د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۳۱

مبین: شمال زون کې د خالد ۹۶ په نوم عملیاتو ۱۲۰۰ وسله وال وژلي


په شمال زون کې د ۲۰۹ شاهین قول اردو مشر جنرال امان‎الله مبین وايي چې د خالد ۹۶ عملیاتو په جریان کې د دولت ضد سله‎والو ته یې دارنه تلفات اړولي دي.

د ۲۰۹ شاهین قول اردو مشر وايي چې د دې ربع په لومړیو کې طالب وسله‎والو د دولت ضد نورو ډلو د کندز ولایت پر مختلفو سیمو، د بدخشان ولایت په زیباک، وردوج او تګاب او همدارنګه د جوزجان ولایت پر درزاب ولسوالۍ ډله ییز برېدونه ترسره کړل، خو د افغان ځواکونو د مقاومت په نتیجه کې دښمن ته دارنه تلفات واوښتل.

د شاهین قول اردو قوماندان وايي چې د خالد ۹۶ عملیاتو په لومړي ربع کې له زرو څخه ډېر د دولت ضد وسله‎والو وژل شوي دي.

د شاهین قول اردو قوماندان جنرال امان الله مبین
د شاهین قول اردو قوماندان جنرال امان الله مبین

هغه په دې اړه وویل:

"د خالد ۹۶ عملیاتو په لومړي ربع کې دښمن ته درانه تلفات وارد شول، د هغوی ۱۲۰۰ تنه ووژل شول، ۶۷۰ تنه یې ټپيان شول او ۱۰ تنه یې ژوندي نیول شوي چې دا د افغان قوتونو ته لویه لاسته راوړنه ده."

د شاهین قول اردو مشر وايي چې داعشیانو او وسله‎والو طالبانو د جوزجان په درزاب ولسوالۍ ډله ییز برید ترسره کړ چې په پایله کې یې ۱۳۰ داعشیان ووژل شول او ۷۰ تنه نور ټپيان شول.

ښاغلي مبین زیاته کړه:

"په درزاب ولسوالۍ باندې د داعشیانو او وسله‎والو طالبانو د حملې په نتیجه کې دوی ته تلفات واوښتل، د هغوی ۱۳۰ تنه ووژل شول او ۷۰ تنه ټپیان شول افغان پوځیانو ته ډېر کم تلفات وارد شول."

د ۲۰۹ شاهین قول اردو مشر جنرال امان‎الله مبین د طالب وسله‎والو د منصوري عملیاتو لومړی ربع ناکام بولي او وايي چې داعشیان او د دولت ضد بل هر یوه ډله د افغان پوځیانو په وړاندې د مخامخ جګړې وړتیا نه‎لري.

د شاهین قول اردو مشر وايي چې د خالد ۹۶ عملیاتو په لومړي ربع کې افغان هوايي ځواکونو مثبت او بریالی نقش ترسره کړ.

نوموړي وویل د یادو عملیاتو په دویم ربع کې به په بدخشان، کندز، فاریاب او جوزجان ولایتونو کې پراخ پوځي عملیات ترسره کړي.

تر اوسه وسله والو مخالفینو په دې اړه څه نه دي ویلي.

مجیب الرحمن حبیب‎زی

XS
SM
MD
LG