د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۰۹

د څلورم ځل لپاره د نورستان د وانټ وایګل د سقوط وېره


د نورستان ولایت د وانټ وایګل ولسوالۍ اوسېدونکي وايي، له تېرو درېیو ورځو يې ولسوالي وسله والو مخالفینو محاصره کړې ده او کله کله خو د ولسوالۍ پر تعمیر هم د هاوان ګولۍ هم راولي.

د وانټ وایګل ولسوالۍ یو تن اوسېدونکي نن جمعه ازادي راډیو ته وویل درې ورځې کېږي چې په زیات شمېر کې وسله وال طالبان راجمع شوې او له دوو ورځو يې د کونړ له ماڼوګي ولسوالۍ وانټ ته تللی سړک هم د ټرافیکو په وړاندې تړلی دی.

نوموړي زیاته کړه:

"د دوو ورځو راهیسې د وانټ لاره د ترافیکو پرمخ تړل شوې ده، هېڅ ډول تګ او راتګ په دې لاره نه کېږي، طالبان ولسوالۍ ته نېږدې راټول شوي دي او نن سهار نه د هاوان یو یو ډز کېږي، هر ساعت د جنګ پیل کېدو امکان شته دی، افغان ځواکونه هم جنګ ته تیار دي."

هغه وايي، باید چې مرکزي حکومت په وانټ وایګل کې د پرتو افغان ځواکونو د مرستې لپاره هوايي ځواکونه راولېږي او که د وسله والو په شا تمبولو لپاره زر اقدام ونشي نو کېدای شي چې طالبان د څلورم ځل لپاره د ولسوالۍ په سقوط بریالي شي.

د نورستان والي حافظ عبدالقیوم هم مني چې یو شمېر وسله وال پر ولسوالۍ د برید لپاره راټول شوي، خو وايي، هلته پراته افغان ځواکونه د برید شنډولو لپاره پوره چمتوالی لري.

نوموړي زیاته کړه:

"طالبان غواړي چې په وانټ وایګل ولسوالۍ عملیات وکړي، خو موږ هم سیمې ته تازه دم ځواکونه لېږلي دي او د هغوی د حملې شنډولو او په شا تمبولو ته پوره تیاری لرو."

نورستان هغه ولایت دی چې تېر نیم کال څخه یې د لوېدیځ نورستان د دواب ولسوالې هم د وسله والو طالبانو د محاصرې لاندې ده او د دې ترڅنګ کامدېش او برګمټال په غځېدلو لارو کې هم د دولتي کسانو په وړاندې ستونزې پیدا کړي دی.

راپور: روح الله انوري

XS
SM
MD
LG