د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۳۹

"داخلي بېځایه شویو او راستنو شویو کډوالو ته د ځمکې نمرې وېش پيل شو"


د افغانستان د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست وویل، اوس مهال د کابل په شکر درې ولسوالۍ کې ۳۲۰۰ جریبه ځمکه په ۱۵۰۰ کورنیو ویشي او دا لړۍ به دوام پیدا کړي.
د افغانستان د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست وویل، اوس مهال د کابل په شکر درې ولسوالۍ کې ۳۲۰۰ جریبه ځمکه په ۱۵۰۰ کورنیو ویشي او دا لړۍ به دوام پیدا کړي.

د افغانستان د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت د داخلي بې ځایه شویو او بېرته راستانه شویو کډوالو لپاره د ځمکو د وېشلو لړۍ پیل کړه.

ددغه وزارت سرپرست سید حسین علمي بلخي د چهارشنبې په ورځ (جدي ۱۸مه) ازادي راډيو ته وویل، په پيل کې اته زره هغو داخلي بې ځایه شویو، افغانستان ته له بهره راستانه شویو کډوالو او د امنیتي ځواکونو وارثینو ته چې په کابل کې ژوند کوي، ځمکه ورکول کيږي.

هغه وویل، اوس مهال د کابل په شکر درې ولسوالۍ کې ۳۲۰۰ جریبه ځمکه په ۱۵۰۰ کورنیو ویشي او دا لړۍ به دوام پیدا کړي.

"نن نوم لیکنه پیل شوه، په شمېر کې يې محدودیت نشته، د ولسمشر د فرمان پر بنسټ ټولو تقاضا کوونکو ته ځمکه ویشل کیږي، خو اوس نه شو ویلای له نوم لیکنې او بیومیټریک وروسته به په ډاګه شي چې څومره کسان مستحق دي."

دا وزارت وايي، په ولایتونو کې به هم هغو کورنیو ته چې د ولسمشر د فرمان پر بنسټ مستحق بلل کیږي د ځمکو د وېش لړۍ پیل شي.

ښاغلی بلخي په ټینګار سره وویل، دغه پروسه د لا شفافیت په هدف د څلورو کورنیو او بهرنیو بنسټونو له لوري څارل کیږي.

د نوموړي په خبره، هغه ښارګوټي چې مخکې د بېرته راستنو شویو او کورنیو بې ځایه شویو لپاره جوړ شوي وو د ولسمشر په فرمان او د دغه ښارګوټو د جوړولو په کارونو کې د ستونزو له امله بریالي نه وو، خو دی وايي اوس چې کوم تدابیر ورته نیول شوي د فساد مخه نیول کیږي او دغه لړۍ به په ښه شکل عملي شي.

په همدې حال کې له ایرانه راستنه شوې منیژه چې د کابل اصلي اوسېدونکې ده، د کور لپاره د ځمکو د وېش پر دې پروګرام خوشحاله ده.

هغې وویل: "ډېره زیاته خوشحاله یم. څه وايم. کور يې ودان چې موږ يې له بې کورۍ خلاص کړو. الله دې وکړي چې اوس ژر د کور خاوندان شوو."

له پاکستانه راستون شوی کډوال عبدالرازق وايي، د کډوالۍ سختې شپې او ورځې یې تېرې کړي دي.

"ډېرې سختې ورځې مو ولیدلي، که څه هم زه سپین ږیری شوی یم خو اوس یو زوی لرم چې بېکاره دی، الله مهربانه دی ان شالله خپل کور به اباد کړو."

اوسمهال په کابل کې نږدې ۸ زره کورني بې ځایه شوي او بېرته راستانه شوي کډوال ژوند کوي او د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت د موندنو له مخې، په ټول هېواد کې د جنګ جګړو له امله د کورني بېځایه شویو شمېر ان ۹۵ زره کسانو ته رسیږي.

ډېری دغه راستانه شوی او د جنګ جګړو له امله بې ځایه شوي په کرايي کورونو او خیمو کې اوسېږي.

د کډالو چارو وزارت د معلوماتو پر بنسټ له کابل وروسته هرات هغه ولایت دی چې د ځمکو د ویش لړۍ به پکې پیل شي.

د بېرته راستنېدونکو لپاره د کډوالۍ د اسنادو درلودل او دغه شان د کورنیو بېځایه شویو لپاره په کابل د اوسېدو پنځه کلنه موده، هغه شرایط ټاکل شوي چې له مخې يې دغه کورنیو ته ځمکې ویشل کیږي.

XS
SM
MD
LG