د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۴ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۴۱

د خوړو نړیواله ورځ؛ '۴۴،۵ په سلو کې افغانان خوراکي خوندیتوب نه‌لري'


ارشیف، د افغانستان غزني ولایت کې یو سړی بې‌وزلو ته د خوړو د وېشلو پر مهال
ارشیف، د افغانستان غزني ولایت کې یو سړی بې‌وزلو ته د خوړو د وېشلو پر مهال

نن د اکټوبر ۱۶مه د خوړو نړیواله ورځ ده، دغه ورځ د ملګرو ملتونو د کرنې او خوراکي سازمان د تأسیس د ورځې په نوم نومول شوې او هر کال په ځینو هېوادونو کې د لویو نړیوالو سازمانونو په ځانګړي ډول د خوړو نړیوال پروګرام او د کرنې پراختیا نړیوال صندوق له لوري نمانځل کېږي.

خو په افغانستان کې د غذايي امنیت نه‌خوندیتوب او بې‌وزلي هغه ستونزې دي چې ډېری افغانان ورسره لاس او ګرېوان دي.

د افغانستان د احصائیې ادارې د معلوماتو پر بنسټ چې پایلې یې شااوخوا دوه کاله وړاندې خپرې شوي ۵۴،۵ سلنه افغانان د بې‌وزلۍ د کرښې لاندې ژوند کوي.

د ملي تعریف پر بنسټ هغه څوک چې په میاشت کې له ۲،۰۶۴ کمې افغانۍ مصرف کړي د بې‌وزلۍ کرښې لاندې ژوند کوي.

خو د نړیوال بانګ د راپور په اساس په نړۍ او افغانستان کې د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي لپاره د وضع شوي قرنطین له امله ممکن په افغانستان کې د بې‌وزلۍ کچه له ۷۲ فیصده لوړه شوې وي.

ارشیف، هرات کې یوه بې‌وزله کورنۍ
ارشیف، هرات کې یوه بې‌وزله کورنۍ

دغه راپور چې څه موده وړاندې خپور شوی، په‌کې راغلي چې نږدې ۱۵ میلیونه افغانان چې دوه میلیونه کورنۍ کېږي او په ښارونو کې د قرنطین له امله په تګ او راتګ بندیز لګول شوی، له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دي.

د دغه راپور د موندنو په اساس یو شمېر افغانان د باور وړ او تل‌پاتي عوایدو د نشتوالي له امله مجبور شوي چې د کور مالونه وپلوري، څو کورنیو ته خوراکي مواد چمتو کړي.

د افغانستان د احصائیې او معلوماتو ملي اداره وايي، د هغې څېړنې پر بنسټ چې په ۱۳۹۵ کال کې شوې، ۴۴،۵ په سلو کې افغانان خوراکي خوندیتوب نه‌لري.

د دغې ادارې ویانده روبینا شهابي ازادي راډیو ته وویل: "په ټوله‌ییزه توګه ۴۴،۵ په سلو کې افغانان غذايي خوندیتوب نه‌لري، که دغه ارقام په مجموع کې له سلو راکم کړو، نو شااوخوا ۵۵ سلنه افغانان غدايي خوندیتوب لري."

یو له دغو کسانو ۳۰ کلن زرګر دی چې پر تن خیرنې جامې او ببر سر په ډېرانونو ګرځي ترڅو د سبزیو او خوړو پاتې شوني ترلاسه کړي.

زرګر چې پنځه کسیزه کورنۍ ورترغاړې ده، د کابل ښار د یوې څنډې اریا ښارګوټي ته څېرمه استوګنه لري.

ارشیف، یو شمېر افغان ماشومان له ډېرانونو د پاتې شونو د ټولولو پر مهال
ارشیف، یو شمېر افغان ماشومان له ډېرانونو د پاتې شونو د ټولولو پر مهال

په ډېرانونو دا پاتې شوني خواړه که څه هم زرګر خپلو پسونو ته وړي، خو د ده او د کورنۍ ژوند يې هم ډېر ښه نه‌دی.

زرګر د خلکو پسونه ساتي او پر پیسو يې د خپلې کورنۍ اړتیاوې پوره کوي.

دی وايي: "موږ همدا د حیواناتو تپۍ (خوشايي) چمتو کوو او ژوند تر همدې ترپالو لاندې تېروو، ژمی څه کېږي، داسې کورنۍ هم شته چې په‌کې له ۱۰، ۱۵ او ان تر ۲۰ تنه ژوند کوي چې ټول بې‌وزله دي."

زرګر وايي، خوراک‌یې وچه ډوډۍ چای او ځیني وخت سبزي وي.

د زرګر لسګونه ګاونډیان هم تر ترپالونو لاندې د زرګر په څېر ژوند لري.

د کرونا ویروس له خپرېدو د مخنیوي په خاطر د تګ راتګ محدویت له وضع کېدو وړاندې د ملګرو ملتونو د بشردوستانه مرستو څانګې وړاندوینه کړې وه چې د افغانستان د ۳۸ میلیونه نفوس نه به څلورمه برخه ۹،۴ میلیونه کسان بشردوستانه مرستو ته اړ شي.

د ملګرو ملتونو د بشردوستانه مرستو په راپور کې راغلي و چې په دغو مرستو کې به ۵۶ په سلو کې ماشومان وي.

دا په داسې حال کې ده چې په روان میلادي کال کې د خوړو نړیوال پروګرام له لوري له سلګونه افغانانو سره د خوراکي توکو مرسته شوې ده.

ارشیف، یوه بې‌وزله کورنۍ
ارشیف، یوه بې‌وزله کورنۍ

د خوړو نړیوال پروګرام د راپورونو له مخې چې څه موده وړاندې خپور شو، دغه سازمان د کرونا ویروس او له امله‌یې د قرنطین په شرایطو کې په ناامنه سیمو کې له یو میلیون افغانانو سره د ۷،۷۷۷ ټنه خوراکي توکو مرسته کړې.

د خوړو نړیوال سازمان دغه مرستې له هغو کسانو سره شوي چې بېړنیو مرستو ته‌یې اړتیا وه، یا د جګړې له امله بې‌ځایه شوي و، یا د طبیعي پېښو له امله متأثر او یا هم له پاکستان او ایران نه بېرته هېواد ته راستانه شوي و.

د دغه سازمان په راپور کې همدا شان راغلي چې د یو میلیون ډالرو په ارزښت له نورو اړمنو خلکو سره د خوراکي توکو مرستې شوي، خو د مرستو د دوام لپاره په راتلونکو شپږ میاشتو کې ۱۲۰ میلیونه ډالرو ته اړتیا ده.

د خوړو نړیوال سازمان روان میلادي کال له بې‌وزلۍ سره د مبارزې د هڅو په خاطر د سولې د نوبل جایزه خپله کړه.

XS
SM
MD
LG