یو چې سرچینهیې ایراني دولتي رسنۍ دي. د پاسدارانو برعکس، د امریکا پوځ هېڅکله ملکي وګړي نه په نښه کوي."
د ایران د دولتي رسنیو د راپورونو له مخې، د هرمزګان ولایت د سیریک ولسوالۍ په بندر کوهستک کې د د یوه واده پر مراسمو د امریکا برید کې د یو ماشوم په شمول څلور کسان، وژل شوي او ۶۸ نور ټپیان شوي دي.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت هم په یوه اعلامیه کې د سې شنبې په ورځ د دغه هېواد په جنوبي سیمو د امریکا بریدونه غندلي دي.
د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د سې شنبې په ورځ ویلي و چې په اردن کې پر امریکايي ځواکونو د ایران د راکټي برید په غبرګون کې به پر ایران سخت بریدونه وکړي.
د ملګرو ملتونو امنیت شورا د افغانستان په اړه غونډه کوي
ټاکل شوې چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا په روانه سپټمبر میاشت کې د افغانستان په اړه غونډه وکړي.
د امنیت شورا د راپور له مخې، په دې درې میاشتنۍ غونډه کې به د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې او په دغه هېواد کې د د ملګرو ملتونو د مرستندوی مأموریت (یوناما) مشره رباب فاطمه، د افغانستان د سیاسي، امنیتي، بشري حقونو او بشري وضعیت په اړه خپل راپور وړاندې کړي.
د دې غونډې دقیقه نېټه لا نهده ټاکل شوې.
په راپور کې ویل شوي چې پر ښځو او نجونو لګېدلي محدودیتونه، د طالبانو د حکومت او پاکستان ترمنځ ترینګلتیا، د ملکي وګړو وضعیت او ترهګریز ګواښونه به له هغو مهمو موضوعاتو څخه وي چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غړي بهیې په دې غونډه کې وڅېړي.
دا لومړی ځل دی چې رباب فاطمه به په افغانستان کې د یوناما د مشرې په توګه د دغه هېواد په اړه خپلې موندنې او ارزونې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ته وړاندې کړي.
نوموړې د روان میلادي کال د جولای میاشتې په لومړیو کې د روزا اوتونبایوا پر ځای د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړې استازې او په دغه هېواد کې د یوناما د مشرې په توګه وټاکل شوه.
خیبر پښتونخوا ښځینه محصلینو او کارکوونکو ته وړیا برقي موټرسایکلونه ورکوي
د پاکستان د خیبرپښتونخوا ایالتي حکومت یو پلان تصویب کړی چې له مخې یې ښځینه محصلینو او کارکوونکو ښځو ته برقي موټرسایکلونه وړیا ورکول کېږي.
پېښور ښار د پلان د لومړي پړاو د پلي کېدو لپاره ټاکل شوی دی.
د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې، دا طرحه د چهارشنبې په ورځ «د وږې ۱۱مه» د خیبر پښتونخوا د اعلی وزیر سهیل افریدي په مشرۍ په یوه غونډه کې تصویب شوه.
ویل شوي چې په لومړي پړاو کې به په پېښور ښار کې نجونو او ښځو ته برقي موټرسایکلونه ورکړل شي، څو ښوونیزو او تحصیلي مرکزونو او کاري ځایونو تهیې ورځنی تګ راتګ اسانه شي.
چارواکو ویلي چې په راتلونکو پړاوونو کې به دا پلان د خیبر پښتونخوا نورو ولسوالیو ته هم وغځول شي.
د دروند وزن افغان غېږ نیوونکي د قرغیزستان په سیالیو کې د ژېړو میډال وګاټه
د دروند وزن غېږنیونې افغان لوبغاړي محمد نادر صوفي زاده په قرغیزستان کې د قبایلو د غېږنیونې په سیالیو کې د ژېړو میډال وګاټه.
صوفي زاده د دوشنبې په ورځ د کُشتۍ د ترکمن کورش په څانګه کې د ایټالیا، ګورجستان او ارمنستان سیالانو ته ماته ورکړه خو نیمه پایلوبه یې پر خپل قرغیز سیال وبایلله.
په قرغیزستان کې په دې سیالیو کې، چې د اګست له ۳۱ مې پیل شوي او د سپټمبر تر اوومې دوام کوي، د افغانستان ۲۵ لوبغاړي ګډون لري.
د افغانستان او هند د سوداګرۍ ګډې کاري ډلې د سوداګرۍ د پراختیا لپاره پر نوو ګامونو هوکړه وکړه
د هند او افغانستان د سوداګرۍ ګډې کاري ډلې د دوه اړخیزې سوداګرۍ او اقتصادي همکاریو د پیاوړتیا لپاره پر یو شمېر نوو ګامونو هوکړه کړې ده.
د هندي رسنیو د راپور له مخې، د هند د سوداګرۍ وزارت نن (چهارشنبې) وویل، د دواړو خواوو د سوداګرۍ ګډې کاري ډلې په خپله مجازي یا انلاین غونډه کې د سوداګرۍ د اسانتیا، ګمرکي همکاریو او د مالوماتو د شریکولو د پیاوړتیا په اړه خبرې کړې دي.
دوی د افغان سوداګرو لپاره د ویزو پر اسانتیا، بانکي او مالي همکاریو، د درملو او کرنیزو محصولاتو پر سوداګرۍ، انرژۍ، پانګونې، بار وړلو او بندري چارو هم خبرې وکړې.
دواړو خواوو هوکړه کړې چې د ګمرکي همکاریو، سوداګریزو لارو او د درملو او کرنې په برخو کې همغږي زیاته کړي او د پانګونې او سوداګریزو اړیکو د پراختیا لپاره خپلې خبرې روانې وساتي.