د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۲۰

دانش: د کندز-تخار لارې د امنیت د تأمین په هدف عملیات دوام لري


د کورنیو چارو وزارت وايي، د کندر-تخار لویې لارې د امنیت د ټینګښت او له دې مسیر څخه د وسله‌والو د پر شا تمبولو لپاره د امنیتي ځواکونو عملیات دوام لري.

د کورنیو چارو وزارت سرپرست ویاند نجیب دانش د پنجشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې د دې لپاره چې وسله‌والو د خلکو په کورونو کې ځای نیولی او په سیمه کې ملکیان زیات دي افغان ځواکونه په دقت او احتیاط سره پر مخ ځي.

نوموړي زیاته کړه:

"د تخار لور ته عملیات پیل شوي دي، یوه برخه پاتې ده چې کار کوو هغه هم تصفیه شي، هلته د سیمې خلک مېشت دي، له بده‌مرغه نه‌شو کولای په جديت سره پر مخ لاړ شو، دښمن د خلکو کورونه د سنګر په توګه کاروي، لازم دقت په کار دی چې عامو خلکو ته زیان ونه‌رسېږي."

نجیب دانش وايي، له افغان امنیتي ځواکونو سره د سیمې خلک او محلي پولیس هم د کندز-تخار لویې لارې د امنیت د ټینګښت لپاره همکاري کوي.

شااوخوا یوه اوونۍ کېږي چې وسله‌والو د کندز-تخار پر لویه لاره د یو شمېر امنیتي پوستو په نیولو سره دا لار تړلې ده.

په سیمه کې د ازادي راډیو خبریال وايي، د دې لویې لارې بندښت د خلکو لپاره زیاتې ستونزې پیدا کړي او هغوی اړ شوي چې د کندز علي‌اباد او خان‌اباد له فرعي لارې څخه استفاده وکړي.

د کورنیو چارو وزارت وايي د دوی، دفاع وزارت او په افغانستان کې د ناټو د غوڅ ملاتړ مأموریت یو لوړ رتبه پلاوی کندز ته تللی چې د دې ولایت د امنیت او په ځانګړي ډول له وسله‌والو څخه د قلعه‌زال ولسوالۍ د بېرته نیولو تدابیر او وضعیت له نېږدې وڅېړي.

د کندز په قلعه‌زال ولسوالۍ کې د روانې جګړې له امله شااوخوا دوه زره کورنۍ کندز ښار ته کډه شوي او شکایت کوي چې تر اوسه ورسره هېڅ ډول مرسته نه‌ده شوې.

د کندز ولایت ویاند بیا ازادي راډیو ته ویلي چې دولتي ارګانونو د بې‌ځایه شویو سروې پیل کړې ده او ډېر ژر به ورته اړینې مرستې ورسول شي.

XS
SM
MD
LG