د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۴۶

د کندز ولایتي شورا: که د دغه ولایت امنیت ته پام ونه‌شي خپله دروازه تړو


د کندز ولایتي شورا وايي، اوس‌مهال د کندز ډېره جغرافیه د وسله‎والو مخالفینو تر کنټرول لاندې ده.

د ولایتي شورا غړو په یوې اعتراضیه ناسته کې د دې مطلب په بیانولو سره، مرکزي حکومت ته همدارنګه د کندز سیمه‌ییزې ادارې ته خبرداری ورکړ، که ډېر ژر د قلعۀ‌زال ولسوالۍ او د درې نورو ولسوالیو د بېرته نیولو برخه کې لاس په کار نه‎شي، نو دوی د دغې شورا دروازه تړي او د ښار واټونو کې په پراخو لاریونونو لاس پورې کوي.

د کندز د ولایتي شورا یو تن غړی مولوي خوش‎ محمد
د کندز د ولایتي شورا یو تن غړی مولوي خوش‎ محمد

د کندز د ولایتي شورا یو تن غړي مولوي خوش‎ محمد په دې اړه وویل:

"کندز ۹ ولسوالۍ لري، خو اوس‌مهال ۴ ولسوالۍ یې له طالبانو سره دي او په ټوله کې اوس‌مهال ۸۰ سلنه د کندز اراضي د وسله‎والو طالبانو په اختیار کې ده، ایا حکومت یوازې د ښار په چوک خپل حکومت کوي؟ دا ډېر د شرم ځای دی، هره ورځ د کندز ځوانان وژل کېږي همدارنګه ښځې او کوچنیان له خپلو کورونو څخه بې‌ځایه کېږي."

په ورته وخت کې د کندز د ولایتي شورا مُنشي زرګل عالمي وايي چې د کندز د سیمه‌ییزې ادارې د ناسم مدیریت او نه‌پاملرنې له کبله په دې ولایت کې ناامنۍ هره ورځ له خلکو څخه قرباني اخلي.

د کندز د ولایتي شورا مُنشي زرګل عالمي
د کندز د ولایتي شورا مُنشي زرګل عالمي

نوموړې وویل:

"دا د شرم ځای دی چې ۱۷ او ۱۸ کلن ځوانان له یو میل کلاشنیکوف سر دولت پسې اخلي او ولسوالۍ نیسي، حال دا چې دولت ټانګونه، الوتکې او نور تجهیزات لري او له دومره پوځي امکاناتو سره بیا هم له خپلو سیمو څخه په شا تګ کوي."

بل‎خوا د کندز د قلعۀ‌زال ولسوالۍ یو شمېر سیمه‌ییز پولیس بیا وايي چې دوی د خوراکي توکو او مهماتو نشتوالي سره مخ شوي وو، نو له همدې کبله دې ته اړ شوي څو خپلې پوستې پرېږدي.

د قلعۀ‌زال ولسوالۍ دوو سیمه‌ییزو پولیسو وویل:

"موږ اوبه، ډوډۍ او مهمات نه‌درلودل، د کلاشنیکوف له ۳۰۰ مرمیو سره مو دوه شپې او دوه ورځې مقاومت وکړ، خو موږ ته مرستندویه ځواکونه او مهمات ونه‌رسېدل، نو اړ شو چې پوستې پرېږدو."

"زموږ ډوډۍ، اوبه او مهمات خلاص شوي وو، مهمات راونه‌رسېده، نو موږ له پوستو ووتلو او ولسوالۍ سقوط وکړ."

په همدې حال کې د کندز امنیتي چارواکي بیا وايي چې اوس‌مهال د کندز-تخار د لويې لارې خلاصېدو په هدف د دولتي ځواکونو عملیات جریان لري، خو زیاتوي چې ډېر ژر د قلعۀ‌زال ولسوالۍ د بېرته نیولو په هدف هم پراخ پوځي عملیات پیلوي.

د کندز ولایتي شورا په داسې حال کې خپلې اندېښنې څرګندوي چې له څلورو ورځو راهیسې د کندز-تخار لویه لاره چې کندز له تخار او بدخشان ولایتونو سره نښلوي د ترافیکو پر مخ تړلې، همدارنګه د کندز ښار شااوخوا سیمو کې هم ځای پر ځای د دولتي ځواکونو او وسله‌والو طالبانو تر منځ جګړه جریان لري.

راپور: اجمل آرین

XS
SM
MD
LG