د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۵۰

باوډن: افغانستان ۲۰۱۷ کې۵۵۰ میلیون ډالره بشري مرستې ته اړتیا لري


یو شمېر بشري مرستندویه ادارې وړاندوینه کوي چې په ۲۰۱۷ میلادي کال کې به د افغانستان د ټولو وګړو نږدې درېیمه برخه بشري مرستو ته اړتیا ولري.

د جګړو او ناامنیو پراخېدل، د داخلي کډوالو ریکارډ شمېره، له اټکله د ډېرو افغانانو هېواد ته راستنېدل، طبیعي پېښې او ځينې نور هغه لاملونه دي چې له امله یې د بشري مرستو همغږې ادارې او افغان حکومت د تېر کال په پرتله د ډېرو مرستو غوښتنه مطرح کوي.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږي کونکو د افغان حکومت له اجرائیه رئیس سره د شنبې په ورځ په کابل کې یوې ګډې خبري غونډې ته وویل، افغانستان سږ کال د بشري مرستو رسولو لپاره ۵۵۰ میلیونه ډالرو ته اړتیا لري.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو ناظم مارک باوډن وايي ۲۰۱۷ کال د دوی له نظره یو سخت کال دی، نو ځکه باید د مرستو رسولو لپاره وار د مخه کافي امکانات موجود وي.

باوډن: ۲۰۱۷ به یو سخت کال وي.
باوډن: ۲۰۱۷ به یو سخت کال وي.

نوموړي زیاته کړه:

​"زه اندېښنه لرم چې په دغه کال کې افغانستان لا ډېرو بشري مرستو ته اړتیا لري او د دغه کال لپاره غوښتنه ۵۵۰ میلیونه ډالره ده په ۲۰۱۷ کال کې ۹.۳ میلیونه افغانان بشري مرستو ته اړتیا لري چې د افغانستان د ټول نفوس تقریباً درېیمه برخه جوړوي.​"

دا په داسې حال کې ده چې تېر کال د بشري مرستو رسولو لپاره شااوخوا ۲۴۰ میلیونه ډالره ځانګړي شوي و.

خو مرستندویه ادارو او افغان حکومت ویلي چې په ۲۰۱۶ کال کې د هېواد د ننه بېځایه شوي او له ګاونډيو هېوادونو د راستنو شويو کډوالو شمېر ډېر وو کوم چې لاسنیوي ته اړتیا لري.

د کډوالو چارو وزارت وايي، د کورنیو بېځایه شویو شمېره له یو میلیون او درې لکه کسانو اوښتي او له یو میلیونه ډېر نور کډوال له پاکستان او ایران نه افغانستان ته راستانه شوي دي.

IOM: د جنورۍ لومړۍ اوونۍ کې څه باندې ۹زره کډوال افغانستان ته تللي

له دې سره بېوزلي، د تاوتریخوالي پراخېدل، روغتیايي مرکزونو ته د خلکو نه لاس رسی، د خوړو نه خوندیتوب او خوارځواکي په دغه هېواد کې هغه ستونزې دي چې بشري ادارې یې اندېښمنې کړې دي.

د حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله د مرستو غوښتنې د اعلان په دغې غونډه کې وویل چې د بشري ټولنو مرسته د افغانانو لپاره ډېره با ارزښته ده او هیله لري چې دا غږ به واورېدل شي.

عبدالله: د بشري ټولنو مرستې د افغانانو لپاره ډېرې با ارزښته دي.
عبدالله: د بشري ټولنو مرستې د افغانانو لپاره ډېرې با ارزښته دي.

نوموړي زیاته کړه:

​"په داسې حال کې چې نړیوالې ټولنې ته ډاډ ورکوم چې پخوانۍ مرستې یې ډېرې اغېزمنې وي هیله من یم چې د سږ کال غوښتنې ته هم مثبت ځواب وویل شي.​"

ښاغلی عبدالله وايي چې د مرستو دا اټکل د بروکسل په کنفرانس کې د افغانستان د پراختیا لپاره له اعلان شویو مرستو بهر دی.

له نړیوالې ټولنې د ۵۵۰ میلیونه ډالرو مرستې غوښتنه داسې وخت مطرح کېږي چې ګڼ افغانان وايي، له افغان حکومت سره کېدونکي مرستې تر ډېره اړو خلکو ته نه رسېږي.

راپور: یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG