د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۲۵

ایا د افغانستان نړیوال مرستندویان به له دې هېواد سره مرستې کمې کړي؟


بروکسل کې د ناټو د ودانۍ مخ ته د غړو هېوادونو او له افغانستان سره مرسته کوونکو هېوادونو بیرغونه
بروکسل کې د ناټو د ودانۍ مخ ته د غړو هېوادونو او له افغانستان سره مرسته کوونکو هېوادونو بیرغونه

نړیوال مرستندویان ښایي له افغانستان سره د جنیوا په راتلونکي کنفرانس کې د کمو مرستو ژمنې وکړي او د کېدونکو مرستو لپاره هم روښانه شرایط کېږدي.

روېټرز خبري اژانس د ځینو سرچینو له قوله وایي، د امریکا متحده ایالات او د ناټو یو شمېر غړو له مخکې نښې څرګندې کړي چې د افغانستان په اړه راتلونکې مرستندویه کنفرانس کې به چې په پام کې ده د نوامبر په ۲۳مه او ۲۴مه په جنیوا کې جوړ شي، له دې هېواد سره د راتلونکو څلورو کلونو په مخه د کمو مرستو ژمنې وکړي.

دغو سرچینو چې له موضوع خبرې او روېټرز یې نومونه نه‌دي په ډاګه کړي، ویلي متحده ایالات چې د افغانستان تر ټولو ستر مرستندویه هېواد دی، په پام کې لري له دې هېواد سره په ملکي برخه کې کلنۍ مرستې ۸۰۰ میلیونه ډالرو ته راکمې کړي.

یوې سرچینې دا هم ویلي چې واشنګټن غواړي کېدونکې مرستې پر یوه کال پورې محدودې کړي، نه پر څلورو کلونو پورې چې تر اوسه معمول و.

د امریکا او ناټو بیرغونه
د امریکا او ناټو بیرغونه

دغو سرچینو ویلي د ناټو یو شمېر نورو غړو لکه بریتانیا او فرانسې هم ویلي چې د خپلو مرستو پر کمولو غور کوي. د راپور له مخې استرالیا هم په پام کې لري چې له افغانستان سره کېدونکې مرستې په ۱۰۰ کې ۳۰ کمې کړي.

روېټرز په دې راپور کې په دې اړه د دغو هېوادونو د بهرنیو چارو وزارتونو د مسؤلینو د نظر اخیستو هڅه کړې، خو چارواکو ورسره په دې اړه له خبرو کولو ډډه کړې.

په دې اړه مو چې ایا د افغانستان حکومت، په تېره بیا د مالیې وزارت ته چې د دغه کنفرانس لپاره تیاری نیسي، له مخکې په دې اړه خبر ورکړل شوی یا یې د نړیوالو له‌خوا د مرستو د کمېدو نښې لیدلي، د افغانستان د مالیې وزارت د ویاند شمروز مسجدي نظر واخیست.

نوموړی وایي، تر اوسه پورې دا مسئله نه‌ده راپورته شوې چې ګواکې نړیوال دې له افغانستان سره مرستې کمې کړي.

ښاغلی مسجدي زیاتوي: "موږ تر اوسه داسې علایم یا نښې له خپلو همکارانو نه‌دي لیدلي. که دا کمکونه یي او که نه‌وي، خو د افغانستان د حکومت پلان همدا دی چې په راتلونکو څلورو کلونو کې به موږ که خدای کول سوله راغله، خپلې منابعې باید زیاتې کړو او خپل ملي عواید په تدریج هغې کچې ته ورسوو چې څلور کاله وروسته زموږ د حکومت عام مصارفات چې دي، هغه باید اکثریت مطلق له خپلو مالي منابعو تمویل کړو."

شمروز مسجدي
شمروز مسجدي

د ۲۰۱۵ کال په اکټوبر کې د بروکسل په کنفرانس کې نړیوالې ټولنې له افغانستان سره تر۲۰۲۰ کال پورې د څلورو کلونو په مخه د ۱۵،۲ میلیارده ډالرو مرستې ژمنه کړې وه، یعنې په کال کې ۳،۸ میلیارده ډالره‌یې د افغانستان حکومت ته ورکولې چې دا د دې هېواد د حکومت د ټولو لګښتونو درې پر څلورمه برخه ده.

د افغانستان حکومت له نړیوالو سره ژمنه کړې چې تر ۲۰۲۴ کال پورې به له اقتصادي پلوه تر ډېره په خپلو پښو ودرېږي او نور به زیات د نړیوالو په مالي مرستو بار نه‌وي، ایا نړیوال به په رښتیا په دغه حساسه مرحله کې له افغانستان سره مرستې کمې کړي؟

په دې اړه د اقتصادي چارو پوه وحیدالله غازي‌خېل وایي، نړیوالو تر ډېره د افغانستان پر حکومت باور بایللی او یوه بېلګه‌یې هم ښایي دا وي چې ان د افغانستان د اقتصادي مسایلو په اړه هم نړیوال له طالبانو سره خبرې کوي.

ښاغلی غازي‌خېل زیاتوي: "حکومت هغه ژمنې چې له نړیوالې ټولنې سره‌یې کړې وې، هغه‌یې پوره نه‌شوی کړای. فساد فوق‌العاده زیات شو، نا امني زیاته شوه. خرابه حکومتوالي، د خلکو نارضایتي او هغه خدمات چې باید حکومت رسولي وی، هغه‌یې ونه‌شوی رسولئ، نو ځکه نړیواله ټولنه به ډېرې کمې مرستې او په شرایطو باندې مرستې له افغان حکومت سره کوي."

وحیدالله غازي‌خېل
وحیدالله غازي‌خېل

روېټرز په دې راپور کې د افغانستان مبهمه راتلونکې او اداري فساد له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې د مرستو د کمولو د ځینو دلیلونو په توګه یاد کړي، خو دا یې هم ویلي چې هغه تر ډېره له دې هېواده د امریکایي ځواکونو له وتلو سره تړلي دي.

د روېټرز په لیکنه واشنګټن هیله‌من دی چې له طالبانو سره د سولې خبرې به نتیجه ورکړي او په دې هېواد کې به د امریکا ۱۹ کلنه اوږده جګړه پای ته ورسوي، خو د بهرنیو ځواکونو له وتلو سره نړیوال مرستندویان د طالبانو د نفوذ زیاتوالي ته هم اندېښنه لري چې ښایي په دې هېواد کې د تېرو ۱۹ کلونو لاسته راوړنې په تېره بیا د بشري حقونو او د نجونو د زده‌کړې په برخه کې چې دوی پرې ډېره پانګونه کړې، له لاسه ووځي.

په افغانستان کې امریکايي ځواکونه
په افغانستان کې امریکايي ځواکونه

خو د فنلند د بهرنیو چارو وزیر پیکا هاویستو چې هېواد یې د جنیوا کنفرانس یو له همغږي کوونکو څخه دی وایي، مرستندویان نه‌غواړي چې په افغانستان کې د ۱۹ کلونو لاسته راوړنې له لاسه ووځي.

هغه روېټرز ته ویلي چې یو لوی بدلون به دا وي چې د مرستو پر تمویل به په څلور کلنه موده کې نه، بلکې هر کال کتنه کېږي او دا به ارزول کېږي چې ایا لګول شوي سخت شرایط عملي شوي او کنه ترڅو د اداري فساد او د نورو پرمختګونو په اړه د نړیوالو مرستندویانو اندېښنو ته ځواب وویل شي.

XS
SM
MD
LG