د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۱۲

پرکابل پوهنتون برید؛ حج اوقافو وزارت او دیني علماوو طالبان د خلکو پر وژلو تورن کړل


پر کابل پوهنتون له برید وروسته د یوه ټولګي حال
پر کابل پوهنتون له برید وروسته د یوه ټولګي حال

پر کابل پوهنتون د دوشنبې د ورځې تر برید وروسته د افغانستان د حج او اوقافو وزارت، دیني علماوو شورا او د اهل تشیع د تأیید مرجعې د چهارشنبې په ورځ په یوه خبري کنفرانس کې طالبان د خلکو په وژلو تورن کړل، خو طالبانو مخکې د اعلامیې په خپرولو سره په دغه برید کې خپل لاس لرل رد کړي دي.

د حج او اوقافو وزارت سرپرست وزیر محمد قاسم حلیمي وايي، که څه هم د افغانستان دولت مذاکراتي پلاوی د قراني احکامو له مخې مذاکرې ته ناست دی، خو 'طالبان' د قران په مقابل کې د دوحې تړون ته ترجیح ورکوي:

ښاغلي حلیمي زیاته کړه:"د قراني احکامو په چوکاټ کې د مذاکراتو پلاوی ناست دی او دوی 'طالبان' د قران په مقابل کې د دوحې تړون ته ترجیح ورکوي، دوی هره ورځ جنګ کوي، هره ورځ حملې کوي، هره ورځ بې ګناه انسانان وژني."

ښاغلي حلیمي دا هم وویل چې مخکې د طالبانو د جګړې او جهاد دلیل په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو شتون وو او په خبره یې اوس چې له امریکایانو سره د دوی مسئله حل شوې، په افغانستان کې د جګړې د دوام هېڅ شرعي لامل نشته.

د حج او اوقافو وزارت سرپرست وزیر محمد قاسم حلیمي
د حج او اوقافو وزارت سرپرست وزیر محمد قاسم حلیمي

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد بیا په دې اړه ازادي راډیو ته په یو استول شوي پیغام کې د کابل اداري چارواکي وارخطا بللي، ځکه په خبره یې امریکايي ځواکونه له دغه هېواد نه په وتو دي.

په دغه خبري ناسته کې د افغانستان اهل تشیع د تأیید مرجع مشر ایت الله بهسودي د کابل پوهنتون د برید د غندنې ترڅنګ له ولسمشر او حکومت څخه وغوښتل چې د افغانستان د خلکو نه د دفاع په خاطر د دفاعي قواوو پر وړاندې چې شته خنډونه دې لېرې کړي.

نوموړي زیاته کړه: "دغه حملې مصبیت ګڼم او پر هېواد فاجعه، له جمهور رئیس څخه غواړم چې د دفاعي قواوو پر وړاندې مخکې چې کوم خنډونه وو هغه دې لېرې کړي، تر څو هغوی له هېواد، دین، ایین او د خلکو له حیثیته دفاع وکړي، اوس خو معلومه ده چې په هېواد کې د جګړې د دوام لپاره هېڅ علت نشته، تعجب کړم چې د قضیې عاملان له بهرنیانو سره سوله کوي خو له ولس سره یې نه کوي."

بل خوا په همدې ورځ په کابل کې د ښځو د سیمه‎ییزې شبکې له خوا هم په یوه ناسته کې په دې ټینګار وشو چې د جګړه دواړه خواووې دې د سولې په برخه کې رامنځته شوی فرصت له لاسه نه ورکوي.

دا خبرې داسې مهال مطرح کېږي چې د دوشنبې په ورځ په کابل پوهنتون ترهګریز برید وشو چې له امله یې ۲۲ کسان ووژل شول او تر ۴۰ نور ټپیان شول.

د دغه برید مسوولیت داعش یا اسلامي دولت نومې وسله‎والې ډلې منلی دی.

XS
SM
MD
LG