د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۰۹

د کندز-تخار لارې پر سر جګړو کې ګېر خلک څه ډول وضعیت لري؟


د کندز-تخار د لارې په اوږدو کې د افغان ځواکونو او وسله‌والو مخالفینو تر منځ جګړه نن شپږمې ورځې ته وغځېده.

د دغې لارې په اوږدو کې ځايي خلک وايي چې د جګړې له کبله ملکي وګړو ته هم مالي او هم ځاني زیانونه اوښتي دي.

د پنجشنبې په ورځ د کندز ښار اړوند د باغ‌میرې د سیمې درې تنو اوسېدونکو له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل چې د دغې روانې جګړې له کبله دوی په خپلو کورونو کې بند پاتې دي او اوس‌مهال د خوراکي توکو له نشتوالي سره مخ دي.

دوی زیاته کړه:

"موږ په خپلو کورونو کې بند پاتې یو، دا څو ورځو کې چې زموږ خوراکي توکي تمام شوي دي او نن ما ډوډۍ نه‌ده خوړلې، خو له دولت نه غواړم چې په سیمه کې امنیت راولي."

"وروره زما د تره د زوی په کور باندې هاوان ولګېده له کبله‌یې مېرمن، مور او ځوانه لور یې شهیدان شول او دوه نجونې او یو زوی یې ټپيان شول."

"د دغې جګړې له کبله په کورونو کې بند پاتي یو، نه ډوډۍ شته او نه اوبه شته له سختو ستونزو سره مخ یو، دولت باید ډېر ژره دغه لاره پاکه کړي چې خلک په خپلو سیمو کې ارامه ژوند وکړي."

په ورته وخت کې په شمال ختیځ زون کې د پامیر د شلمې فرقې د ارکان رئیس سید قربان موسوي بیا وايي چې د دغې لارې د خلاصېدو په هدف تصفیوي عملیات په دې خاطر ورو-ورو پر مخ ځي، ځکه چې وسله‌والو طالبانو پر سړک ماینونه خښ کړي همدارنګه د خلکو له کورونو څخه پر دولتي ځواکونو باندې بریدونه کوي.

قربان موسوي.
قربان موسوي.

ښاغلی موسوي زیاتوي:

"زموږ پوځي عملیات د کندز-تخار د لويې لارې د خلاصېدو په هدف جریان لري او زموږ ځواکونه د پرمختګ په حال کې دي او هڅه کوو چې ډېر ژر دغه لاره د ټرافیکو پر مخ خلاصه کړو."

د کندز-تخار لویه لاره له شپږو ورځو راهیسې د ټرافیکو پر مخ تړلې ده، خو د کندز سیمه‌ییز چارواکي وايي چې دوی هڅې کوي څو ډېر ژر دغه لاره د ټرافیکو پر مخ خلاصه کړي او تر څنګ‌یې په سیمه کې خلکو ته هم د ارامه ژوند زمینه برابره کړي.

خو په همدې حال کې ذبیح‌الله مجاهد چې ځان د وسله‌والو طالبانو ویاند معرفي کوي وايي چې د دغې لارې په اوږدو کې لاهم وسله‌والو طالبان شتون لري.

راپور: اجمل ارین

XS
SM
MD
LG