د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۱۳

م.م : د ۲۰۱۷ کال له پیل راهیسې نېږدې ۹۰ زره افغانان بې‌ځایه شوي


ملګري متلونه وایي چې د روان ۲۰۱۷ کال له پيله تر اوسه نېږدې ۹۰ زره افغانان د خپلو کورونو پرېښودو ته مجبوره شوي دي.

جرمني اژانس، «ډي. پي. اې» د ملګرو ملتونو په وینا خبر ورکوي چې د افغانستان له ۳۴ ولایتونو څخه په ۲۹ ولایتونو کې خلک د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوي دي.

د افغانستان په شمال ختیځ کندز او بدخشان کې د افغان ځواکونو او طالبانو تر منځ نښتې روانې دي او طالبانو له څه باندې دوو اوونیو راهیسې د منصوري په نوم پوځي عملیات پيل کړي دي.

یوازې په کندز کې د ملګرو ملتونو په وینا د قلعه‌زال په ولسوالۍ کې تر دېرش زره ډېر کسان له خپلو کورونو بې‌ځایه شوي دي.

کندز کې د جګړې له وېرې بې‌ځایه شوې کورنۍ.
کندز کې د جګړې له وېرې بې‌ځایه شوې کورنۍ.

ابراهیمي: د قلعه‎زال تر سقوط ۲۴ ساعته مخکې مې دفاع وزارت خبر کړی و

د ناروې د کډوالو شورا: د قلعه‎زال خلکو ته د وتلو لار ورکړئ

د افغانستان د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د خلکو بې‌ځایه کېدو ته اندېښنه څرګندوي او وایي چې له مرستندویانو سره ګډې هڅې روانې دي تر څو له بې‌ځایه شویو سره مرستې وشي.

حفیظ احمد میاخېل.
حفیظ احمد میاخېل.

د دې وزارت د رسنیو برخې مسؤل حفیظ احمد میاخېل ازادي راډیو ته وویل:

"افغان حکومت له بې‌ځایه شویو سره د مرستې لپاره، همدارنګه د راستنېدونکو کډوالو لپاره یوه پالېسي جوړه کړې ده چې د دغې پالېسي د تطبیق لپاره د نړیوالې ټولنې له مرستې څخه یوازې ۵۳۰ میلیونه ډالر پیشبینې شوې چې دغه پالېسي به په لنډو ورځو کې ولسمشر ته وړاندې شي او له مرستندویه ادارو به هم وغوښتل شي چې د دغې پالېسۍ په تطبیق کې له موږ سره مرسته وکړي، د دې تر څنګ یو شمېر هېوادونو لکه هند او سعودي عربستان ژمنه کړې ده چې په دې برخه کې به له افغانستان سره کمک وکړي."

میاخېل زیاتوي چې د اوس لپاره د وزارت د سروې ډلې په یو شمېر ولایتونو کې لکه کندز او کندهار کې د بېځایه شویو د شمېرو او د هغوی د اړتیا د معلومولو لپاره په کار بوختې دي.

د ۲۰۱۶ کال په ترڅ کې تر شپږ لکه شپېته زره ډېر افغانان بې‌ځایه شوي وو چې شپږ سوه زره‌یې د جګړو له امله بې‌ځایه شوي وو.

ملګري ملتونه اټکل کوي چې روان کال ښایي څلورنیم لکه نور افغانان هم د خپلو کورونو پرېښودو ته مجبوره شي او خوندي ځایونو ته کډه شي.

XS
SM
MD
LG