د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۰۳

ولسي جرګه: د افغانستان نهو ولایتونو کې د اردو دنده پولیس ترسره کوي


د افغانستان د ولسي جرګې د کورني امنیت کمېسیون وايي، اوس هم د هېواد په نهو ولایتونو کې د ملي اردو ځواکونه نه‌شته او دنده‌یې ملي پولیس پر مخ وړي.

د ولسي جرګې د کورني امنیت کمېسیون رئیس میرداد نجرابي د چهارشنبې په ورځ د جرګې په عمومي غونډه کې وویل چې د جرګې د اداري پلاوي په سپارښتنه‌یې، د هېواد د نا امنه ولایتونو امنیتي وضعیت څېړلی او موندنې یې ښيي چې اوس هم د هېواد ځینو حساسو او نا امنو سیمو ته، د ملي اردو ځواکونه نه‌دي رسېدلي.

دی وايي، په دغو سیمو کې د وسله‌والو مخالفینو پر وړاندې جګړه ملي پولیس پر غاړه لري.

نوموړي زیاته کړه:

"د عملیاتو اساسي او عمده برخه د پولیسو او ځانګړو ځواکونو له‌خوا ترسره کېږي، په نهو ولایتونو او ۱۴۶ ولسوالیو کې د ملي اردو ځواکونه نه‌شته، د دندو په پام کې نیولو سره د پولیسو تجهیزات په تشکیلاتو کې نه‌دي ځای شوي او همدارنګه د پولیسو موجوده ثقیله وسله او تجهیزات کافي نه‌دي."

د ولسي جرګې د کورني امنیت کمېسیون د معلوماتو له مخې، د هېواد د شمالي، شمال ختیځو، ختیځو، جنوبي او جنوب لوېدیځو ولایتونو د امنیتي وضعیت راپور یې، د درې ګونو امنیتي ځواکونو له مسؤلینو سره شریک کړی او بحثونه‌یې پرې کړي دي.

په راپور کې راغلي چې وسله‌والو مخالفینو د روان کال له پیل راهیسې پر حکومتي ځواکونه ۳۶۳ بریدونه کړي دي.

راپور دا هم وايي، دغه بریدونه د بدخشان ولایت د زیباک او اشکاشم، د تخار پر خواجه بهاوالدین او درقد، د کندز پر علي‌اباد، قلعه‌زال او خان‌اباد، د ننګرهار ولایت پر اچین، نازیانو او مامند درې ولسوالیو شوي دي چې د امنیتي ځواکونو له‌خوا، په شاتمبول شوي دي.

دا خبرې په داسې حال کې کېږي چې په دې وروستیو کې د بدخشان زیباک او د کندز قلعه‌زال ولسوالۍ د وسله‌والو طالبانو له‌خوا سقوط شوي دي.

د افغانستان دفاع وزارت مني چې په روان کال کې د وسله‌والو طالبانو او نورو ترورېستي ډلو خوځښتونه زیات شوي خو وايي، د مخالفینو دغه خوځښتونه د افغان ځواکونو د کمزورۍ نښې نه، بلکې د دوی د ځپلو لپاره د پراخو عملیاتو تدابیر نیول شوي دي.

محمد رادمنش.
محمد رادمنش.

د دغه وزارت مرستیال ویاند محمد رادمنش ازادي راډیو ته وویل:

"کوم عملیات چې موږ په بېلابېلو برخو کې پیل کړي ۱۸ عملیاتونه دي او د ملي حاکمیت د خوندیتوب او د ځمکنۍ بشپړتیا لپاره جاري دي، په هر ځای کې چې د دښمن تصور کېده، موږ یې پر وړاندې اقدام کړی دی، هغه ولسوالۍ چې پخوا په‌کې زموږ ځواکونه نه‌وو، اوس ورسېدلي دي."

دفاع وزارت دا هم وايي، یوازې وسله‌وال طالبان نه‌دي چې د حکومت پر وړاندې جنګېږي بلکې د ګاونډیو هېوادونو پېژندل شوې ترورېستي ډلې هم، ورګډې شوې دي.

له دې وړاندې د افغانستان جمهور رئيس اشرف غني ویلي چې د افغانستان جګړه د سیمې جګړه ده.

ده پر ګاونډیو هېوادونو او نړیوالې ټولنې غږ کړی چې د دې جګړې په مخنیوي کې دې‎، د افغان ځواکونه ملاتړ وکړي او که نه نو، د دغې جګړې لمن به له افغانستانه سیمې ته هم وغځېږي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG