د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۳۲

افغانستان کې ناامنۍ او جګړه؛ 'د میلیونونو کورنیو بې‌ځایه شویو شمېر زیاتېږي'


ارشیف، افغانستان کې کورني بې‌ځایه شوي
ارشیف، افغانستان کې کورني بې‌ځایه شوي

په افغانستان کې روانې ناامنۍ هره ورځ د میلیونونو کورنیو بې‌ځایه شویو شمېر ورزیاتوي.

په داسي حال کې چې د افغانستان د شااوخوا ۴۰ کلنې جګړې د ختمېدو لپاره په دوحه کې د افغان دولت او طالبانو ترمنځ د خبرو بهیر په ځنډ پر مخ روان دی، خو بل لور په نږدې ټول هېواد کې جګړې په چټکۍ مخته ځي او هره ورځ په بېلابېلو ډولونو له خلکو قربانۍ اخلي.

د عامو وګړو د ژوند د سختیو په لړ کې د ارزګان ولایت د وروستیو جګړو نوي بې‌ځایه شوې کورنۍ د ژوندانه له کړاوونو سره مخامخ شوي دي.

۵۹ کلن حبیب‌الرحمن د ارزګان ولایت د ګېزاب ولسوالۍ د هغو زرګونه کسانو یو دی چې تازه جګړو د خپلې اصلي مېنې پرېښودو ته اړ کړی.

د شپږو ماشومانو پلار او د یوې ۲۰ کسیزې کورنۍ دا مشر وايي شاوخوا دوه اوونۍ کېږي چې د طالبانو او افغان امنیتي ځواکونو ترمنځ جګړو له کبله په نېک‌اباد کې د خپلې اصلي مېنې پرېښودو ته اړ شوی.

ارزګان کې د افغان ځواکونو عملیات
ارزګان کې د افغان ځواکونو عملیات

حبیب‌الرحمن زیاتوي: "په سیمه کې پوستې ځای پر ځای وې. طالبان راغلل. هغه کسان چې تر اور لاندې ول هجرت‌یې وکړ. ښځې او کوچنیان په جنګي حالاتو کې ول. د ځینو ژوندي حیوانات پاته شول، موږ خپله ووتلو بیابان او سارا خوا ته."

حبیب‌الرحمن وایي له خپلو کورونو څخه په ډاډه زړه نه‌دي وتلي، د کورنۍ غړي یې په‌کې وژل شوي او ټپیان هم دي.

دی وايي: "زه یو قومي سپین ږیری یم. دوه شهیدان لرو. یو مې ورور دی، یو مې وراره وو. د زوی مې پښه ماته شوه او بل وراره مې ټپي شو."

دی وایي کلینیک هم د دولت تر واک لاندې سیمو کې دی او هلته ورتګ ګران کار دی.

دا یوازې ګېزاب نه‌دی چې تازه جګړو یې خلک د ژمي په درشل کې د کډوالۍ سختیو ته اړ کړل.

د ارزګان ولایت دهراوود ولسوالۍ هم په دې وروستیو ورځو کې د طالبانو او افغان ځواکونو د سختو نښتو شاهده وه چې د افغان چارواکو په خبره سلګونه کورنۍ په‌کې له خپلو کورونو وتلو ته اړ شوي او په نورو بېلابېلو سیمو کې په سختو شرایطو کې ژوند کوي.

کورني بې‌ځایه شوي افغان ماشومان
کورني بې‌ځایه شوي افغان ماشومان

د دهراوود د لنډیاني کلي یو بزګر طالب جان چې د ۱۵ کسیزې کورنۍ مشري کوي، د هغې شپې په اړه وايي چې د ده په خبره وسله‌والو طالبانو دوی ته کډې ورپه شا کړې: " ټوله شپه‌یې دروازه ټکوله، سهار یې دروازه ماته کړه. په زوره سرای ته ننوتل. موږ یې له یوې یوې جوړې کالیو سره راوایستلو. په زوره کور ته ننوتل ټول وچې شونډې راووتلو. "

مولوي سردار محمد هم د دهراوود ولسوالۍ د لنډیاني کلي دی. نوموړي هم ازادي راډیو ته ادعا وکړه چې وسله‌والو طالبانو نه‌دي پرېښي چې د وتلو پر وخت د کور وسایل له ځانه سره یوسي.

مولوي سردار محمد زیاته کړه: "دوی راته وویل چې څه به نه‌وړۍ، موږ خپله دلته ګوزاره کوو. یوه بستره مو لنده را ایستلې. موږ د دوستانو او خپلوانو په کورونو کې اوسېږو."

دغه بې‌ځایه شوي کسان چې د جګړو له سیمو وتلي د خپلو دوستانو او خپلوانو په کورونو کې اوسېږي، وايي د جګړو په سیمو کې یې شنه فصلونه وچ شوي او د عیال د نفقې وس نه‌لري.

د لنډیاني کلي یو بل بزګر چې نوم‌یې نه‌دی ښودلی او له څو ورځو راهیسې له خپله کوره بې‌ځایه شوی، د کډوالۍ ژوند په اړه ازادي راډیو ته وویل: "زموږ فصلونه وچ شوي دي. مخکې مو هم د عیال نفقه نه‌شو برابرولی، خو اوس فقر ته ولاړ یو. نانوایانو ته ولاړ یو. یو او بل څوک ډوډۍ راکوي."

دغو بې‌ځایه شویو له ازادي راډیو سره په خبرو کې له دوی سره د نورو بې‌ځایه شویو کورنیو شمېر زرګونه وښود.

په همدې اړه مو د ارزګان د والي له ویاند احمد شاه ساحل څخه د بې‌ځایه شویو کورنیو د شمېر او ځای په اړه وپوښتل.

د ارزګان مرکزي چوک
د ارزګان مرکزي چوک

ساحل وايي: "په ګېزاب کې تر زرو پورې کورنۍ بې‌ځایه شوې دي. دوی د چنار، شیران او میانه دشت په نوم سیمو ته کډه شوي دي. په دهراوود کې شاوخوا ۵۰۰ کورنۍ دي چې د لُبلان دښت په نوم یوې سیمې ته راغلي دي."

ښاغلي ساحل دغو کورنیو ته د مرستو رسولو په اړه وویل چې د مرستو د ارزونې لپاره‌یې سمدستې یوه بېړنۍ کمېټه جوړه کړې.

ارزګان یو له هغو ولایتونو دی چې له نورو ولایتونو او یا هم په ولایت کې دننه د یو شمېر ولسوالیو ترمنځ لارې یې د جګړو له کبله د تګ راتګ پر مخ تړلې وي. د لویو لارو موټر چلوونکي او لارویان وخت ناوخت د تړلو لارو څخه سر ټکوي. د ارزګان د والي ویاند له نویو بې‌ځایه شویو سره د دولت د مرستو د نه‌رسېدو په برخه کې هم د لارو ستونزه یاده کړه.

ښاغلي ساحل زیاته کړه: "له دغو خلکو سره د مرستې د ارزونې او رسولو لپاره یوه بېړنۍ کمیټه جوړه شوه. دولت نه‌شي کولای د لارو د بندېدو له کبله پر وخت مرستې ورسوي، نو له همکارو مرستندویه مؤسسو څخه مو د مرستې غوښتنه وکړه، هغوی ژمنه کړې ده."

ارشیف، ارزګان کې له بې‌ځایه شویو سره مرسته
ارشیف، ارزګان کې له بې‌ځایه شویو سره مرسته

د روان کال د اکټوبر پر ۲۴مه وسله‌والو طالبانو چې شمېر یې د ځایي چارواکو په خبره سلګونو ته رسېده د ګېزاب ولسوالۍ په مرکز او شاوخوا سیمو کې پر امنیتي پوستو بریدونه وکړل. تر ګېزاب وروسته په همدې ورځ طالبانو په دهراوود ولسوالۍ کې هم پر امنیتي ځواکونو پراخ بریدونه وکړل، یو شمېر سیمې یې ونیولې او د ولسوالۍ بازار تر څنډو ورسېدل.

د ارزګان امنیتي چارواکي په دواړو ولسوالیو کې له طالبانو څخه د ځینو سیمو د بېرته نیولو ادعا کوي. دره سنجد، خیلنو او کندوګک هغه سیمې دي چې ځایي چارواکي یې د بېرته نیولو ادعا کوي، خو دوی د ځنډني پرمختګ علت دا بولي چې په سیمه کې ملکي خلکو ته مرګ ژوبله وانه‌وړي.

د ارزګان امنیه قوماندان شفیق‌الله سهار ازادي راډیو ته وویل: "اوس عملیات مخته روان دي. د ځانګړو ځواکونو مرسته هم راسره ده، خو په هغو ساحو کې چې د خلکو کورونه دي، زړور عملیات نه‌شو کولای چې خلکو ته مرګ‌ژوبله وانه‌وړي. زه هر وخت وایم چې د ولس له کوره سنګر مه‌جوړوئ. که دې جنګ ته زړه کېږي، راشه میدان ته. زموږ یوازنۍ کمزوري دا ده چې د خلکو پر کورونو انداخت نه‌شو کولای."

ارشیف، ارزګان کې د افغان ځواکونو عملیات
ارشیف، ارزګان کې د افغان ځواکونو عملیات

د وسله‌والو طالبانو له ویاند ذبیح‌الله مجاهد څخه د دې ادعاوو په اړه پوښتنه وشوه، نوموړي دا خبره چې ګني دوی عام خلک د سپر په توګه کاروي، رد کړه او ویې‌ویل چې خلک د جګړو پر مهال د تلفاتو له وېرې په خپله وتلي دي.

مجاهد بیا افغان ځواکونه تورنوي چې ملکي کورونه په توغندویو ولي.

په لوی سر کې روانې ناامنۍ، بې‌وزلي او طبیعي پېښې د کورنیو بې‌ځایه شویو اصلي لاملونه ګڼل کېږي.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو سازمان عالي کمېشنرۍ وروستۍ شمېرې ښیي چې په دې هېواد کې د کورنیو بې‌ځایه شویو شمېر شااوخوا څلورو میلیونه او ۱۰۰ زرو کسانو ته رسېږي.

XS
SM
MD
LG