د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۳۲

په کندز کې د جګړې د پراخېدو په اړه د خلکو اندېښنې


د کندز ولایت یو شمېر اوسېدونکي وايي، له څلورو ورځو راهیسې د کندز مرکز اړوند د تلوکې او د چهاردرې ولسوالۍ د عمرخېلو په سیمه کې د افغان ځواکونو او وسله‌والو مخالفینو تر منځ جګړه جریان لري چې له امله‌یې یو شمېر کورنۍ له خپلو مېنو بې‌ځایه شوي دي.

د یادو سیمو اوسېدونکي وايي چې روانې جګړې اندېښمن کړي او له حکومت څخه غواړي چې روان وضعیت ته جدي پاملرنه وکړي څو خلک په خپلو سیمو کې ارام ژوند وکړي.

د کندز ښار یوه تن اوسېدونکي احمدالله په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

"په دې څو ورځو کې امنیتي ګواښونه یو ځل بیا زیاد شوي دي او هرې خواته ډزې دي، خو سیمه‌ییز چارواکي ټول په خوب بیده دي او د دې ولایت امنیت ته هېڅ توجه نه‌کوي. همدارنګه د دې ولایت د عمومي لویو لارو په اوږدو کې هم امنیتي ګواښونه موجود دي، موږ له مرکزي حکومت څخه غواړو چې د کندز وضعیت ته توجه وکړي."

کندز کې د جګړې له امله بېځایه شوي کورنۍ.
کندز کې د جګړې له امله بېځایه شوي کورنۍ.

په ورته وخت کې د کندز د ولایتي شورا غړې کریمه صادقي بیا وايي، د دې ولایت سیمه‌ییز چارواکي دا وړتیا نه‌لري چې د دې ولایت د ښار نېږدې څنډې د وسله‌والو مخالفینو له شتون څخه تصفیه کړي.

نوموړې زیاته کړه:

"له څو ورځو راهیسې یو ځل بیا امنیتي وضعیت خراب شوی دی او د دې روانې جګړې له کبله ملکي خلکو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده او د کندز سیمه‌ییز چارواکي دومره وړتیا نه‌لري چې خپل ټپیان د جنګ له ډګر څخه روغتون ته انتقال کړي چې دغه روان وضعیت خلک سخت اندېښمن کړي دي."

بل‌خوا د کندز امنیه قوماندان جنرال عبدالحمید حمیدي د دغو انتقادونو په ردولو سره وايي چې دوی د دې ولایت په بېلابېلو سیمو کې د وسله‌والو مخالفینو لوی بریدونه مات کړي دي او دمګړۍ د کندز ټولې لويې لارې د ټرافیکو پر مخ خلاصې دي.

حمیدي: کندز ته ټولې غځېدلې لارې د ترافیکو پرمخ خلاصې دي.
حمیدي: کندز ته ټولې غځېدلې لارې د ترافیکو پرمخ خلاصې دي.

نوموړي زیاته کړه:

"اوس‌مهال جدي امنیتي ګواښونه نه‌شته د کندز-علي‌اباد لویه لاره د ترافیکو پر مخ خلاصه ده، د طالبانو یو ګروپ په دې لاره کې پیدا شوی وو چې هغه د امنیتي ځواکونو په غبرګون کې له سیمې وتښتېدی او اوس مهال د دې ولایت ټولې لويې لارې د ترافیکو پر مخ خلاصې دي."

ښاغلی حمیدي زیاتوي چې لاهم د تلوکې سیمه کې همدارنګه د چهاردرې ولسوالۍ د عمرخېلو سیمه کې د افغان ځواکونو تصفیوي عملیات جریان لري.

خو د کندز خلک وايي، تر څو چې د دې ولایت د ګل‌تپه، اقتاش، چهاردرې او دشت ارچې ولسوالۍ چې د وسله‌والو مخالفینو مهم مرکزونه شمېرل کېږي د هغوی له وجود څخه نه‌وي پاک شوي، نو د کندز ښار به تل د وسله‌والو مخالفینو تر جدي امنیتي ګواښونو لاندې وي، دوی له مرکزي حکومت څخه غواړي چې لومړی دغه یادې شوې ولسوالۍ د طالبانو له شتون څخه تصفیه کړي او بیا د تصفیوي عملیاتو لمن د دې ولایت نورو سیمو ته وغځوي.

راپور: اجمل ارین

XS
SM
MD
LG