د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۴۳

کندز ولایتي شورا: قلعۀ‌زال ولسوالۍ سقوط کړی


د کندز د ولایتي شورا یو شمېر غړي وايي چې قلعۀ‌زال ولسوالۍ سقوط کړی دی.

د کندز د ولایتي شورا یوه غړي اسدالله سادات ازادي راډيو ته وویل چې وسله والو طالبانو له تېرې ورځې راهیسې جګړه پیل کړې وه چې نن سهار لس بجې یې دغه ولسوالي ونیوله.

نوموړي وویل چې په دغه نښته کې ملکي وګړو ته هم تلفات اوښتي دي او حتی یوشمېر کورنۍ د خپلو کورونو پرېښودو ته اړې شوې دي.

ښاغلی سادات د دغې ولسوالۍ د سقوط لامل د مرستندویه ځواکونو نه رسېدل په ګوته کړل.

خو د افغانستان دفاع وزارت ویاند جنرال دولت وزیري ازادي راډيو ته وویل چې د کندز په قلعه زال ولسوالۍ کې سخته جګړه روانه ده خو د دغې ولسوالۍ د سقوط په اړه څه نشي ویلی.

له بلې خوا طالب ویاند ذبیح الله مجاهد ادعا کوي چې د کندز قلعۀ‌زال ولسوالي په بشپړه توګه د دوی په کنټرول کې ده.

د یادونې وړ ده چې قلعه زال ولسوالي تېر کال هم وسله والو طالبانو نیولې وه چې وروسته د افغان ځواکونو لخوا ونیول شول.

دا په داسې حال کې ده چې اته ورځې مخکې د بدخشان زېباک ولسوالي هم د وسله والو طالبانو لخوا نیول شوې ده.

د بدخشان والي مرستیال ګل محمد بېدار تېره شپه ازادي راډیو ته وویل چې د یادې ولسوالۍ د بېرته نیولو لپاره سخته جګړه پیل شوې ده.

XS
SM
MD
LG