د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۴۶

شمال کې د جګړو زیاتېدو ولسي جرګه اندېښمنه کړې


په يو شمېر شمال ختځيو ولایتونو، په ځانګړې توګه بدخشان او کندز کې د جنګ شدت په ولسي جرګه کې د خلکو د استازو اندېښنې راپارولي او دوی وايي چې همدا مهال د خان‎اباد او قلعه‎زال په ولسوالیو کې څو امنیتي پوستې د طالبانو په محاصره کې دي.

د ولسي جرګې رئيس عبدالروف ابراهیمي د دغو اندېښنو په تائيد سره د دغې جرګې د شنبې ورځې په عمومي ناسته کې وویل چې په بدخشان، کندز او يو شمېر نورو ولایتونو کې روانې جګړې باید کابو کړای شي.

د افغانستان د ولسي جرګې مشر عبدالروف ابراهیمي
د افغانستان د ولسي جرګې مشر عبدالروف ابراهیمي

نوموړي وویل:

"اوس‎مهال تر بل هر څه موږ ته امنیت لومړیتوب لري، زموږ اساسي اړتیا امنیت ده، په کندز، بدخشان او نورو شمالي ولایتونو کې روانو جګړو د خلکو اندېښنې زیاتې کړي، موږ د افغان امنیتي ځواکونو مېړانه ستایو؛ خو تر هر څه وړاندې باید د افغانستان اوضاع تر څېړندې لاندې ونیول شي."

اخوا په ولسي جرګه کې د خلکو يو شمېر استازي وايي، سره له دې چې افغان امنیتي ځواکونه ښه نه‎دي تجهیز شوي؛ خو بیا هم د وسله‎والو ډلو په وړاندې په مېړانه جنګېږي.

په ولسي جرګه کې د کندز د خلکو استازی کمال صافی وايي، د کندز په خان‎اباد او قلعه‎زال ولسوالیو کې د جګړو له امله سلګونه کورنۍ اړې شوي چې خپل کورونه پرېږدي او ډېری مېرمنې او ماشومان په ډېر بد حالت کې قرار لري.

په ورته وخت کې د کندز ولایت اوسېدونکو په سیمه کې د ازادي راډیو خبریال ته ویلي چې وسله‎والو طالبانو تېره ورځ د قلعه‎زال ولسوالۍ د اق‎تېپې بازار تر خپل واک لاندې راوستی او د کندزـ تخار لویه لار د امنیتي ځواکونو او وسله‎والو مخالفینو ترمنځ د نښتو له امله تړل شوې ده.

طالب ویاند ذبیح الله مجاهد د یوې اعلامیې په لېږلو سره ویلي چې د قلعه‎زال ولسوالي د دوی وسله‎والو تر خپل کنټرول لاندې راوستې او افغان امنیتي ځواکونو ته يې هم تلفات اړولي.

خو د افغانستان دفاع وزارت بیا دغه ادعاوې رد کړي دي.

د نا امنیو په تړاو اندېښنې يوازې تر کندز نه‎دې محدودې؛ بلکه دې سره جوخت په ولسي جرګه کې د بدخشان استازي وايي، طالبان له يوې اوونۍ راهیسې په دې هڅه کې دي چې د دې ولایت د يو شمېر ولسوالیو سیمې تر خپلې ولکې لاندې راولي.

له ډلې يې نیلوفر ابراهیمي وايي:

"د بدخشان په جګړه کې مرکزي حکومت ناتوانه دی، ځکه چې نه یوازې د بدخشان جنګ د افغانستان جنګ دی، بلکې دا په سیمه کې د قاچاقبرانو جنګ دی، له دې جګړې سره باید د پېشو او موږک په شان لوبه ونه شي، د بدخشان سقوط د شمال او افغانستان سقوط دی او حکومت باید په هغو ځایونو کې چې تهدید موجود وي، اډې جوړې کړي."

له دې وړاندې د کندز د ولایتي شورا يو شمېر استازو ویلي وو چې د قلعه‎زال ولسوالۍ سقوط کړی او د طالبانو تر کنټرول لاندې ده.

خو د افغانستان د دفاع وزارت ویاند دولت وزیري دغه څرګندونې ردوي او وايي چې په دغه ولسوالۍ کې افغان امنیتي ځواکونه موجود دي او هلته چاڼيز عملیات دوام لري.

د افغانستان د دفاع وزارت ودانۍ
د افغانستان د دفاع وزارت ودانۍ

ښاغلي وزیري:

"موږ په ټول هېواد کې، په ځانګړې توګه په هغو ځایونو کې چې امنیت یې کمزوری دی او لوړ امنیتي تهدیدات یې موجو دي، تعرضي او پلان شوي عملیات ترسره کوو او ورته ادامه ورکوو او موږ په تېره يوه اوونۍ کې دښمن ته ډېر زیات تلفات اړولي دي."

خو سره له دې چې د افغانستان دفاع وزارت وايي چې وسله‎والو مخالفینو ته يې درانه زیانونه اړولي او د دوی پټنځایونه يې له منځه وړي؛ په ولسي جرګه کې د خلکو استازي روان حالت ته په کتو د شمالي ولایتونو وضعیت د اندېښنې وړ بولي او وايي چې که د روان وضعیت د کابو کولو لپاره عملي اقدامات ونشي؛ نو د جنګ لمبې به نورو ولایتونو ته هم وغځېږي.

راپور: واصل وصال

XS
SM
MD
LG