د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۰

ګارډین:د اسټرالیا صدراعظم له افغانستانه پر ملاتړ ټینګار وکړ


د افغانستان ولسمشرمحمد اشرف غني، اسټرالیا ته تر سفر وروسته، پرون اندونیزیا ته ورسېد او نن به له هغه ځایه د سنګاپور پر لور روان شي.

ګارډین:

د بریتانیې چاپ ګارډین ورځپاڼې د اسټرالیا د صدراعظم او ولسمشر غني لیدنې ته په اشاره لیکلي:

د استرالیا صدراعظم له افغانستانه پر ملاتړ ټینګار وکړ خو له اسټرالیا د افغان کډوالو پر اجباري ایستلو خبرې ونه شوې.

ورځپاڼې لیکلي:

"استرالیا ته د جمهور رئیس غني په رسمي سفر کې د هغه هېواد صدراعظم مالکم ترنبول له افغانستان سره یو وار بیا، د اقتصادي او امنیتي ملاتړ ژمنه وکړه. د اسټرالیا صدراعظم له غني سره د ۳۲۰ میلیونه اسټرالیايي ډالرو مرستې یاد داشت هم لاسلیک کړ چې په څلور کلونو کې به افغانستان ته ورکړل شي."

ګارډین ورځپاڼې لیکلي:

د اسټرالیا دا مرستې به د اقتصادي زېربنا، د کرنېزو محصولاتو پرښه کولو، له اداري فساد سره پر مبارزه او د نجونو لپاره د ښوونې او روزنې پر پروګرامونو ولګول شي.

اسټرالیا ته د ولسمشرغني د سفر پر مهال، یو شمېر افغانانو چې زیات هزاره ګان په‎کې وو، د هغه هېواد پلازمېنه کې مظاهره وکړه او ویې ویل چې که د اسټرالیا حکومت په اجباري ډول افغانان بېرته ستانه کړي، په افغانستان کې د شکنجې او ان مرګ له خطر سره مخامخ کېدلای شي.

ګارډین ورځپاڼې د غني په حواله لیکلي چې افغانستان ته د پناه غوښتونکو پر داوطلبانه ستنېدنه خبرې نه‎دي شوي.

د ګارډین په لیکنه، د اسټرالیا حکومت له ۲۰۱۴ میلادي کال راهیسې تر ۱۰ کم افغان کډوال بېرته ستانه کړي چې یو شمېر هزاره ګان په‎کې شاملېږي.

سټارس انډ سټرایپس:

سټارس اېنډ سټرایپس خپرونې د کابل پر سردارمحمد داوودخان روغتون د حملې په اړه مقاله خپره کړې چې لږ تر لږه ۵۰ تنه په کې ووژل شول.

خپرونې دې ته اشاره کړې چې د مارچ په اتمه د کابل په زړه کې د دې حملې په تړاو د یوه جنرال په ګډون د نهو تنوپوځيانو دندې ځنډول شوې دي.

سټارس اېنډ سټرایپس د دفاع وزارت د ویندوې په حواله لیکلي، که ثابته شوه چې دې کسانو په دنده کې بې غوري کړې، مجازات به شي.

د خپرونې په لیکنه، ناټو تړون له ډېرې مودې راهیسې له افغانانو سره کار کوي چې د دې هېواد امنیتي ځواکونه له داسې پوځيانوپاک شي چې د خدمت وړتیا نه لري.

خو د نور علم په نوم یوه اته دېرش کلن افغان چې ورور یې پر چهارصدبستر روغتون په حمله کې ووژل شو، سټارس انډ سټرایپس خپرونې ته وویلي:

"زما ورور څوک بېرته نه شي راکولای خو بیا هم دا چې د پېښې په اړه له چارواکو پوښتنې کېږي، ښه خبره ده."

XS
SM
MD
LG