د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۵۹

عمرخېل: د کندز– تخار لویه لار د ترافیکو په مخ خلاصه شوه


د کندز سیمه‎ییز چارواکي وايي چې نن د شنبې په ورځ د کندز– تخار لویه لار د ترافیکو په مخ خلاصه شوې او اوس مهال خلک پرې په ډاډه زړه تګ را تګ کولای شي.

د کندز- تخار لویه لار له ۷ ورځو راهیسې د وسله‎والو مخالفینو او افغان ځواکونو ترمنځ د جګړې له کبله د ترافیکو په مخ تړلې وه، خو د جمعې په ورځ افغان ځواکونه و توانېدل چې دغه لار د وسله‎والو مخالفینو له شتون څخه پاکه کړي، خو د شنبې په ورځ پر دغې لويې لارې خلکو ته د تګ را تګ اجازه ورکړل شوه.

د کندز والي اسدالله عمرخېل له رسنیو سره د خبرو پرمهال وویل چې دغه لویه لار د ترافیکو په مخ خلاصه ده او د دغې لارې د خوندېتوب لپاره دوی جدې پلانونه ترلاس لاندې لري.

د کندز والي اسدالله عمرخېل
د کندز والي اسدالله عمرخېل

ښاغلي عمرخېل زیاته کړه:

"لار اوس مهال خلاصه ده او خلک کولای شې تګ را تګ پرې وکړي، هېڅ ډول ستونزه نه لري او په دې ۷ ورځنۍ جګړه کې ۵۵ تنه وسله‎وال طالبان وژل شوي او ۴۶ تنه یې ټپيان شوي، همدارنګه ۱۰ تنه دولتي ځواکونه وژل شوي او ۱۳ تنه یې ټپيان شوي دي."

په ورته وخت کې د کندز– تخار او بدخشان ولایتونو خلک هم ډېر خوشحاله دي چې دغه لویه لاره د ترافیکو په مخ خلاص شوه.

د دغې لارې په اوږدو کې یوه تن ځايي اوسېدونکي ازادي راډيو ته وویل:

"لار د ترافیکو په مخ خلاصه ده، خلک پرې تګ را تګ کوي او کومه ستونزه نشته او خلک هم په خپلو ځمکو کې په کار و بار بوخت دي."

د کندز– تخار د لويې لارې یوه تن موټر چلوونکي په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

"زه له خان اباد څخه راغلم، لاره خلاصه شوې ده او د لارې امنیت دولتي ځواکونو نیولی دی، هېڅ کومه ستونزه نه تر سترګو کېږي."

د کندز– تخار پر لويې لارې هغه خلک چې تګ را تګ کوي وايي، اوس مهال یوازې سړک د وسله‎والو مخالفینو له شتون څخه پاک شوی دی، خو د سړک دواړو خواو ته په کلیو کې لاهم وسله‏ وال مخالفین فعاله فزیکي حضور لري او لا هم دغه سړک د طالبانو تر جدي ګواښ لاندې دی.

دغه خلک وايي، څو چې د سړک شااوخوا کلي د وسله والو طالبانو له شتون څخه پاک نشي، نو احتمال لري چې بیا هم دغه لار د ترافیکو په مخ و تړل شي.

په ورته وخت کې د کندز امنیتي چارواکي بیا وايي چې دوی د دغې لارې د ډاډمن امنیت په خاطر د دغې لارې په اوږدو یو شمېر نوې امنیتي پوستې جوړوي.

خو دغه سړک د ماینونو د انفجار او همدارنکه د درنو وسلو د مرميو لګېدولو له کبله ډېر خراب شوی دی.

خو وسله‎والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دې ویلې.

راپور: اجمل ارین

XS
SM
MD
LG