د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۲۴

کندز کې وروستیو جګرو څه باندې ۲ زره کورنۍ له خپلو سیمو بې‌ځایه کړي


سیمه‎ییز چارواکي وایي، په کندز کې د وروستیو جګړو له کبله څه باندې دوه زره کورنۍ له خپلو سیمو او کورونو بې‌ځایه شوي او وايي چې تر اوسه له دوی سره اړینې مرستې نه‌دې شوي.

د کندز ولایتي شورا وايي چې په دې ولایت کې د وروستیو جګړو له کبله څه باندې دوه زره کورنۍ د قلعۀزال ولسوالۍ په ګډون د کندز له بېلابېلو سیمو څخه بې‌ځایه شوې دي.

د کندز قلعۀزال ولسوالۍ څخه بې‌ځایه شوې کورنۍ اوس‌مهال د کندز ښار په بېلابېلو سیمو کې له سختو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.

یوه مېرمن چې له خپلو کوچنیانو سره د کندز قلعۀزال ولسوالۍ څخه بې‌ځایه شوې ازادي راډیو ته وویل چې تر اوسه پورې له دوی سره چا د مرستې ډاډ هم نه‌دی ورکړی.

دغې میرمن وویل:

"په قلعۀزال کې جنګ و، موږ مجبور شو چې له خپلو سیمو څخه ووځو او د کندز ښار ته راشو، اوس دلته له ډېرو ستونز سره مخ یو، زه له خپلو ماشومانو سره په دې ازاده فضا کې ژوند کوم."

په همدې حال کې یو بل بې‌ځایه شوی بیا وايي چې اوس‌مهال دوی د خوراکي توکو له نشتوالي سره مخ دي.

ده وویل:

"موږ له خپلو کورونو څخه بې‌ځایه شوو‎، اوس نه خوراکي توکي لرو او نه‌هم سرپناه، دولت هم له موږ سره تر اوسه کومه مرسته نه‌ده کړې."

بل‌خوا د کندز د والي ویاند سید محمود دانش وايي چې اړوندو ارګانونو د بې‌ځایه شویو کورنیو سروې پیل کړې او ډېر ژر به پر بې‌ځایه شویو کورنیو اړینې بشري مرستې ووېشل شي.

ښاغلي دانش زیاته کړه:

"په دې اړه د والي مرستیال له اړوندو ارګانونو سره غونډه درلوده او هغوی ته‌یې سپارښتنه کړې، چې ډېر ژر پر بې‌ځایه شویو خلکو د اړینو مرستو د وېش لړۍ پیل کړي."

نوموړي همداراز وویل چې اوس‌مهال د کندز–تخار د لويې لارې د خلاصېدو په هدف پوځي عملیات جریان لري او دولتي ځواکونه د پرمختګ په حال کې دي.

د هغه په وینا چې په نېږدې ورځو کې به د قلعۀزال ولسوالۍ د بېرته نیولو په هدف پراخ پوځي عملیات هم پیل شي.

د یادونې وړ ده چې له پنځو ورځو راهیسې د کندز–تخار لویه لار د ټرافیکو پر مخ تړلې ده، خو اوس‌مهال خلک د کندز علي‎اباد-خان‎اباد له فرعي لارې تخار، بدخشان او کندز ولایتونو ته تګ را تګ کوي.

راپور: اجمل ارین

XS
SM
MD
LG