د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۴۶

«م.م» تېرو ۳ میاشتو کې ۵۵ زره افغانان له خپلو سیمو بېځایه شوي


د افغانستان د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت او ملګري ملتونه وايي، په وروستیو درو میاشتو کې په لسګونو زره افغانان په هېواد کې دننه بې ځایه شوي دي.

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت د بېځایه شویو عمومي رئيس مهرخدا صبار وايي، شااوخوا ۴۰ زره تنه بې ځایه شوي دي خو د ملګرو ملتو دفتر وايي چې په تېرو ۳ میاشتو کې ۵۵ زره افغانان بېځایه شوي دي.

د افغانستان د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت عمومي رئیس ښاغلي صبار ازادي راډیو ته وویل، د روان ۲۰۱۷ میلادي کال له پیله تراوسه پوري د وزارت له ارقامو سره سم څلوېښت زره تنه بېځایه شوي دي.

بېځایه شوي افغان کډوال.
بېځایه شوي افغان کډوال.

نوموړي زیاته کړه:

"اکثره کسان په بغلان، هلمند، اروزګان، ننګرهار کې بېځایه شوي دي."

خو د ملګرو ملتونو په راپور کې ویل شوي چې ښايي د وروستیو جګړو په علت د بېځایه شویو کسانو شمېر تر هغه څه ډېر زیات وي چې دوی ثبت کړي دي.

دا اداره په ځانګړي ډول په جنوبي ولایتونو لکه کندهار، ارزګان او هلمند کې د زیاتو خلکو د بېځایه کېدو احتمال ورکوي.

ملګري ملتونه وايي چې له جنوبه پرته په نورو ولایتونو کې هم ګڼ خلک بېځایه شوي او یوازې په بدخشان کې تېره اوونۍ نېږدې ۱۶ زره تنه بېځایه شوي دي.

د ملګروملتو په راپور کې د افغانستان په ۲۵ ولایتونو کې د وسله والو طالبانو د حملو په اثر د خلکو د بېځایه کېدو یادونه شوې او اټکل شوی چې سږ کال به شااوخوا څلور نیم لکه افغانان د جګړو له لاسه د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شي.

جوزجان کې۲۰۰ کورنۍ د جګړو له کبله بېځایه شوي
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:01:35 0:00

د کورنیو بېځایه شویو ترڅنګ له پاکستان او ایران څخه د لکونو کډوالو بېرته راستنېدو د افغانستان پر اقتصاد او د خلکو پر ژوند ناوړه اغېز کړی دی.

تېر کال د بغلان په دهنه غوري کې د جګړې د دوام له کبله ځايي خلکو ډېر مالي تاوانونه وکړل.

عموماً جګړې هغه وخت زور اخلي چې کروندګر په کرنه او یا د حاصل په ټولولو بوخت وي.

XS
SM
MD
LG