د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۰۷

د کندز– تخار لویه لاره د مخالفانو له شتونه تصفیه شوه


په شمال ختیځ زون کې د پولیسو د ۸۰۸ سپین زر زون عمومي قوماندانۍ چارواکي د کندز– تخار د لويې لارې د تصفیه کېدو خبر ورکوي.

په شمال ختیځ زون کې د پولیسو د ۸۰۸ سپین زر زون عمومي قوماندانۍ ویاند محفوظ الله اکبري د جمعې په ورځ له غرمې وروسته رسنیو ته وویل چې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه وتوانېدل چې د کندز – تخار لویه لارې په اوږدو کې یو شمېر امنیتي پوستې د طالبانو له محاصرې څخه وژغوي او له کبله یې دغه عمومي لاره نن د جمعې ورځ څه باندې ۱۲ بجې د وسله‎والو مخالفان له موجودیته تصفیه شوه.

دی وايي:

"د کندز– تخار لاره نن ۱۲:۴۵ دقیقې د وسله‎والو مخالفانو له شتونه تصفیه شوه او د خان‎اباد ولسوالۍ له لوري امنیتي ځواکونه له کندز ولایت سره ونښلول شول، خو په دې لارې کې لا هم د ماینونو خطر شته نو په همدې خاطر ملکي وګړو ته تراوسه پورې د تګ را تګ اجازه نه ده ورکړل شوي. "

ښاغلي اکبري زیاته کړه چې دې لارې کې وسله‎والو مخالفانو پر سړک ماینونو ښخ کړي نو په همدې خاطر تر اوسه پورې ملکي خلکو د تګ را تګ اجازه نه ده ورکړل شوي، خو کله چې دغه لاره د ماینونو له شتونه پاکه شي نو بیا ملکي وګړو ته هم د تګ را تګ اجازه ورکول کېږي.

د یادونې وړه ده چې د کندز – تخار لویه لارې د ۷ ورځو راهسې د ترافیکو پر مخ تړلي وو، خو نن د افغان ځواکونه وتوانېدل چې دغه لویه لاره د د وسله والو مخالفان له شتون څخه تصفیه کړي.

ازادي راډیو- کندز

XS
SM
MD
LG