د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۳۹

چارواکي: د کندز-تخار د لويې لارې په اوږدو کې ۲۶ مخالفین وژل شوي


د کندز امنیتي چارواکو په خبره، د کندز-تخار د لويې لارې په اوږدو کې د وسله‎والو مخالفینو او افغان ځواکونو تر منځ په درې ورځنۍ جګړه کې ۲۶ تنه وسله‎وال طالبان وژل شوي او ۱۶ تنه‌یې ټپیان شوي دي.

د نوموړي ولایت امنیه قوماندان جنرال عبدالحمید حمیدي د یکشنبې په ورځ رسنیو ته وویل چې د کندز-تخار د لويې لارې په اوږدو کې امنیتي پوستې فعالې دي او پوستې یې اکمال کړي همدارنګه تازه ځواکونه هم ورته رسېدلي دي.

د کندز امنیه قوماندان جنرال عبدالحمید حمیدي
د کندز امنیه قوماندان جنرال عبدالحمید حمیدي

نوموړی وايي:

"د لويې لارې وضعیت ښه دی ځکه موږ سیمې ته تللي وو، پوستې مو اکمال کړي او تازه ځواکونه په پوستو کې ځای پر ځای شول، خو دښمن ډېر قوي عملیات پیل کړي وو خو له ماتې سره مخ شو او درنه مرګ ژوبله هم ورته اوښتې ده."

ښاغلی حمیدي زیاتوي چې دغه لويه لاره د یو اندازه امنیتي ګواښونو له کبله لا هم د ترافیکو پر مخ تړلې ده.

د نوموړي په وینا چې دوی د دغې لارې د پرانیستو په هدف پوځي عملیات هم پیل کړي دي.

امنیه قوماندان زیاته کړه چې دوی د قلعۀ‌زال ولسوالۍ د بېرته نیولو لپاره پوره چمتووالی لري او تازه ځواکونه‌یې هم سیمې ته استولي دي.

خو نوموړي د دولتي ځواکونو او ملکي وګړو د مرګ ژوبلې په اړه څه ونه‌ویل.

په ورته وخت کې د کندز د ولایتي شورا یو تن غړي غلام رباني رباني، په دې ولایت کې د روانو ناامنیو او بې‌ثباتیو لاملین د کندز سیمه‌ییز چارواکي بولي.

د کندز د ولایتي شورا یو تن غړی غلام رباني رباني
د کندز د ولایتي شورا یو تن غړی غلام رباني رباني

نوموړی وايي:

"سیمه‌ییزو چارواکو په وخت سره توجه ونه‎کړه او د ښار شااوخوا سیمې یې د طالبانو له شتونه تصفیه نه‎کړې او وسله‎وال طالبان د لويې لارې په ۱۰۰ کېلو مترۍ او ۲۰۰ کېلو مترۍ کې موجود وو او د هوا په ګرمېدو سره خپل عملیاتونه پیل کړل چې له کبله‌یې لویه لاره د ترافیکو پر مخ وتړل شوه او یو شمېر پوستې یې هم ونیولې."

خو د کندز-تخار د لويې لارې بندېدو همدارنګه د قلعۀ‌زال ولسوالۍ سقوط د کندز ښاریان یو اندازه اندېښمن کړي دي.

د یادونې وړ ده چې کندز ولایت ۹ ولسوالۍ لري، خو اوس‌مهال د دې ولایت څلور ولسوالۍ لکه قلعۀ‌زال، ګل‌تپه، کل‌باد او اقتاش د وسله‎والو مخالفانو تر حاکمیت لاندې دي.

بل‌خوا ذبیح‎الله مجاهد چې ځان د وسله‌والو طالبانو ویاند معرفي کوي، د کندز د امنیتي چارواکو دغه ادعاوې ردوي او زیاتوي چې د کندز-تخار د لويې لارې په اوږدو کې دوی ۸ پوستې نیولي دي او لا هم د دوی په کنټرول کې دي همدارنګه دولتي ځواکونو ته د مرګ ژوبلې اړولو ادعا هم کوي.

راپور: اجمل ارین

XS
SM
MD
LG