د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۷

چارواکي: د بدخشان اشکاشم بشپړه ولسوالۍ له طالبانو پاکه شوې


د افغانستان د دفاع وزارت مرستیال وايي چې د بدخشان ولایت په اشکاشم او زیباک ولسوالیو کې د پوځي عملیاتو په ترڅ کې له ۸۰ زیات وسله‎وال مخالفین وژل شوي دي.

افضل‎امان تېره شپه د بدخشان له مرکز فیض‎اباده په ټیلیفوني خبرو کې د هغو عملیاتو په اړه ازادي راډیو ته معلومات ورکړل چې له دوو اونیو راهیسې پیل شوي دي:

"ډېرې سختې جګړې وشوې څو طالبانو او تروریستانو ته د درنو تلفاتو له اوښتو وروسته چې له اتیا زیات کسان یې ووژل شول، موږ وکولای شوای د اشکاشم ولسوالۍ اړوندې سیمې او کلي او ورپسې د ماسپیښن په یوه بجه زیباک ولسوالۍ هم په بشپړ ډول د طالبانو له ولکې خلاص کړو."

ښاغلي امان زیاته کړه چې وسله‎والو د غويي د میاشتې په اتمه له پراخو حملو وروسته دې دوو ولسوالیو ته لارومونده. افغان چارواکو له دې مخکې د زیباک ولسوالۍ سقوط تائید کړی و، خو دا یې نه و، ویلي چې اشکاشم ولسوالۍ هم د طالبانو لاس ته ورغلې ده. اوس مهال د بدخشان ولایت یمګان او وردوج ولسوالۍ د طالبانو په ولکه کې دي.

بدخشان له لویدیځ لوري له تخار ولایت سره ګډه پوله لري. په دې ولایت کې هم د تخار- کندز د لویې لارې د پرانېستو په مقصد د افغان ځواکونه عملیات روان دي.

د دفاع وزارت مرستیال ښاغلي امان وویل چې دا لویه لاره به نن خلاصه شي:

"تر پرون ورځې پورې د ملي اردو او پولیسو څو پوستې د طالبانو له خوا کلابندې شوې وې چې له نیکه مرغه محاصره ماته شوې خو ګواښونه لا هم شته او په دې سیمو کې عملیات روان دي. هیله من یم چې لاره به د جمعې تر ورځې له دښمن څخه په بشپړ ډول تصفیه شي. "

ښاغلي امان زیاته کړه چې د تخار- کندز د لویې لارې د پرانیستو په عملیاتو کې هم وسله‎والو طالبانو ته درانه تلفات اوښتي دي خو شمېره یې ونه ښوده خو ده تائید کړه چې په دې ترڅ کې درې تنه افغان سرتېري وژل شوي دي.

په کندز کې د‎ ازادي راډیو د خبریال د راپور له مخې د تخار- کندز لویه لاره له نېژدې یوې اوونۍ راهیسې بنده ده.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG