د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۳۲

خلک: د کندز له ګل‌تپې نه د جګړې له وېرې ګڼې کورنۍ بې‌ځایه شوي


د کندز د ګل‌تپې ولسوالۍ اوسېدونکي وايي، په دغې ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو او وسله‌والو مخالفینو ترمنځ د جګړې له کبله زیات شمېر کورنۍ له خپلو سیمو څخه بې‏‌ځایه شوې دي.

دغه بې‏‌ځایه شوي خلک له حکومت څخه غواړي چې ډېر ژر په دغې ولسوالۍ کې تصفیوي عملیات پای ته ورسوي، څو بې‌‏ځایه شوې کورنۍ بېرته خپلو کورونو ته ولاړې شي او خپل کرنیز کښتونه راټول کړي.

د نوموړې ولسوالۍ درې تنو اوسېدونکو روح‌الله، شعیب او دوست محمد په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

"زموږ ګزاره په ښار کې نه‌کېږې، باید دولت ډېر ژر زموږ په سیمو کې امن راولي چې خپلو کلیو او کورونو ته ولاړ شو، ځکه زموږ هر څه په کلي او کور کې پاتې دي موږ بزګران خلک یو."

"موږ د جګړو له کبله له ګل‌تپې څخه اواره شوي یو او تر اوسه پورې موږ ته کمکونه هم نه‌دي رارسېدلي، دولت باید ډېر ژر زموږ په سیمه کې جګړه ختمه کړي چې خپلو کلیو ته ولاړ شو او خپل کښتونه راټول کړو او که زراعتي فصلونه مو له‌منځه ولاړ شي موږ به نور هم در په دره شو."

"په سیمه کې جګړه ده، موږ د خپل ځان ساتلو په خاطر له سیمې څخه وکوچېدلو، هر څه په کلي کې پاتې دي اوس په ښار کې د خپلوانو کره یو، لس کاله وشوه چې موږ له جګړو څخه خلاصون نه‌لرو."

د کندز له جګړې بې‌ځایه شوې کورنۍ.
د کندز له جګړې بې‌ځایه شوې کورنۍ.

دغه خلک وايي چې له ۱۲ کلونو راهیسې د ګل‌تپې زیات شمېر کلي د دولتي ځواکونو او وسله‌والو مخالفینو ترمنځ لاس په لاس کېږي، خو تر اوسه پورې دولتي ځواکونه نه‌دي توانېدلي چې دغه ولسوالۍ په بشپړه توګه د وسله‌والو مخالفینو څخه پاکه کړي او خلک په یوه ارامه فضا کې ژوند وکړي.

په ورته وخت کې په کندز کې د پامیر د شلمې فرقې د ارکان رئیس سید قربان موسوي بیا وايي چې افغان ګډو ځواکونو له درې ورځو راهیسې د ګل‌تپې ولسوالۍ د تصفیه کولو په هدف عملیات پیل کړي او تر اوسه پورې یو شمېر کلي له طالبانو څخه پاک شوي او عملیات لاهم په سیمه کې جریان لري.

سید قربان موسوي
سید قربان موسوي

نوموړي زیاته کړه:

"دولتي ځواکونو په ګل‌تپې ولسوالۍ کې عملیات پیل کړي او تر اوسه پورې د دښمن زیات شمېر سنګرونه دولتي ځواکونو نیولي دي او په دې عملیاتو کې دښمن ته مرګ ژوبله هم اوښتې ده او زموږ ځواکونه د پرمختګ په حال کې دي."

ښاغلی موسوي وايي، دوی هڅه کوي څو ډېر ژر دغه ولسوالۍ د طالبانو له شتون څخه تصفیه کړي او بې‌‏ځایه شویو کورنیو ته د بېرته تګ زمینه برابره کړي.

بل‌خوا وسله‌والو طالبانو رسنیو ته په لېږل شوې اعلامیه کې ویلي چې په ګل‌تپې ولسوالۍ کې د افغان ځوکونو پیل شوي عملیات پر شا تمبول شوي او د ګڼو وسایطو د ویجاړولو ادعا یې کړې ده.

ګل‌تپه ولسوالۍ د کندز ښار لوېدیځ لوري په ۱۸ کېلو مترۍ کې موقعیت لري او دغه سیمه پخوا د کندز ښار پورې اړوند علاقه وه، خو درې کاله وړاندې کله چې د هېواد ولسمشر د کندز لپاره درې نوې ولسوالۍ منظور کړې، نو د ګل‌تپې سیمه هم د دې ولایت د نوې ولسوالۍ په توګه وپېژندل شوه، خو دغه نوې ولسوالۍ لاهم د وسله‌والو مخالفینو تر حاکمیت لاندې ده.

راپور: اجمل ارین

XS
SM
MD
LG