د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۶

م.م: افغانستان د کورنیو بې‌ځایه شویو له پلوه نړۍ کې دوهم هېواد دی


ملګري ملتونه وايي، افغانستان په نړۍ کې دوهم هېواد دی چې د جګړو له کبله په‌کې ډېری وګړي بې‌ځایه شوي او وايي، د بې‌ځایه شویو کورنیو وضعیت د اندېښنې وړ دی.

په کابل کې د ملګرو ملتونو د ښځو د برخې مشرې ریباکه ټاویرس په ارګ کې د ملګرو ملتونو د چارو د لاهمغږۍ په هدف جوړې شوې غونډې ته وویل، افغانستان په نړۍ کې دوهم هېواد دی چې ډېری وګړي یې د جګړو له امله په کور دننه بې‌ځایه شوي دي.

نوموړي زیاته کړه:

"افغانستان په نړۍ کې دوهم هېواد دی چې د جګړو له کبله په‌کې د بې‌ځایه شویو کسانو شمېر زیات دی او دا یو جدي ضرورت دی څو په دې بحث وشي چې د بې‌ځایه شویو کورنیو ښځو او نجونو د وضعیت د ښه کېدو لپاره څه کول په کار دي."

د کندز جګړې له امله بېځایه شوي کورنۍ.
د کندز جګړې له امله بېځایه شوي کورنۍ.

د مېرمن ریباکه د معلوماتو له مخې اوس‌مهال په نړۍ کې د جګړو له کبله ۶۵ میلیونه کسان بې‌ځایه شوي موجود دي چې دا په تېره کې تر بل هر وخت لوړ شمېر دی.

د رسمي شمېرو له مخې په تېرو څو کلونو کې يه افغانستان کې له نیم میلیون څخه زیات وګړي د جګړو له کبله بې‌ځایه شوي چې ډېری هغه‌یې د ژوند لومړنیو اسانتیاوو ته لاسرسی هم نه‌لري.

ملګري ملتونه په داسې حال کې دا څرګندونې کوي چې لاهم د افغانستان په ځینو ولایتونو کې جګړې دوام لري.

میاخېل: په تېرو ۵ میاشتو کې ۲۱زره کورنۍ بېځایه شوي

په ارزګان کې له ۱۰۹۹ بېځایه شویو کورنیو سره مرسته وشوه

د هسکې مېنې بې‌ځایه شوې کورنۍ وايي عاجلې مرستې ته اړتیا لري

د جوزجان درزاب ولسوالۍ بېځایه شوي کورنۍ وايي عاجلو مرستو ته اړتیا لري

د ملګرو ملتونو په چارو کې د ولسمشر سلاکاره فرخنده زهرا نادري که څه هم ستونزې مني خو وايي، د حل لپاره‌یې جدي اراده موجوده ده.

فرخنده زهرا نادري
فرخنده زهرا نادري

اغلې نادري په ارګ کې د ملګرو ملتونو د چارو د لاهمغږۍ د غونډې په څنډه کې په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

"په هغه شکل چې خلکو یې غوښتنه لرله کاري سرعت دومره نه‌و، خو یو شی چې زه‌یې ویلي شم هغه دا دی چې ولسمشر د ستونزو د حل لپاره جدي اراده لري."

په ورته وخت کې د ښځو افغاني شبکه بیا وايي له روان وضعیت څخه ښځې ډېرې اغېزمنې کېږي، خو په هغه شکل چې لازمه ده پام ورته نه‌کېږي.

د دغې شبکې مشرې حسینې صافۍ چې د ملګرو ملتونو د چارو د لاهمغږۍ په غونډه کې یې خبرې کولې وویل، ترکومه چې ملګري ملتونه خپلې مرستې له افغان مېرمنو سره همغږې نه‌کړي، ستونزمنه به وي چې د دوی په ورځني ژوند او وضعیت کې مثبت بدلونونه رامنځته شي.

راپور: محمد حدیث پردېس

XS
SM
MD
LG