د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۳۲

OCHA: په شمال زون کې د کورنیو بېځایه شویو شمېر۶۰ سلنه کم شوی


د OCHA یا ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر وايي چې په شمال او شمال ختیځ زونونو کې د نا امنیو له امله د کورنیو بېځایه شویو شمېر څه باندې ۶۰ سلنه کم شوی دی.

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر مطبوعاتي مسئول فلیپ کارپ د پنجشنې په ورځ ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل چې په مجموعي ډول په روان کال کې په شمال او شمال ختیځ زونونو کې یوسلو لس زره کورنۍ بېځایه شوي کسان موجود دي.

دی وايي چې دا کسان په محلي سطحه د موجوده شخړو او سیمه کې د نا امنیو د دوام له امله له خپلو اصلي سیمو څخه نورو ولایتونو ته بېځایه شوي دي.

ښاغلی فلیپ کارپ وايي چې د شمال او شمال ختیځ زونونو په سطحه تر ټولو ډېر شمېر بیځایه شوي کسان کندز ولایت ته مربوط کېږي.

په کندز کې بېځایه شوي کورنۍ.
په کندز کې بېځایه شوي کورنۍ.

فلیپ کارپ یې په اړه وویل:

"کندز له هغه ولایتونو څخه دی چې د نا امنۍ له امله پکې ډېر کورنۍ بېځایه شوي کسان د شمال په سطحه موجود دي او د هېواد په سطحه یې هم دویم مقام خپل کړی دی، اوس مهال په کندز ولایت کې ۳۳ زره بېځایه شوي کسان موجود دي."

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ د دفتر د معلوماتو پر بنسټ چې په شمال او شمال ختیځ زونونو کې موجوده بېځایه شوي کسان د هېواد په سطحه د نا امنۍ له امله د بېځایه شویو کسانو ۱/۳ یمه حصه وګړي برابروي.

د یاد دفتر مطبوعاتي مسئول فلیپ کارپ ازادي راډیو ته وویل چې د هېواد په سطح تر ټولو ډېر کورني بېځایه شوي کسان چې د نا امنیو له امله یې اصلي سیمې پرېښي دي، ننګرهار ولایت ته مربوط کېږي چې شمېر یې ۶۶ زره کسانو ته رسېږي.

په ننګرهار کې د جګړې له وېرې بېځایه شوي کورنۍ.
په ننګرهار کې د جګړې له وېرې بېځایه شوي کورنۍ.

فلیپ زیاته کړه چې په دویمه سطحه کندز تر ټولو ډېر بېځایه شوي کسان لري او په شمال کې بغلان د ۲۲ زره بیځایه شویو او فاریاب د ۱۵ زره بېځایه شویو په درلودلو سره په ترتیبت دریم او څلورم ځای لري.

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر اندېښنه ښیي چې د نا امنیو له امله د کورنیو بېځایه شویو کسانو ماشومان ښوونځیو او تعلیم ته لاس رسی نه لري، دوی له روغتیا خدماتو بې برخي دي او همدارنګه تر نازکو خېمو لاندې د ساړه ژمي شپې او ورځې په ډېر بد وضعیت سبا کوي.

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر چارواکي وايي چې د نا امنیو له امله کورنۍ بېځایه شوي کسان په اختیاري ډول کولی شي چې خپلو اصلي استوګن ځایونو ته ستانه شي، خو د یاد بنسټ ویاند زیاتوي چې اوس مهال په اکثر شمالي ولایتونو کې نا امني دوام لري او د محلي شخړو او جګړو له امله بېځایه شوي کورنۍ دا خطر نشي منلی چې خپلو سیمو ته ولاړ شي.

فلیپ کارپ سره له دې چې وايي په شمال او شمال ختیځ زونونو کې یو سلو او ۱۰ زره بېځایه شویو کسان موجود دي، خو وايي د نا امنۍ له امله د بېځایه شویو کسانو شمېر نسبت تېر کال ته کم شوی دی.

هغه وویل:

"په دې معنی چې په شمال او شمال ختیځ زونونو کې تېر کال دوه لکه او ۸۰ زره بېځایه شوي کسان موجود و، خو روان کال دا کچه یو سلو او لس زره کسانو ته را ټیټه شوې چې له ۶۰ سلنې څخه زیات کموالی ښايي."

په داسې حال کې د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر وايي چې په شمال زون کې د نا امنیو له امله د بېځایه شویو کسانو په شمېر کې له ۶۰ سلنې زیات کموالی راغلی چې تېره اوونۍ د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو کمېشنرۍ یا UNHCR په شمال او شمال ختیځ زونونو کې ۱۲۵۰۰ بېځایه شویو کورنیو ته د ژمني مرستو د توزیع لړۍ پیل کړه.

راپور: مجیب الرحمن حبیب زی

XS
SM
MD
LG